د پښتنو سفير

زما په نظر خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى په اّلمان كې د پښتنو سفير و. هغه به په المان كې د پښنو ترجماني كوله، هغه په المان كې د پښتون ولس مسئلې، كړاوونه او ستونزې د قلم او وينا په ذريعه نړۍ ته رسول غوښتل او د خپل ولس د وحدت سوچ عملي كول د هغه مرام و.

د ډاكتر كبير ستوري سره زما پېژندګلوي د 1980كال راهيسې وه. هغه په خپلو ادبي، سياسي او ثقافتي دستورو (غونډو) كې همېشه د پښتنو د مسئلو، كشالو او ستونزو اواز اوچت كړى و.

نن سبا چې پښتانه د كومو حالاتو سره مخ دي او كومې ستونزې چې پښتنو ته ورپېښې دي، دا پېشنګوي (وړاندوينه) به ډاكتر صيب د 1982په شاوخوا كې كوله. ددې نه داسې برېښي، چې هغه يو ويښ، باشعوره او د حالاتو په رموز پوهه سياستمدار و.

د كبير ستوري مرګ زموږ د ټول قام پرستانو او لر و بر پښتنو ته يو ډېر لوى زيان (تاوان) دى، خداى دې وكړي چې موږ د هغوى له سوچ او فكر سره وړاندې لاړ شو.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ښاغلى شميم شاهد

ژورنالست ، لیکوال، بيورچيف ورځپاڼه دي نېشن

Shamem Shahid

Writer, Journalist, Chief Editor of “The NATION”