لـوى ستورى

د اتوار ورځ وه، موسم ډېر خوشګواره و او په دې ورځ مې يوولس بجې امجد خان ته ګرين هوټل ښودلى و، چې هلته به راشي، هلته مې له بل چا سره هم وعده وه، خو زه چې صدر ته راورسېدم، په څه شي پسې د يوه دوكان مخې ته ودرېدم، چې له مخې مې حاجي نصير ستورى تېر شو. ما ورپسې غږ وكړو، مخ يې راوګرځاوه. تر روغبړ وروسته مې ورته وويل: صدر بازار د ورځې يوولس بجې او د چا غږ اورېدل او بيا راګرځېدل، څه عجيبه خبره نه ده؟

هغه وويل: ولې د اتوار ورځ نه ده څه، چې صدر تش پروت دى.

ښه حاجي صاحب كله راغلى يې؟ ځانله راغلى يې كه ستورى صاحب هم درسره راغلى دى؟

په دې خبره حاجي نصير خان غلى شو، رنګ يې بدل شو، لكه د ښپو نه يې چې ځمكه تښتېدلى وي، اخوا دېخوا يې وكتل، يو سوړ اسوېلى يې وكړ، ښكته يې وكتل، لاس يې پرمخ راښكه، په تعجب يې وويل:

ولې جنرال صاحب! ته خبر نه يې؟

او چې ما څه ويلو ته خوله جوړوله، بيا يې راباندې يو ډېر بد زېرى وكړ، چې زه هم هك پك او حيران شوم!

_ ولې جنرال صاحب تاسو خبر نه يئ، چې ستورى صاحب وفات شوى.

زه نور پوه نه شوم، چې د غم ددې لوى خبر په اورېدو به زما له خولې څه وتې وي؟ څه به مې ويلي وي؟ ده له به مې د ډاډ خبره كړې و ي كنه كه رشتيا راباندې وايې، همدومره مې ياد دي، چې حاجي نصير ته مې غېږ وركړه او تر ډېره مې په غېږ كې نيولى و.

خو د هغه زړه داسې سورى شوى و، چې زما په دې تسلي به د هغه څومره سود شوى وي؟ ما ترې د بېدار ستوري پوښتنه هم ونكړه، دى رخصت شو زه د وعدې ځاى ته ورغلم. امجد خان په هال كې ناست و، زه هم ورسره كېناستم، څه لږه شېبه وروسته بل مېلمه، چې د سرګودهې دى كامران صاحب هغه هم راغى، خو زما طبيعت ډېر خراب و.

امجد خان رانه پوښتنه وكړه: څه چل دى، موډ دې ډېر خراب راته ښكاري. په فون چې خبرې كېدې ډېر برابر وې.

ما ورته ټول حال ووايه، ده بې اختياره وويل: ولې هغه خو روغ جوړ شوى و. ښه اللهج دې وبښي. ډاكتر كبير ستورى خو ډېر لوى پښتون و، ډېر ښه سړى و، ما تا سره د ايران په قونسلېټ كې ليدلي وو. تاسو چې ورسره زما تعارف وكړ. بيا تاسو له بل چا سره په خبرو بوخت شوئ. هغوى له ما سره ډېره مينه وكړه.

ما ورته وويل هغه د ايران قونسلګري نه ده، هغه د ايران كلتوري مركز دى او موږ د رحمن بابا سيمينار ته تللي وو. بيا د دنيا په خبرو سر شو، ځكه چې يو د بل له غمه نه مري او هسې هم د انسانانو دا زړونه جنګونو، بمونو، مرګونو او وينو تويېدو داسې كلك كړى ، لكه د غوښې په ځاى چې په زړونو كې تېږې پرتې وي. هغه څه لږه شېبه درد، هغه خپګان، هغه احساس، هغه بيا نه وي، بيا انسان په خپل ژوند او خپلو كارونو پسې روان شي. هرڅه هېر شي.

بيا څو ورځې وروسته زه چېرته لاړم. هلته يوه غرمه حاجي طفيل صاحب مېلمه كړم او دغه غرمه د ستوري صاحب سره سره د خادم صاحب، رښتين صاحب، وزير محمد ګل خان مومند، دوست محمد خان كامل مومند، قلندر مومند او د نورو ادبي شخصياتو د خدمتونو ذكر وشو. ډېرې ګټورې او خوندورې خبرې وشوې. هلته حاجي طفيل نور خلك هم راغوښتي وو، چې په هغوى كې يو ډئگر تاريخي انسان او په هره حواله يو رسېدلى شخصيت حاجي محمد اسحاق خان الكوزى و، چې له هغوى سره د هر چا په باب غوره معلومات و. څرنګه چې ډاكتر كبير ستورى په دغو شپو ورځو كې په حق رسېگدلى و، نو ښاغلي الكوزي صاحب يې په ژوند او فن پوره خبرې وكړې، په ځانګړې توګه د هغوى په يوه كتاب (ساپوهنه) باندې.

زه چې بېرته خپل هوټل ته راغلم، قلم كاغذ مې راواخيستل اراده مې وكړه، چې زه هم په ستوري صاحب څه وليكم. كه څه هم د ډاكتر صاحب حق ادا كول او پوره كول ګران، بلكې ډېر ګران كار دى، خو په ډاكتر كبير ستوري ليكل د هغې نه هم ګران كار دى، ځكه چې په ليك كې به د ستوري له ژوند او فن سره انصاف څوك او څنګه وكړي؟ خو بيا مې د يوسفع ا ود بوډۍ د پاغوندې خبره راياده شوه او له ځان سره مې وويل، چې ته هم څو كرښې تورې كړه، معياري نه سهي، خو وليكه، ضرور تر ډېره مې قلم په غاښونو وټكاوه په سوچ كې ناست وم، چې څه وليكم او څنګه يې وليكم. يوه خبره چې ذكر يې بايد وكړم او هغه دا چې د ژوند ډېرو تېرو مصروفياتو رانه د ادبي دنيا لارې وركې كړي دي. د هغې ژوند چې واقعي ژوند دى، له ادب او اديبانو سره د تړون لارې رانه وركې شوي دي. اول سياست او بيا حكومت او بزنس رانه قلم د ګوتو اخيستى دى. دا څو كلونه ما يوه كرښه هم نه ده توره كړې. البته شاعري چې كله راباندې راورېږي، هغه په كاغذ زر زر وليكم. بياهغه كاغذ اكثر ورك وي، نو ليك او ليكل ځكه ګران شوي دي او كه په دې ليك كې هم څه كمى زياتى وي، زه د هغې هم بښنه غواړم او بله دا چې ما سره د ارواښاد كبير ستوري د ژوند د حالاتو په اړه هېڅ كتاب نشته او كه دا ووايم، چې ددې موضوع خو څه چگي د يوې موضوع په رابطه هم راسره كتاب نشته، بلكې دلته كه ولټول شي هم د پښتنو كوم كتاب به پيدا نشي.

بيا مې له ځان سره وويل، چې ستورى خو ستورى وي او د ستوري صاحب د ژوند او فن په اړه به دومره علمي مقالې ليكل شوې وي، چې دا ليكنه نظرماتى حساب او بله دا چې كه ددې پېړۍ ادبي تاريخ ليكل كېږي او د پښتو ادب په هكله خبره كېږي او په هغې كې د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري ذكر نه وي، د هغه په ژوند او فن خبره نه وي شوې، نو دا تاريخ به يو نيمګړى تاريخ وي او زه خو صرف خپل احساسات او تاثرات د كاغذ مخ ته رسوم او د پښتو دا لوى ستورى د ليكنې او يادونې محتاج نه دى. هغوى ته لوى اللهج يو لوى مقام وركړى دى، چې دا مقام ترې مرګ هم وانخيستلى شو او مرګ د خپل درانه سيوري لاندې ورك او پټ نه كړاى شو.

مرګ هغه كسان د خپل درانه سيوري لاندې پټ او ورك كړي، چې د (كلواوشربوا) پرته يې په ژوند كې بل مقصد او مرام نه وي، خو هغه چې د ژوند مرام، مقصد او موخه په مخ كې لري، د خدمت جذبه ورسره وي، خادم او خدمتګار وي، مرګ يې د خپل ټول زور او قوت سره هم تر خپل درانه سيوري لاندې پټولاى او وركولاى نشي او هغه ژوندى او جاويدان وي، ځكه چې د قلم خاوند وي، د خپلو خلكو خپلې ژبې، خپل ادب، خپل كلتور او فرهنګ يو رښتينى خادم وي، چې په دې سلسله كې د يوه خدمتګار قلموال او د ادب او سياست د يوه سرخېل ډاكتر كبير ستوري نوم هم د ستاينې او يادولو وړ دى، چې د خپل ژوند ډېره برخه يې خپلې خوارې خو وياړلې پښتو په خدمت كې تېره كړه. د ادبي او فرهنګي خدمتونو سره سره يې ډېر ملي خدمتونه هم كړي دي، چې تل به په وياړ سره يادولاى او ستاېلى شي.

د هغوى فن دومره لوى دى لكه پخپله كبير ستورى او د هغه نرم مزاج د خدمت يوه جذبه د پښتو او پښتنو سره لېونۍ مينه دا ټولې داسې خبرې دي، چې د شخصيت خاوند ته نور شخصيت هم وركوي او دې ټولو خبرو او خداداد صلاحيتونو ستورى صاحب دومره وځلاوه، هسك كړ او د خلكو د زړونو تل ته يې كوز كړ، چې نور خو پرېږده، چې شايد د كبير ستوري صاحب د تصور نه هم لوړه خبره وي.

خو زه به دا ووايم چې دا د ډاكتر كبير حق و، بلكې له دې لا د ډېر درناوي حقدار او مستحق و.

زموږ د پښتني ټولنې ژوند په همدغسې انسانانو پورې اړه لري. كومه ټولنه چې د كبير ستوري په څېر شخصيات نه لري، هغه ټولنه او خلك ژوند نه لري. هغه خپله پېژندګلوي نه لري، خپل تشخص نه لري او زه به دا ووايم، چې هغوى تاريخ نه لري او كله چې تاريخ د يوې ټولنې په باب قضاوت كوي، د هغې اتكاه په علمي شخصياتو وي او كه د كبير ستوري په څېر د ادبي هستې نه وي، نو نن به د پښتو او پښتو ادب څه حال واى، خو دا د دوى او د دوى په څېر د نورو ادبي هستيو هڅې دي، چې پښتو او پښتو ادب په نړېوال كلي كې هسك سر ولاړ دى.

پښتو او پښتانه بختور دي، چې اللهج ورته داسې مېنان وركړي، چې سارى نه لري، ثاني او مثال نه لري او دا ټول د وياړ او ستاينې وړ دي او په پاى كې د ډاكتر كبير ستوري د زړه د تل دا خبره:

چـــې پـــښــتــونـــخــوا تــه پســـــرلـــى د پــښتونـــوالـــې راوړي

پــه زړه كــــې ســاتـــه، پـــام د ســــــتــوري پـــه غـــزل بـــه كـــوې

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

جنرال عبدالصمد مومند

لیکوال ، شاعر

General Abdul Samad Momand

Poet, Writer