يــــو ســتـورى

چې نه لوېږي او نه تتېږي

د علامه سيد جمال الدين افغان وينا ده، چې : ” كه څوك له خپل ژوند سره مينه لري، نو د ولس د ژوند په لار كې دې ولري”. ارواښاد ډاكتر كبير ستورى هم ځكه په همدغسې ژونديو كې يو دى، چې د ژوند شېبه شېبه يې د خپل رنځېدلي، نتلي او اسكېرلي ولس د ژوند او سوكالۍ لپاره تېرېده.

د ستوري ملي مبارزې پلوشې دده د ولس د غليمانو سترګې همداسې برېښېدلي لري. د ستوري د مبارزې پلونه به تر هغې خاپونه، نه شي چې ترڅو د نړۍ پرمخ د يوه پښتون د پله خاپ پاتې وي. د ستوري د قلم توري به تر هغې ځلنده وي، چې ترڅو د يوه پښتون قلموال د قلم په رګ كې د پښتو وينه چلېږي. ستورى به تر هغې ستورى وي، چې ترڅو د اسمان د ستوريو په زنځير كې يوه پښتنه كړۍ هم پاتې وي. پښتون مبارز دې د ستوري د مبارزې پر سپېڅلتيا ووياړي.

اروا يې ښاده او لار يې اباده اوسه.

اّمين

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

محمد اصف صميم

ليکوال ، شاعر، کره کتونکی

Mohammad Asef Sameem

Poet, Writer