په عمل هم ستورى

زه به د ستوري صيب په باره كې څه وليكم، ځكه چې هغه نه صرف په نوم، بلكې په عمل هم ستورى و، چې د علم او پوهې رڼا يې د لر او بر نه علاوه په ټول المان كې خوروله. زه چې كله المان ته لاړم، نو ستوري صيب او د هغه كورنۍ موږ ته ډېره مينه راكړه. د هغه مرګ ډېره لويه الميه ده، خو انسان چې كله پېدا كېږي، نو ورسره دا خبره تړلې وي، چې واپس به فناه كېږي، نو هاغه د شاعر خبره چې:

چـــــــې پـــــيـــــدا شــــــوې تــــــا ژړل خــــلــــكــــو خـــنــــدا كـــړه

داســـــې مـــــــړ شــــــه چـــــې تــــه خـــــانـــــــدې خــــلــــك ژاړي

نو ستورى صيب په داسې حال كې لاړو، چې خلك يې د عظمتونو اعتراف كوي. زه يې د كورنۍ له هر غړي سره په غم كې شريك يم.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

استادګلزار عالم

د پښتو موسيقۍ مشهور هنرمند

Ustad Gulzar Alam

Prominent Singer