د ساپوهنې او پښتونولۍخان

زه ډاكټر ماما د ساپوهنې او پښتونولۍ خان ګڼم. په پښتني ټولنه كې خان د پګړۍ خاوند او وتلى سړى وي. كېداى شي له همدې امله به خوشال خان خټك بابا د پګړۍ سړي په شمار ګڼلي وي.

له نن نه نږدې شپږويشت (26) كالونه وړاندې د كال نولس سوه اتيا (1980) په مۍ كې زه له پېښور نه فرانكفورټ (د هغه مهال لويديز جرمني) ته كډوال شوم. يو څو ورځې وروسته ډاكټر ماما د كولن ښار نه فرانكفورټ ته زما د ستړي مشۍ لپاره راغى. زموږ په ښاېسته ښه كچه اوږده خواله كې، دلته د ډاكټر ماما دوه (2) پوښتنې او زما دوه ځوابونه پام وړ ګڼم: ويې پوښتلم، چې باچا خان څه ويل؟ ورغبرګه مې كړه، چې د باچا خان په وينا:” دا د روس او امريكا جنګ دى.” ويې پوښتلم، چې زه ولې له كابل نه پېښور ته لاړم او بيا د يوې مياشتې په اوږدو كې له پېښور نه جرمني ته كډوال شوم؟ ورته ومې ويل، چې له كابل نه مې تن خلاص كړ او له پېښور نه مې سر (دا هغه مهال و، چې څه دپاسه شپږ مياشتې وړاندې د كال 1979 په پاى كې شوروي پوځونو په افغانستان يرغل كړى و.)

له نن (24/4/2006) نه اټكل اته دېرش (38) كالونه وړاندې د 1968ع كال په شاوخوا كې ما د افغانانو په يوه غونډه كې كبير جان ته په ناڅاپي ډول “ماما” ووايه. ده هم سم دلاسه په “خوري” ونازولم. دا هغه مهال و، چې موږ له هغې ورځې راهيسې زه يې خورى يم او دى مې ماما دى. كله چې ماما د ساپوهنې ډاكټر شو، ما هم پرېكړه وكړه، چې خپل درناوى ورته په “ډاكټر ماما” وړاندې كړم.

ډاكټر ماما (كبير ميردادخېل ستورى) يودېرش (31) كلونه وړاندې په زېږيز 1975 كال كې د كړنې د ساپوهنې د نړۍ والې ټولنې (انټرنېشنل اسوسيشن اّف اپلايډ سايكالوجي International Association of Applied Psychology) غړيتوب لاسته راوړ.

ما د ډاكټر ماما ستوري درې 3 كتابونه لوستلي دي:” د قلم توره، د هوښيارتيا تله او ژبساپوهنه”. درې واړه كتابونه په پېښور كې د پښتونخوا د پوهنې دېرې له خوا خپاره شوي دي. د هوښيارتيا تله او ژبساپوهنه د ډاكټر ماما هغه پوهنيز كتابونه دي، چې د لومړي ځل لپاره يې پكې ساپوهنه (سايكالوجي) د پښتو ژبې د بډاينې بهير ته ورننوېستلې ده.

زما د معلوماتو له مخې، ډاكټر ماما ستورى په لره پښتونخوا كې لږ تر لږه هغومره اغېزمن دوستان لري لكه په بره پښتونخوا كې چې يې لري. د ډاكټر ماما ستوري دغه سړيتوب د هغه د سياسي سترګه ورتيا غټه ځانګړتيا ښيي. د شورويانو له يرغل راوروسته تر نن پورې شپږ ويشت (26) كلن پير د جاكړ په شان پښتون وهلى دى. ډاكټر ماما ستورى د ملي سياست هغه ګوربت و، چې د لر او بر پښتون د يووالي په كلكوالي يې وزرې غوړولې وې. د قلم توره د ډاكټر ماما ستوري د شعرونو ټولګه ده. په ما باندې يې “يو ټبر” شعر ډېر اغېز وكړ، ځكه په دې شعر كې ډاكتر ماما سياست ته د ساپوهنې چلونه (مينه، خپلوي، هويت) ورښيي:

یــــــو ورڅـــــــې چـــــــــا ويــــــلـــــې

چې اســــمـــان تــه مــــې کتـــلــې

یـــــوه غــــــټـــه وريــــځـــه راغــلـــه

دوه وړې يــــې ښــــــــکلـــــــولـــــې

وړې شـوې غـــټــې کــې غـیــبــې

بیا مې ســـتـرګــــو نـــه لــیــدلــــې

ښکاري دا وې کوچنۍ وريځې

چـې د مـــور غــــېـــږې تـه تـلــلــې

د یـــو کـــــور د یـــــــو ټـــــبــــــر وې

د یـــــو بـــــل نـــــه ځــــــارېـــــدلـــې

چې هم جـنس وي جـمع کــېــــږي

عــــــقـــل کـــلــــــــــــه بــېـــلـــــولـــــې

په وېشلـي پښـتـــون قــــــام يــــې

سـتــوري اوښــکــې تــویــــولـــې


ډاكټر ماما ستورى هغه پښتون عالم و، چې د نظر په كچه ډېر د عمل خاوند و. كه په پېښور كې يې د پښتونخوا د پوهنې دېره توده ساتله، نو په جرمني كې يې د ملي سياست دېره پاللـه. ډاكتر ماما ميردادخېل ستورى د “پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند” (PSDP) مر و او ددې ګوند د بنسټ اېگښودونكو مخكښانو چورليز يې جوړ كړى و. PSDP د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ Pashtoons Social Democratic Party لنډون دى.

كه د شاعرۍ په نړۍ كې په ډاكتر ماما ستوري باندې د اجمل خټك د ګل بڼ وږمه لګېدلې وه، نو په سياست كې يانې د پښتنو د يووالي، خپلواكۍ او سوكالۍ لپاره ورباندې د باچا خان (فخر افغان) د نظر او عمل پېرزوينه شوې وه. پښتو ژبه د ډاكتر ماما ستوري ليلا وه. په افغانسان كې د ملي ټولنې جوړېدل بې له ملي پېژاند (هويت) ناشونى كار دى. ملي پېژاند په پښتو ژبه رامېنځته كېدلى او ټينګېدلى شي، نه په بل څه! په پښتو ژبه كې افغانستان سره كلكه ژمنه خوندي شوې ده. د افغانستان نورې خوږې ژبې دغه تومنه نه لري.

په افغانستان كې د ملي ټولنې د جوړېدلو په اړوند كې، ډاكتر ماما كبير ميردادخېل ستوري هغه لار خپله كړې ده، چې د افغانستان مفكر او فقير وزير محمد ګل خان مومند يې سپارښتنه كړې وه. هغه وزير، چې د كابل ښار په بريكوټ كې يې په يوه خټين كرايي كور كې ساه وختله. په هغه خټين كور كې، چې عبدالعزيز خاورې به د (پښتو ارګ) ګاڼه. د ډاكتر ماما ستوري له بركته، پښتون سوشل ډيموكراټيك ګوند PSDP په يو ډول سياسي دېره واوښت، چې د هر ډول سياسي يا ديني پښتون درناوى پكې كېږي. ډاكتر ماما كبير ميردادخېل ستورى په هډ پښتون، په پرګنه يوسفزى او په ټبر ميردادخېل دى. ډاكتر ماما د برې پښتونخوا د كونړ په تنر كلي كې زېږېدلى و او په جرمني كې يې د 2006 زييږ كال د اپريل په څلورمه نېټه، چې د ګل ورځې سره سمون خوري، له نړۍ سترګې پټې كړې. هسك څښتن دې پرې ورحمېږي.

زه د ډاكتر كبير ميردادخېل ستوري درنې كورنۍ او د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند پاتې مشرتابه ته خواخوږي او تسليت وړاندې كوم. منلى ډاكتر ماما ستورى سترګه ور، زړور او نوښتګر شخصيت و. له هغه نه پښتنو ته ډېر څه په ميراث او ارمان ورسېدل. زما په اند اوس د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند PSDP مسوْليت دى، چې د خپل جرګه مار مشر ارواښاد ډاكتر كبير ميردادخېل ستوري په كړنلارو خوځېږي.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ډاكټر رحمت ربي زيركيار

کره کتونکی،ليكوال، څیړونکی

Dr. Rahmat Rabi Zirakyar

Writer, Researcher