ډاكتر كبير ستورى چې زه يې وروسته په “مرحوم” ټكي ليكلو ټول زېږ زېږ كېږم، ما په ړومبي ځل په خپل كلي تهكال كې ليدلى و. دا هغه وخت و، چې زما مخ د ږېرې د قيد څخه ازاد و. د “شهيد پښتو” نصرالله خان نصر صيب په ياد كې د نصر د ادبي ټولنې له خوا په هم هغه زوړ تاريخي مركز كې مشاعره شروع وه. دوه مېلمانه راغلل يو زما د كرسۍ ښي اړخ او بل چپ اړخ ته كېناستل، په همدې وخت كله چې سټېج سكرتر زما نوم واخيستو او ما نظم واورولو، واپس خپلې كرسۍ ته راغلم، نو د ښي اړخ دغه لوى مشر داسې راترغاړې وتو، لكه چې د مودو مودو ورك شوى ورور څوك وويني او سينې ته يې جوخت كړي.
دا مشر ښاغلى ډاكتر كبير ستورى و، چې ناليدلى مو يو بل پېژندل، خو د نژدې پېژندګلوي موقع لا نه وه راغلې. په دغه ملاقات كې مو يو بل سره ښه ډېره د زړه خواله وكړه او بيا ددغه په زړه پورې ملاقات نه پس زما او د هغوى د رابطو يوه اّزاده سلسله شروع شوه. هغه به څومره څومره رانژدې كېدو، همدومره دومره خواږه به يې پرېښودل. د هغه ذات، شخصيت، خصلت او علميت هم لكه د هغه د شعر پاك، سپېڅلى، بې وټه او بې ملاوټه و.
زه په ژوند كې د ډېرو ښو ښو مشرانو د سيوري نه محرومه شوى يم، خو د استاد ډاكتر كبير ستوري داسې په لمر كړم، چې د يو كال تېرېدو نه پس هم تنده غرى ګرځم.
روح دې ئـــې ښــــاد وي
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
سيد صابر شاه صابر
لیکوال،شاعر،ايډيټر “دستار انټرنېشنل”
Writer, Poet, Editor of Bi – Monthly “DASTAR” International Magazine