د پښتو ادب ډېر لوى نوم دى

ډاكتر كبير ستورى يقيناً چې د پښتو ادب ډېر لوى نوم دى. هغه خپل ټول ژوند پښتو ادب، پښتو شاعرۍ او د پښتون ولس خدمت ته وربښلى و. هغه چې د ژوند څومره موده په المان كې تېره كړه، ټوله يې پښتو ته وروبښله. هم دغه وجه وه، چې نن يې موږ ټول په احترام يادوو. ما ستورى صيب د شعر او ادب په حواله د وړاندې نه پېژندو، خو چې كله موږ په كال 2005م كې د پښتو عالمي كنونشن كولو، نو په خارجي هېوادونو كې مېشت پښتنو سره مو هم رابطې وكړې او چې كله مو ډاكتر كبير ستوري ته بلنه وركړه، نو هغه د راتلو لوظ وكړو او هم د خپل لوظ مطابق يې د المان نه تشريف راوړو، دلته يې موږ سره په كنونشن كې پوره برخه واخيسته. حالانكه د هغوى صحت هغوى ته اجازه نه وركوله. د كنونشن نه پس چې كله موږ “ټل” ته د مشاعرې دپاره روان شو، نو ستورى صيب راسره و. په كوهاټ كې د لږې اېسارتيا په موقعه ماته لايق زاده لايق د ډاكتر كبير ستوري د صحت وويل، نو ما هغوى ته ووې چې تاسو واپس پېښور ته لاړ شئ. زه پوهېږم چې هغه په ډېر مات زړه پېښور ته واپس شو، ځكه چې هغه د پښتو ژبې د ودې دپاره د يوې موقع ضايع كول نه غوښتل.

تر كومه حده پورې چې د ستوري صيب د شاعرۍ تعلق دى، نو هغه ټوله په ټوله د پښتون قام د وحدت دپاره ده. هغه يو سپېڅلى پښتون، ويښ ليكوال او په خپل قام مَېن سياستمدار و. پښتانه وايي، چې “سل دې ومره، يو دې مه مره” نو ستورى صيب هم هاغه “يو” و، چې مثال نه لري.

د هغه نشتوالى موږ ته په هره موقع محسوسېږي، خو د مرګ نه خلاصون نشته. د ستوري كوم احترام چې په ژوند كې شوى دى. په هم داسې احترام خاورو ته وسپارلى شو او نن په نور احترام سره يادولى شي. په ګور يې نور شه

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

پروفيسر اسير منګل

ليکوال ، شاعر، افسانه نګار،كالم نګار ، کره کتونکى

Professor Aser Mangal

Poet, Writer