ډېر يادونه دې پرېښودل
ما په خپل ژوند دا نه ګڼله، چې ماته به وويل شي، چې د كبير جان په هكله راته څه وليكه. څومره ګران كار دى، د هغه چا په اړه څو كرښې ليكل، چې ته يې تراوسه د ځانه جدا نه بولې، خو څنګه چې د نړېوالو دود دى، نو څه به ليكل وي. په ساده ټكو څو كرښې، څو يادونه. ورځ خو راته ياده نه ده، خو مياشت او كال راته ياد دى، چې كله ما كبير جان په لومړي ځل د جرمني په فرانكفورټ ښار كې وليده. جون 1974 دوه دېرش كاله پوره كېدونكي دي، چې موږ د ژوند د سفر په ډېرو اړخونو كې يو وو.
كبير جان چې په دغه وختونو (1973_1974) كې خپل نوم د كبير ميردادخېل نه په كبير لعل اړولى و، ځكه سردار داود خان دا حكم كړى و، چې قبايلي نامې به څوك له خپل ځان سره نه ږدي، نو د لعل لقب يې خوښ كړى و، خو يو ماښام ورته ټوكو ټكالو كې ملګرو وويل، چې لعل خو هندوستان كې مشهور نوم دى، نو سوچ كې لاړو. هم هغه شپه يې په ما باندې د “هوښيارتيا د تلې” Intelligence Test تجربه كوله، چې غونډه كتابچه كې ستورى، ستورى وو. زه تنګ شوم او ما ورته وويل، چې كبير جان لالا! دومره ستوري دي راباندې وشمېرل، چې ته هم “ستورى” راته ښكارې.
ډېر يې وخندل او سبا سهار چې يې راته نوى شعر واورولو، نو پكې “ستورى” شوى و.دده د سياسي ژوند او كړنلارې باندې لنډ ليكل خو زياتى دى، خو د ژوند هلې ځلې يې د يو ټكي نه تاوېدو راتاوېدو، چې هغه پښتانه دي. په هلكوانۍ او ځوانۍ كې يې په جرمني كې د افغانستان د محصلينو (Students) ټولنه كې پرې دا تور و، چې پښتون نشنلسټ دى، خو دده پرې چرت خراب نه و او د پښتو دپاره به يې هره غونډه كې غږ پورته كاوه او چې كله يې مخالفين ډېر شول، نو له ځينو ملګرو سره يې په ګډه د پښتنو او بلوچو د ملي ازادۍ بښونكې ټولنې تر نامې لاندې يوه ډله جوړه كړه كومه چې د كوزې خوا په سياسي ډګر كې دده د دلچسپۍ ښكاره ثبوتت دى. هم په هغه وختونو كې له NAP سره د زور زياتي له كبله د ځينو پښتنو ځوانانو يورپ او خصوصاً جرمني ته تښتېدل او سياسي پناه اخيستل يو نوى سياسي پلېټ فارم جوړ كړ او د پښتنو او بلوچو د ملي ازادۍ بښونكې ټولنې هلې ځلې پراخه شوې.
په افغانستان كې د ثور انقلاب وشو، چې په لومړي پړاو كې خو يې د جرمني روشنفكره پښتنو هركلى وكړ، خو ډېر زر يې هلته د اوسېدونكيو پښتنو د سياسي بېلوالي بڼه ونيوله، چې دا پړاو د كبير جان دپار ډېر سخت و، ځكه چې دده ډېر سياسي ملګري په ډلو ووېشل شول. په ده هم ډېر زور راوستل شو، چې د خلق په ډيموكراټيك ګوند كې غړيتوب ترلاسه كړي، خو ده ځان منځګړى وساته، خو ډېر زر لكه څنګه چې د افغانستان هغه بدلون په سيمه او نړۍ كې سترې اغيزې درلودې، نو په جرمني كې اوسېدونكيو د پښتنو سياسي چوكاټ هم بدل شو.
د افغانستان د شخړې له امله د زرګونو پښتنو يورپ او جرمني ته تښتېدو له امله هلته سياسي ساحه بدلېږي او د كبير جان تر مشرۍ لاندې د پښتون سوشل ډيموكراټيك ګوند بنسټ كېښودل شو. داسې د دوى سياست يو نظرياتي او ګوندي چوكاټ غوره كړ. كه څه هم د كبير جان خپله سياسي نظريه د باچا خان د فلسفې نه رڼا اخلي او تل به يې په ډاګه ويل، چې زموږ سياسي هلې ځلې د باچا خان د سياسي غورځڼك پرمختګ دى، خو ورسره يې د لويديزې نړۍ د سياسي سيستمونو ژوره مطالعه كړې وه او د ولي خان تر مشرۍ لاندې ملي عوامي ګوند NAP او ANP يې د لويدېزې نړۍ له سوشل ډيموكريټك ګوندونو سره په نظرياتي توګه نزدې باله، نو ځكه يې د خپل ګوند ته هم پښتون سوشل ډيموكريټك ګوند نامه وركړې وه.
د كبير جان Ideal باچا خان و او په ادبي نړۍ كې له اجمل خټك صيب څخه متاثره و.ولي خان يې ډېر خوښ و او د افضل خان لالا د يووالي د سياسي تګلارې ټينګ ملګرى و. د هلكوانۍ او ځوانۍ راهيسې يې د ليك لوست او څېړنو Research سره ډېره مينه وه. د المان غږ راډيو د پښتو خپرونو، چې په كال 1970ع كې پيل شوى دى، په بنسټ ايښودونكيو كسانو كې راځي. په جرمني كې د افغان پوهېدونكيو محصولينو چې كومې خپرونې كېدلې، هغو كې يې ليكنې كولې. لكه “سپرغۍ”، “د خيبر وږمه” ترڅو چې يې خپل كتابچې او كتابونه چاپول شروع كړل او بيا يې د خپل ګوند له خوا “پښتونخوا” مجله راووېستله، چې تراوسه چاپېږي. د چاپ شويو كتابونو لړليك (List) يې هم اوږد دى.
موسيقي يې ډېره خوښېده، خو يوازې د پښتو. د ځوانۍ ورځو شپو كې به يې كله كله سېتار هم غږاوه، ګډا يې خوښه وه، خو خپله نه ورتله. د ژوند عامو خبرو اترو او د ملګرو منځ كې به دومره ساده و، چې د چا به پرې دا يقين نه راته، چې دا هغه كبير جان دى، چې د بحث وخت كې څومره جدي او د پښتو دپاره ضدي و، چې د خپلې خبرې به چا اړولى نشو. په ځوانۍ كې به يې چاى او سګرېټ كمزوري وه، خوراك ېي ډېر ساده، په كوچو كې ها (هګۍ) او تازه پياز يې ډېر خوښ وو.
د دوستانو محفل، سياسي بحثونه، د پښتو موسيقي، د پښتنو مشرانو صفتونه او ستاينه او ټوكو ټكالو به ډېر خوند وركاوه.
خو ځينې شيان به يې ډېر بدې شول لكه پښتون به چې په فارسي يا اردو ژبې خبرې كولې، دروغجن كس، بې شعوره، تعليم يافته ضدي پښتون، سياست كوونكي پښتانه، بې وخته چې چا د خوبه پاڅولو، د پښتنو به چې چا بد ويل، باچا خان پسې به چې چا بدې خبرې كولې، د افغانستان د شاهي كورنۍ بې ځايه ستاينه، د ملايانو پخې پخې خبرې او نور…
پېښور او پښتونخوا يې ډېر خوښ وو، چې په دغه سفرونو كې هغه ناوړه يادونه هم دي، چې دى د جنرال ضياءالحق په وخت كې د سياسي هلوځلو په تور ونيول شو او بندي شو او چې كله جرمني ته بېرته لاړ، نو لكه د زړو خدايي خدمتګارانو په دغه وياړ و، چې بنديخانه كې يې ښه ملګري وموندل.
كبير جان د خپل ژوند زياته برخه له ملګرو سره او مسافرۍ كې تېره كړې ده او ده ته د جرمني پښتنو د “ماما” لقب وركړى و. هېچا تېرنه مخ نشو اړولاى، كه هغه به دده د ګوند ملګري وو او كه نه، خو د يوه پښتون مشر په توګه ټول يورپ كې د جرګو او مركو سړى و.
ښكاره خبره ده، چې د يو انسان ځاى بل انسان نشي نيولاى، خو د كبير جان ځاى هېڅوك نشي نيولاى. كه څه هم د سياسي مفكورې پلوشې به يې پراخېږي او د پښتنو مشرانو په تاريخ كې يې ځانګړى ځاى وموندلو، خو د يورپ او د جرمني پښتانه يې يتيمان كړل. موږ يې د ژوند مقابلې او پښتني جدوجهد ته يوازې پرېښودلو، خوپه خپل ژوند يې دومره څه پرېښودل، چې پښتانه يې تر رڼا لاندې ډېر څه موندلى شي.
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
پروفيسر ډاکتر شاجهان
څیړونکی، ژورنالست، د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم ډيپارټمنټ چيرمېن
Researcher, Journalist, Chairman of Journalism Department of Peshawar University