د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري

ژوند، شاعرۍ او اثارو ته يوه لنډه كتنه

شاعر او ليكوال د خپلې ټولنې ترجمان دى. ښه او بريالى شاعر، ليكوال هغه دى چې د ټولنې په نبض او ژبه وپوهېږي، د ټولنې په ژبه وګړېږي. د خپلې ټولنې دردونه تشخيص او د هغې د علاج لپاره درمل تجويز كړي. په ټولنه كې د فساد، ظلم او ناخوالو په وړاندې قلم وچلوي، هغه راوسپړي او ولس بېدار كړي. كه په لنډو ټكو كې ووايو: هنر د هنر لپاره نه، بلكې هنر د ژوند لپاره استخدام او ژوندني مسايل پرې سمبال كړي. كه څه هم په ژوندينه دغسې مستعهدو او ملتزمو ليكوالانو او شاعرانو ته د خلكو پام نه وي، خو كله چې د مرګي سيلۍ يې قلم له ګوتو پرېباسي، نو بيا د خوشال خان دغه خبره رښتيا شي:

د خــوشــال قــــدر كـــــه اوس پـــــه هـــــېــــــچــــــا نـــه شـــــــتــــه

پس لــــه مـــرګــــه بـــه ئـــــې يـــــــــاد كــــا ډېــــــــــر عــــــــالـــــــــم.

خبره نن د هغه شاعر كوو، د چا چې مينه پښتو، وينه پښتو، وينا پښتو وه. ښكلي يې هم پښتانه خوښېدل، د شاعرۍ پوده او تنسته يې هم ټوله پښتو، پښتونولي وه. دا شاعر ارواښاد ډاكتر كبير ستورى دى، چې له نن څخه 64 كاله وړاندې د 1321ل كال د وري د مياشتې په (17) نېټه د كونړ ولايت د خاص كونړ ولسوالۍ د تنر په كلي كې يې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

دى د لعل محمد خان زوى، په خټه ميردادخېل يوسفزى دى. لومړنۍ زده كړې يې د خاص كونړ په لومړني ښوونځي او د كابل د رحمان بابا په لېسه كې، لوړې زده كړې يې د جرمني د فرانكفورت، كولن او د ماربورګ په پوهنتونونو كې د ارواپوهنې په څانګه كې د دوكتورا يا Ph.D تر كچې بشپړې كړې.

له 1975ع كال راپدېخوا د كړنې د ساپوهنې د نړېوالې ټولنې غړى و. ستورى د پښتون سوشل ډيموكراټ ګوند مشر او ددې ګوند له بنسټ ايښودونكيو مخكښانو څخه و. دده د وينا له مخې د شاعرۍ په نړۍ كې يې تر ټولو زيات د اجمل خټك نه الهام اخيستى او د پښتنو د يووالي، خپلواكۍ او سوكالۍ لپاره ده ته د باچا خان نظريو ژوند وربښلى دى.

ډاكتر كبير ستورى د 2006 زېږدي كال د اپريل په څلورمه نېټه په جرمني كې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې كړې او په خاص كونړ كې د خپلې پلرنۍ هديرې په غېږ كې خاورو ته وسپارل شو. روح يې ښاد او ياد يې تل.

ارواښاد ستوري په خپل علمي او فرهنګي ژوندانه كې لاندې اثار په ميراث پرېښي دي:

1_ وېره : (د ارواپوهنې په رڼا كې د وېرې نظري پېمانه او درمل)، جرمني، 1994ع.

2 _ ژوندي خيالونه، (شعري ټولګه)، پېښور، 1997ع.

3 _ د قلم توره ، (شعري ټولګه)، پېښور، 1999ع

4 _ د هوښيارتيا تله، (ارواپوهنه)، پېښور، 2000ع

5 _ ژبساپوهنه، (ارواپوهنه)، پېښور، 2000 ع

6 _ سندريز پېغام، (شعري ټولګه)، پېشوگر، 2000 ع

7 _ د هوښيارتيا كلتوري بې پلوه تله (ارواپوهنه)، پېښور، 2004ع

8 _ د پېدايښتي بڼو د هوښيارتيا تله، (ارواپوهنه)، پېښور، 2004ع

9 _ خوږې مسرۍ، (شعري ټولګه)، پېښور، 2006ع

د ارواښاد ستوري شاعري ټوله د پښتو او پښتونولۍ په خم كې رنګ او په دري اصطلاح د شاعرۍ ټول تاروپود يې پښتني دى. دده د شاعرۍ بله ځانګړنه رواني او سلاست دى. تعقير، ابهام او پېچلي كلمات او الفاظ نه لري. ساده او روان لفظي انځورونه ترسيموي. د افادې ژبه يې فصيحه ده، بې ځايه به نه وي كه ووايو: هغه څوك چې څه ناڅه سواد ولري، دده د اشعارو په مضمون او محتوى پوهېداى شي.دده اشعار د فورم او شكل له مخې د غزل، څلوريزې او ترجيح بند په فورمونو كې ويل شوي دي او يوه نيمه قصيده هم دده په شعري ټولګو كې موندل كېږي.

ارواښاد ستورى پر پښتو او پښتونولۍ سربېره د مينې او محبت شاعر دى. په مينه كې د انسان نېكمرغي نغښتې ګڼي او عبادت ته د مينې نوم وركوي. په رښتيا هم انسان يوه خاصه مينه د اللهجل جلاله عبادت ته اړ باسي، چې پايله يې په همېشنيو نېكمرغيو كې ډوبېدل دي. دى وايي:

مـــحـــتـــاج كـــلـــه د انـــســان د زيــــــار زحــــــــمــــت دى

بـــــې نــــــــيـــازه دى د خــــــداى بــــې شـــان قـــدرت دى

عـــــــبـــادت د مـــــيــــــــــنــــــې نــــــــوم دى دا مـــنـــــــــمــــه

نـــېـــكـــمرغـــي د انـــســـان مـــيـــنـــه مـــــحـــــــبـــــت دى.

همدارنګه متقابل احترام او درناوى هغه څه دى، چې د ټولنې راشه درشه، اړيكې او ورورولي پرې ټينګېږي، كركه او نفرت كموي. د تربګنۍ او دښمنۍ په اور اوبه اړوي او د ټولنيز ژوندانه مهم اصل دى. دې اصل ته داسې اشاره كوي:

راپـــاتــــــې لـــــــــه لــــــــــويــــــــانــــــــو دا پــــېــــــــغــــــام دى

چـــې د بــــل پــــه درنــــاوي كــــې درونــــــد مـــــقــــام دى

كــــه نــــظر دې خــــپـــل اوچـــت ســـاتـــې نـــو پــــوه شــــه

چـــــــې لازم د بـــــــل نـــــــــــــظـــــــــر تــــه احــــــــتـــــــرام دى

ارواښاد ستورى هدف ته په رسېدلو كې عمل او جراْت ته ترجېح وركوي، نه خولې او وينا ته. ځكه وينا هغه وخت وزن پيدا كوي، چې د عمل په كاڼي وتلل شي. د انسان د برياليتوب راز د هغه په جراْت، عمل او تحرك كې نغښتى دى. كه زمرى بې تحركه شي، نو بيا خو خلك په حقه د پروت زمري نه ګرځنده ګيدړه ښه ګڼي. دى وايي:

لږ د نشت نه ډېـــر دي كــــه ټـــول نـــه وي لـــږ بـــه تـــل كـــوې

رســــــې بــــه مــــنـــزل تـــه چـــې ولاړ نـــه يـــې مــــــــزل كــــــوې

غېږ ته د جانان ورتله جراْت عمــل خـــوځــښـــت غـــــواړي

هسې په خـــولـــه نــه شـــي چــې پـه خوله ورته ورتلل كوې

خو له دې سره سره كه سړى خپل مقصد ته ونه رسېږي، شاعر په مقدراتو او ازلي برخه باندې پوره معتقد دى او وايي:

يــــو ويــــــل پـــــــه ټــــــــــنــــډه ده پــــــه مـــــــنــــــډه نــــــه ده

بــــل ويــــــــل پـــــــــه مـــــــنــډه ده پــــــــه ټــــــــنــــډه نــــــه ده

ســــتـــوري ويــــل مــــاتـــه خـــو دا ســـــمـــه بـــرېـــــښـــي

پــــــه دواړو ده پـــــــه يــــــو كــــــې غـــــــونـــــــــډه نـــــــه ده

يوه بله خبره، چې ډېره د پام وړ ده، هغه دا ده چې ډاكتر ستورى په مسلكي لحاظ د اّرواپوهنې متخصص و او په جرمني كې اوسېده. دى په دې پوهېده، چې محيطي عوامل د ماشومانو په شخصيت جوړونه كې څومره رول لري؟ په لويديځو هېوادونو كې كورنى نظام څنګه دى؟ كوم افغانان چې هلته تللي د دوى ماشومانو خپله ژبه، كلتور او پښتني خصوصيات تر كومې كچې ژوندي ساتلي دي؟ دې موضوع ته په پاملرنې سره دده له لاندينيو بيتونو څخه داسې څرګندېږي، چې په دې برخه كې يې خپلو اخلافو ته هم تشويش درلود، ځكه وايي:

رنــــګ بــــه د پښـــــتـــو مـــيـــــــــنـــې تــــــــه وركــــــــړمــــه

دا پـــردېــــــس بــــچـــي بـــه خـــــپـــل راخــــــپــــل كــــړمـــه

پــــوهـــه بــــه “پـــوهـــيــال” ســـره مــــلـــــګـــــــرې كـــــــــړم

پــــــــت بــــــه د “پــــتــــوال” د پــــټــــــكـــــــي ول كـــــړمــــه

تـــل خـــــــــو بـــــــه خـــــــــاطـــــــر د “خـــاطــــــــــرې” كـــــوم

“ښـــــكلـــې” رانــــژدې شـــه چـــې دې ښــــكــل كـــــړمـــه

خـــيـــال بـــه پـــه “ســـــومــــا” او پــــه “هــــمـــا” ســــاتـــم

پــــوخ بـــه پــــه “يــــمـــا”، “ســـنـــګـــر” مــــورچــل كړمه

دې پـــــــردي وطــــــن كــــــې چـــــــې پــــــــردي نــــه شـــــي

پــــــــام بــــــــه پـــــــــــه روزنــــــــــه د “ايــــمـــل” كــــــــړمــــــه

د ارواښاد ستوري په شاعرۍ كې د اجتماعي او اخلاقي روزنې درسونه هم شته، چې ټولو خلكو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته ډېر ارزښتناك دي لكه دا وينا يې:

د بـــــــــــــــــــل زړه ازارول چـــــــــــــــــــاره خـــــــــــــطــــــــــا ده

خـــــــو ازار د مـــــــــور و پــــــلار لـــــويــــــــه ګـــــــــنــــــاه ده

چــــــې ازار د مــــور او پـــــلار وي څـــــــــــوك وهـــلـــــى

د بــــخـــت ســـتــورى يــــې تـــــورتــــم وي دا رښتــيا ده

او يا دا:

تــېر چـــې شــو تاريــخ شــــو خـــيـــال د نــن او د ســـبــا كوه

هـــــر كار د مـــلـــګـــرو او مـــشـــرانــــــو پـــــــــه ســــلا كــــوه

پـــام كــــوه پـــه نـــوي كــــول چـــې دا ګـــلان تــالا نـه شي

هــــرڅــــه چـــې كـــوې ســـوچ د ژونــدون د پرمخـتيـا كوه

په انتقادي برخه كې هم شعرونه لري، چې لاندې بيتونه يې د بېلګې په توګه راوړو. په دې بيتونو كې په هغه ځانساتو پښتنو چې په رسمي او دولتي منصب كار كوي، خو د پښتو ژبې د تعميم او ترقۍ په غم كې نه دي، داسې اشاره كوي:

ګـــنــاه د بـــل چــــا نـــه ده دا زمـــوږ خـپـلـه ګــنــاه ده

پــښــتو، پــښــتـونــولۍ تـه اړولــې چې مو شاه ده

پښتو تش ژبه نه ده دا د ژوند ښـكلـى قانون دى

پښتو او د پښتون تــورو كې ښــه لـويـه مــانـــا ده

او يا دا:

مـــوږه پـــښـــتـو نـــه ده پــالــلـــې مـــلامــت خـپـــــلـــه يــــــو

له خپل دفــتره مـــو وېـــســتـلـــې مــلامـــت خـــپـــلـــه يـــو

واكـــمــن په وينه پــښـــتانـه دي خــو پــښـــتو نـــه كـــوي

نـــه يـــې لــيـــكـلــــې، نـــه ويــلـــې مــلامـــت خــپــــلــه يــــو

د ارواښاد ستوري د علمي او فرهنګي شخصيت په ټولو ابعادو باندې خبرې كول ددې لنډې تنګې يادونې له حوصلې وتلې خبره ده. زه هيله مند يم، چې په راتلونكي كې به زموږ ښاغلي قلموال ددغسې علمي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې او درناوي په لړ كې پر دوى ډېر څه وليكي. زه د خپلې ليكنې لمن دده په لاندې بيتونو رانغاړم:

دا دســـتـــور دى چـــې لــــومــــــړى پــــېـــژنــــــد د ځـــــان شـــــي

پـــس لـــه هــــغــې بـــــــيــا پـــــېـــــــژنــــد د نــــور جـــــــهــان شـــي

چــې پــخــپـــلـــــه پــــښـــــــتــــو ژبــــــــه لــــــيـــكـــل نــــــه كــــــړي

دا لــيــكــــوال دې د نــالــــــوســـــتـــي نــــــه قـــــــربـــــان شـــــــي

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

معاون محقق وجيه الله شپون

ليكوال، څېړونکی، د علومو اكاډمۍغړی، د دوه میاشتنۍ « ستوری » مجلی سلا کار

Wajiullah Shpoon

Prominent Writer, Researcher