منلی ساه پوه ډاکتر کبیر ستوری د هغې درنې ډلې یوه هڅانده څیره ده چې د حضرت رحمان بابا په وینا . « په ظاهر په باطن سپین سپیڅلی خلق » پکې راشه درشه لری .
اټکل درې دیرش کاله وړاندې د ۱۹۶۷ ع کال په شاو خوا کې ما دا فغانانو په یوه غونډه کې کبیر جان ته په ناڅاپی ډول « ماما » ووایه، ده هم سم د لاسه په « خوری » ونازولم .دا هغه مهال ؤ چې مونږ دواړه په جرمنی کې پوهیدونکی ( محصلین ) ؤ، له هغه دمه تر دې دمه، زه ئې خوری یم او دی مې ماما. کله چې ماما د ساپوهنې ډاکتر شو ما هم پریکړه وکړه چې خپل درناوی ورته په « ډاکتر ماما» وړاندې کړم .
ما د «ډاکتر ماما» درې کتابونه لوستلی دی « د قلم توره »، « د هوښیارتیا تله » او« ژبساپوهنه » د قلم توره د ډاکتر ماما د شعرونو ټولګه ده،چې په ۱۹۹۹ زییز کال کې د پښتونخوا د پوهنې دیرې لخوا په پېښور، پښتونخوا کې په یو سل نهه مخونو کې خپره شوې ده. په ما باندې د « یو ټبر » شعر ( مخ ۹۸ ) ډیره اغیزه وکړه ،ځکه پدې شعر کې ډاکتر ماما سیاست ته د ساپوهنې چلونه، مینه ، خپلوی ، هویت وربخښی .
یــــــو ورڅـــــــې چـــــــــا ويــــــلـــــې
چې اســــمـــان تــه مــــې کتـــلــې
دوه وړې يــــې ښــــــــکلـــــــولـــــې
بیا مې ســـتـرګــــو نـــه لــیــدلــــې
ښکاري دا وې کوچنۍ وريځې
چـې د مـــور غــــېـــږې تـه تـلــلــې
د یـــــو بـــــل نـــــه ځــــــارېـــــدلـــې
عــــــقـــل کـــلــــــــــــه بــېـــلـــــولـــــې
سـتــوري اوښــکــې تــویــــولـــې
دویم کتاب د (هوښیارتیا تله ) ټول ټال په یو سل اته څلویښت مخونو کې په پېښور کې د کال ۲۰۰۰ په نیمائی کې خپور شوی دی خپرونکی ئې په پېښور کې د پښتونخوا د پوهنې دیره ده. دلته ډاکتر ماما سره تله په لاس کی ده، هم پری هوښیارتیا تلی او هم پرې د خپلې بې درباره ملی ژبې ( پښتو ) وس ( ظرفیت ) تلی.
«ژبساپوهنه» هم په پېښور کې ټول ټال په یو سل شپیته مخونو کې خپره شوی ده ( نومبر ۲۰۰۰ ) خپرونکی یې د پښتونخوا د پوهنې دیره ده. ددې کتاب غټ ټکی دا دی: په لویدیزه ساپوهنه کې« دماغ» د ټولو سائیزو پیښو مرکز دی. خو ډاکتر ماما په دی اند دی چې د انسان په وجود کې سائیزی پيښې دوه مرکزونه لری دماغ او زړه. پښتو ژبه د ژبپوهنې د واقعیتونو په راسپړلو کې مرستندویه ده .
د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه ( ۱۹۳۳ ــ ۱۹۷۳ ) په خټه پښتون دی، خوله خپل کلتور نه په خپل دربار کې « پردی شوی » دی، یانې په خپله څلوېښت کلنه پاچاهۍ کې ئې « هڅه نه ده کړې چې څو ټکی پښتو یاده کړی » ( ولولی مخونه ۴۴ ، ۶۴ ، ۵۰ او ۱۱۲ ) .
داسې برېښی چې ډاکتر ماما له پخوا راهیسې په « ژبساپوهنه» لګیاؤ ( ولولئ « د قلم توره مخ ۱۰۶ ).
ددې لپاره چې په پېښور کې د دوه جرګو په ګډونکوونکو، ژبساپوهنه ویشی ( نومبر ۲۰۰۰ ) نو په چاپی چارو کې ئې له ډیر تلوار نه کار اخستی دی. لدی امله پکې ګڼ شمیر چاپی تیروتنی شوی دی. خو بیا هم ډاکتر ماما په دې بریالی شوی دی چې تیروتنې یې په یوه بله پاڼه د کتاب سره غبرګه وویشی، ما ټولې تیروتنې په نژدې نیمه کتنه کې په کتاب کې سمې کړې او بیا مې د کتاب له لوستلو نه خوند واخست .
دغه شان په ژبساپوهنه کې خوندی شوی دی ( د ملنګ جان خوږې نغمې، پښتو ټولنه، کابل ۱۹۹۵ « مخ ۱۴۳ کرښې ۱ ــ ۲» ) زه به دې پوهه نه شوم چې د مسعود، د ربانی حکومت په دغه کتاب په « کابل ۱۹۹۵ » کې د کومې موخې لپاره خپور کړی وی ؟
زما په ګمان کې دغه به هم یوه چاپې تیروتنه وی « ژبساپوهنه » ګټور کتاب دی دا کتاب په دې ارزی چې بیا بیا چاپ شی او د قلم تورې او د هوښیارتیا تلی په شان سم چاپ شی . ما د ډاکتر ماما له درې واړو کتابونو نه په ښائسته، ښه اندازه زده کړه وکړه ، زه د ده علمی خدمت ته چې په واقعیت کې ملی خدمت دی په درنه سترګه ګورم. عمر دې ډیر شه ډاکتر ماما.
يادونه : دا ليكنه د 2002ع کال د فبروری د مياشتی په اته لسمه نېټه په ورځپاڼه وحدت پیښوركې خپره شوې ده.
ډاكټر رحمت ربي زيركيار
کره کتونکی،ليكوال، څیړونکی
Writer, Researcher