يوه قامي اثاثه

خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى زموږ يوه قامي اثاثه ده، ځكه چې هغه په يو وخت د نړېوال ژوند نه هم خبر وو او د خپل ولس د ژوند مسئلو سره هم اشنا و. هغه د نفسياتو ډاكتر و، ځكه نو د قام په نبضونو پوهېده. داسې شاعران ډېر كم دي، چې د قام په نفسياتو هم پوهېږي او د شاعرۍ په رموز هم پوهېږي.

زموږ په ادب كې لوى كمى د مطالعې او زده كړې نشتوالى دى. د يو داسې عالم او پوه مشر مرګ يو قامي نقصان دى. موږ چې پرې هر څومره خپګان وكړو نو كم دى. ضرورت ددې خبرې دى، چې د ډاكتر كبير ستوري د فكر د خورونې دپاره عملي كار وكړى شي. داسې په د هغوى روح ته سكون ورسي.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ډاكتر ياسين اقبال يوسفزى

ليکوال ، شاعر

Dr. Yaseen Iqbal Yousafzai

Poet, Writer