كبير ستورى

ارواښاد كبير ستوري سره زما فقط يو ملاقات د ښاغلي لايق زاده لايق په وساطت په كوهاټ چهاوڼۍ كې په مارچ 2006 كې شوى و. ولې د هغه د نوم او كار نه د ډېرې مودې راهيسې واقف وم.

كبير ستورى د خپل نوم په شان واقعي چې لوى ستورى و او د هغه د نوم او كار برېښنا او رڼا په عالمي سطح خوره وه او ترڅو چې پښتون او پښتو ژوندۍ وي، د ستوري صيب ځلا به جاري وي. ستورى په پښتون قوم او ژبه دومره مَېن و، چې په جرمني او پښتونخوا كې به يې هر هغه ځاى ته ځان رسولو، چرته به چې د قام او ژبې خبره كېدله.

د ستوري صيب بې لوظه خدماتو نتيجه ده، چې نن د دنيا په ګوټ ګوټ د وېپباڼو او اليكټرانك ميډيا په بركت د پښتو ژبې د مئېنانو تعداد زيات شوى دى او د خوند خبره دا ده، چې په اروپايي او لويديزو هېوادونو كې مېشت پښتون نسل نن په خپله ژبه، قام او پښتونولۍ فخر كوي. ستورى صيب نشته، خو د ستوري صيب رڼا به تل تر تله د پښتو او پښتون دپاره لكه د لارې مشال بلېږي.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

فيروز اپريدى

ليکوال ، شاعر، د نړيوال پښتون فاونډيشن مشر ، د پاك پښتو ادبي ټولنی مشردوحه، قطر

Feroz Khan Afridi

Writer, Poet, Chairman of Pak Pokhto Adabi Tolana (Doha-Qatar), Chairman of World Pashtoon Foundation