ستورى د شعر په هنداره كې

خوبونه هر څوك ويني، خو ځينې خوبونه شخصي وي او ځينې اجتماعي، په شخصي خوبونو كې د انسان فكر د خپلې هستۍ نه چاپېره چورلي او پكې هاغه څه ويني، د كوم څه حصول چې دده د لاشعور غوښتنه وي. د داسې خوبونو په مقابله كې اجتماعي خوبونه قامونه ويني لكه د لويې جنګ نه وړاندې، چې دغه خوب جرمن قام ليدلى و او ددغه خوب د رښتيا كولو لپاره يې په ټوله دنيا د قبضې دپاره ټولې لارې چارې لټولې، خو داسې خوبونه كله رښتيا كېدى نه شي. جرمن قام په دنيا خو قبضه ونه كړى شوه، البته خپل لوى قام پرست مشر (هټلر) يې وبايللو او داسې يې وبايللو، چې د مړي ژوندي پته يې هم ونه لګېده. په براعظمګي كې دغه خوب پيرنګي ليدو، چې خپل لاسونه لر او بر ته خواره كړي او ددې خطې په ټوله خاوره خپل بېرغ هسك كړي. په دغه ارمان، چې كله ړوند پيرنګى د پښتونخوا خاورې ته ورسېدو، نو په وړومبي ځل ورته دا احساس وشو، چې دا خاوره لكه د نورو علاقو د حلوا نمړۍ نه ده، چې د ستوني به يې تېره كړي او بيا چې كله د پښتون قام د ننګيالو دلاسه د پيرنګي وينه په ټوله پښتونخوا كې تويې شوه، نو د استعمارچيانو سترګې د حېرت نه وازې پاتې شوې. هغوى ټولو په دغه خبره سوچ شروع كړو، چې ددې طاقت مقابله به څنګه وكړى شي.

خو… بيا هم هاغه وشوه، د كومې دلاسه چې پښتون هر ځل ماتې خوړلې ده. څو پښتنو مشرانو د “لونګۍ” او “مواجبو” په لالچ كې د پيرنګي مرسته وكړه او ظاهره ده، چې كله د كور خاوند پخپله غل شي، نو بيا د كور حفاظت كله كېدى شي؟ پيرنګي ددغه لالچ په بدل كې نه صرف دا چې د پښتون قام نه خپل انتقام واخيستو، بلكې ددې قام د قوت د ماتولو لپاره يې درې غبرګې پالېسۍ رامېنځ ته كړې او بيا يو تاريخي ظلم وشو. د يو كور، يوې ژبې، يو كلتور او يو نسل خاوندان په درېو ټوټو كې ووېشل شول. يو ته يې “رېت” يعنې Settle area ووې او بل له يې د Tribal (قباېل) نوم وركړو او يوې برخې ته يې افغانستان ووې او پېنځه د بره سل كاله پس نن هم دغه تاله واله پښتون د يو بل نه پردى پردى او لرې لرې پروت دى.

ددې قام د يووالي دپاره چې كله هم څه شعوري كوشش شوى دى، استعماري قوتونو ددغه هلو ځلو مخنيوى كړى دى ان تر دې چې دا اوس اوس په يو ازاد ملك كې پوره پنځوس كاله پس چې كله پښتون قام ځان ته بېل نوم وغوښتو، نو استعمارچيانو ددې بنيادي حق د مخنيوي دپاره څه ونه كړل؟

خو ددې باوجود نن په پښتون قام كې د يووالي احساس ورځ تر ورځې لا پسې پياوړى كېږي او دغه احساس د هر څه نه زيات مهم او ضروري دى. په عام اولس كې ددې فكر د خورولو لپاره شاعران او ليكوال لوى لاس كوي، چې پكې يو شاعر ښاغلى ډاكټر كبير ستورى دى. محترم ډاكټر صيب چې كله هم د شعور په درشل قدم ايښودى دى، نو ورته د خپل تاله واله وجود احساس شوى دى او ځكه نو د خپل ژوند يوه لويه برخه يې په دې ارمان تېره كړه، چې كله خو به پښتون سره يو شي. د دوى په شاعرۍ كې ددغه ارمان رنګونه هرځاى جوت ښكاري لكه د مثال په توګه دا څو شعرونه يې د يو پښتون خيال څومره ښكلې ترجماني كوي:

د خــيـــالـــه جـــوړه شـــــوې نـــــغـــاره فــــكـــر وهـلــه

څــــه ښـــكـلـــې تـــمــاشـــه وه تـمـاشــه يـې مـا كوله

بــلــبــلــې د بــاغــــونــو نــه ګـــډا تــه وې راغــلــــې

سـاقـي د بنـګ پيـاله لاس كې هـر چاته وركوله

راجــمــع وو رنــګــونــه د ښــكــلا مــسـابــــقــــه وه

ښـــكـلا د قــام ولــۍ د ښـــاېــســت مــيـره وخـتله

جـرګـه د قـام مـشـران وو د خوشال بابا دېره كې

نــقــشــه د پــښـتونـخـوا د ابــادۍ يــې جــوړولـــه

د ســتــورو مــشــالـونـه لــګـېدلي وو اسمان كې

رڼا د پــښــتـونــوالــي يــې هــر خــوا تــه خـــوروله

زه دا ګڼم، چې كله د يو شاعر په فكر او لاشعور كې يو ارمان تر دې حده غځونې كوي، نو موږ په جار دا ويلى شو، چې دغه شاعر د پښتون فكر د وحدت ارماني دي. ښاغلى ډاكټر كبير ستورى قامي وحدت د كاميابۍ راز ګڼي.

هـــره څـــانــګــه خــپــلــه ونـــــه كـــې لــــويــــــېـــږي

چـــې لـــه ونــې څـانــګــه غــوڅــه شــي وچــېــږي

عــاقــبــــت يــــې وركـــېــده دي ســتـورى وايــي

چـــې لـــه خـپـل كـلــتــور او ژبـې پـردى كــېــږي

ښاغلى ډاكټر صيب د پرمختګ او ترقۍ دپاره د پښتو ژبې زده كړه او پوهنه شرط ګڼي.

د هـــر قــام پــېـــژنـــد پـــه ژبــــه كــلــتــور كــېـــږي

په بــركــت د ژبــې قـام هـســك شــي جــګــېــږي

چـــې پــه خـپــلــه پـــښــتـــو ژبـــه نـــه پــوهــــېــږي

ســتــورى څـه پــرې كـه پــل ســل ژبـو پوهـــېـږي.

ډاكټر كبير ستورى په خپله خاوره خپل اختيار لرل د هر انسان بنيادي حق ګڼي.

پـــه هـــغــــه مــــــېـــــــن پـــــــكــار دى افــــتـــــخـــــار

چـــې پـــه مـــيـــــنـــه د وطـــــن شــــــي لـــه ســــر زار

د بـــخــت ســتــورى يـې ځـلـېـږي پـه اسـمـان كـې

چې څــــوك ولــــري د خـــپــل وطـــن اخـــــتــــيـــار

د پښتون قام د يووالي او وحدت ددې ترجمان شاعري په ډېرو رنګونو خوره ده او ددغه رنګونو لټون د هر قام پرست ذمه واري ده، د شعرونو دا څو نمونې يې بايد ددغه رنګونو په لور د تګ اوراوركي وګڼل شي.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

لايـق زاده لايـــق

شاعر، ليكوال،افسانه نګار، ژورنالست،د کوهاټ د راډيـومشر،د پښتونخوا د پوهنې دیری مـــشـر

Laiq Zada Laiq

Poet, Writer, Journalist, Chairman of De Pakhtoonkhwa Pohane Dera, Director of Kohat Radio Peshawar