د پښتونخوا د اسمان

دا “ستورى” هم د نظره شو!!

پــــښــتــونولي د ژونــد بــنســـټ دى ســـتــورى وايـــي پــه جـار

د ژونــد تــيــــارو كــــې پـښــتــونـــوالـــه ســـبـــاوون دى زمـــوږ

ډاكتر ستورى يادوو، هو! د پښتون قومي وحدت غوښتونكى او پالونكى، د پښتنو د سوشل ډيموكريټك ګوند (PSDP) مشر، د فخر افغان باچا خان د لارې تعقيبونكى، ډپلوم ساپوه Diplom-psycholigist، د پښتو ژبې وتلى ليكوال او نشنلسټ (Nationalist) شاعر ډاكتر كبير ستورى په دې نږدو كې د پښتنو د وياړلي اسمان له غېږې د مرګي په تېره غشي پېيلى راولوېد.

اروا يې ښاده او ياد يې تل

دلته په دې ليكنه كې زه نه غواړم، چې د “ستوري” ژوند ليك په خپلو كرښو كې ځاى كړم، ځكه چې يو خوا د “ستوري” د ژوند د شپو او ورځو په باب كافي مواد پښتو رسنيو په خپله غېږه كې رانغاړلي دي، نو بل خوا به دا هم زما لپاره ډېره حېرانونكې خبره وي، چې زه دې لا اوس هم زما پښتون زما د “ستوري” له ژوند او مبارزې نه خبر كړم. د ډېر تاسف وړ خبره ده، چې تراوسه پورې زما پښتون د خپل ستورو، لمرونو او مشالونو ادراك هم ونشوى كړى.

موږ د خپل ادب او سياست په يوه داسې تندروهلي څنډه كې ورتمبرلې شوي يو، چرته چې موږ ته زموږ ستوري، لمرونه او مشالونه هډو په نظر نه راځي. زموږ وياړلى اسمان له تېرو څو لسيزو نه د ستورو، لمرونو او مشالونو د ساتنې او ځلونې رسم پرېگښودلى دى. دلته له اسمانه ځمكې ته د پوهې، ترقۍ او سوكالۍ سوغاتونه، نه اوري، دلته له اسمانه ګلونه، نه اوروي، دلته د باران څاڅكي له وينو نه جوړوي او پښتانه يې د “في سبيل الله جهاد” په لړ كې د “جام شهادت” په نامه څښي. دلته د زمكې په سر د بارودونه او بېدونكې وصل ښكاري، چې سحر ماښام يې په وينو خړبووو او د وطن په روزنيزو او تربيتي مركزونو كې د هېروئن او كلاشنكوف كلچر زور او شور دى. د استعماري مقاصد د حصول له دې تورې فضا نه زموږ داسې بلد ستوري، لمرونه او مشالونه لكه د “ستوري” د جرمني غوندې ښارونو په رنګينو ماښامانو كې ورك دي، ددې ستورو، لمرونو او مشالونو نشتوالى نن موږ په خپل كنډركنډر وطن د پښتنو ددې ټپې په مصداق محسوسو:

څـــــــــوك پــــــــــه رضـــــــــا د مــــــلــــــــــــكـــــــه نـــــــــــــه ځـــــــي

يــــا ډېــــر غــــريـــــب شـــي يــا د يـــار لــــه غـــمـــه ځــــيـــنــــه

د تېرو څو لسيزو په جريان كې كه مو يو خوا ګران افغانستان د پرديو استعمارچيانو او د هغوى د تالي څټو په خوني لاسونو كې رغړېده، نو بل خوا ددې تورې فضا په ادراك موږ د خپل سياست او ادب داسې خاكې د نړېوالو مخ ته راوښكلې، چې نن يې هم سياسي او ادبي څېړونكي د حرف اّخر ماخذ او حوالې په توګه كاروي. د نړېوال استعماريت او د هغې د تالي څټو په ضد چې موږ كوم ادبي او سياسي مقاومت د قدم او قلم په زور مخ په وړاندې بوولى دى او يا مو د تعميري فكر او عمل كوم حقيقت له رواياتو او جذباتو نه د يو انتقادي او جمهوري رويې په توګه وړاندې كړى دى. ددې اعتراف به زرغون پوشي او د هغوى مست باداران خداېزده په كومو سترګو كوي؟ د حالاتو د جبه د تورې سايې نه لاندې، چې د باچاخاني فلسفې سپرغۍ له كومه وخته راژوندۍ شوي دي، نو ددې سپرغو په مجسمه حالت كيې موږ ډېري داسې څېرې وموندلې، كه يې د دنيا دروغجن موْرخ له تاريخ نه وېستل هم وغواړي، نو يې هم د دوى پلار نشي ترې وېستلى، ځكه چې د سورپوشي مبارزان د تاريخ ليكنې مركزي خيالونه او ډېر ستر څپري جوړوي، دې مبارزانو له پښتني غرور او جذبې نه ډك سرونه د سماجي يرغلګرو له يرغلونو سره جنګولي دي او د محكومو قومونو د لارښودنې لپاره يې له خپلو سپېڅلو وينو نه مشالونه بل كړي دي.

ددې غرور او جذبې په صف كې د ډاكتر كبير ستوري د فكر او عمل سپرغۍ هم د پښتون وطن سوړ انغري او مړو اېرو ته سر له بېرته نوى ژوند وركوي او د خدايي خدمتګارانو په نومونو كيې د خپل نوم يوه داسې اضافه كوي، چې تر ابده په زرينو حرفونو ليكل كېږي. “ستورى” د مرګ تر بريده په خپل دريځ او نظريې ټينګ پاتې شو. زموږ په وطن كې د لارې بدلولو رسم ډېر قوي دى او له اسمان سره غږېدونكي دعوېداران دلته پر ځمكه له خپلې ژمنې سره ذرې ذرې شول او بيا يې د ننګ او پت لاره تعقيب نه كړه، ځكه چې ننګ او پت پالل يوه بېله فلسفه ده، دا د ټينګ او كلك هوډ خلك غواړي. دا هسې د چترال او بولان د نعره بازو او دعوېددارو كار نه دى.

ډاكتر كبير ستوري تر مرګه د باچا خان او د هغوى د پېروكارانو تاييد او تاكيد وكړ او هلته له وطنه ډېر ليرې د اروپا او امريكا په ماښامونو كې يې ددې فلسفې مشالونه ورپول او ددې ځانګگړي نظريې څپركو ته يې عملي رنګونه ولټول.

د “ستوري” همخيال ملګرى خان لالا محمد افضل خان ليكي:

” ستورى په ونه لوړ نه وو، خو په عزم او ارادو د تاترې ډېر دنګ او اوچت وو. د “ستوري” د رڼا يو اړخ نه وو، بلكې هر لوري او هر اړخ ته د هغه د رڼا پلوشې خوري وې. په علم او پوهه كې پي.ايچ.ډي وو او هغه هم په ساپوهنه (Psychology) كې شاعر وو، اديب وو، ژورنالست وو، ليكوال وو او د ټولو نه زيات بې كچه قام پرست وو، په رښتيا چې كبير “ستورى” وو.”

هو! د “ستوري” د ترقي پسندانه او قوم پرستانه رويې او جذبې درك كول په يوه داسې ټولنه كې زښت زيات اړين برېښي، چرته چې رجعت پرستو او نجويانه روشنفكرانو د انساني تخيل او تجسس دروازې د خان، ملا، نواب او سردار په قصيدو او رودادونو تړلې وې. موږ كه د خپلې ټولنې طبقاتي اړخونه وڅېړه، نو د ګوتو په شمېر څو اديبان به پيدا كړو، څوك چې دې د روڼ اندۍ او ترقي پسنديت مسوْليت په ښه توګه اجرا كړي. موږ د خپل ژوند مقاومتي او ترقي پسندانه ګامونه په ډېرو سختو حالاتو كې اوچت كړي دي، خو بدمرغانه دوى مو لا اوس هم د همت او شجاعت اعتراف نه كوي او په اّمرانه لهجه مو “قومي شاعران” بولي.

هو! ددې “قومي شاعرانو” كرښه كرښه، شعر شعر او كتاب كتاب زما قومي ژوند ژواك نښې نښانې، يادونه او وياړونه دي، “ستورى” دا حقيقت داسې په ګوته كوي:

څـــوك د لـــيــلا مــيــنــه كــې دار تــه ځـــي پــه دار ورخـــېــژي

څوك تش په خولــه اظــهــار د مـــيـــنـــې هـــم كـــولـــى نه شي

څــوك بــه څــه وي، څــه بــه كــوي دا بـــه هـمـــدلــتـه پرېـــږدو

ســـتــورى پــښـتون دى، له پښتو، نه تــېــرېــدلــى نــه شـــي

د وياړ شمله مې اجمل خټك د ډاكتر كبير ستوري د كتاب “ژوندي خيالونه” په سريزه كې ليكي: “زموږ دا ستورى د كونړ د طبيعي ښكلا د لمنې نه د جرمني د صنعتي تمدن دغه غور فضا ته رسولو كې يې د يار د غم ډېره برخه ده. البته يار يې هېواد دى، ځكه يې نن ټول ژوند يوه داسې روښانه هنداره ده، چې پكې دده د زړه، ذهن، فكر او عمل هر اړخ كې د وطن مينه او د ملت درد جوت او تود ښكاري”.

د “ستوري” دا يار (افغانستان) او د قومي وحدت د حصول انګازه يې د يوويشتمې پېړۍ په درشل كې د خپل ځان په هكله سوال راپورته كوي، نو د نويو حالاتو له خولې نه يې ځواب ډېر قانع كوونكى او مثبت ښكاري. دا د نړېوالو ځواكونو رحم او كرم هرګز نه ګڼم، بلكې دا زما د خړمخو پښتنو د وينو، جېلونو، كړاوونو او قربانيو پايله ده. دا به د هغه دريځ تسلسل وګڼم، چې د ستوري د لوري ملګري اجمل خټك په “پېغله” نومي نظم كې وړاندې كړى دى:

شـــــهـــــيـــده خــــــور دې د ســــوري ســــوري ټـــــټــــر نـــه قـــربـــان

چـــې پــــرې اســــــونـــه دنـــګـــــــېـــــدلــــي هــــغــه ســـر نــه قــربـــان

خــدايــه ســپـرلى كــړې چــې دا ســرې ويــنــې ګــلــونــه شــي بيا

د خـــوېـــنـــدو مــېــنــدو لــوپـــټـــې ســـره نـــشانـــونـــه شـــي بــيــا

د خوېندو، مېندو له لوپټو نه كه نن د انقلاب سره نشانونه جوړېږي او يا د شهيد په سوري سوري ټټر او چكنېدلي سر كې د سبا د ستوري زېرى ښكاري، نو ټول مې د مزاحمتي ادب او سياست په بركت دي، د سبا د ستوري دغه نظاره د “ستوري” يو ستر ارمان وو او د “قلم توره” نومي كتاب كې يې داسي ځنګوي:

ما تــــورو تـــيــارو كــې د ژونــــدون څـــراغ بـــل كـــړى دى

اوســــمــــه پـــه غــرونـــو كـــې د غـــرو د ســــــر رڼـــــا يـــــمــه

قــــام تــــه مـــــې د ســولــــې، اّزادۍ پــــېـــغـــام راوړى دى

زېـــرى د ژونــــدون يــــم، رڼــــا ســــتـــورى د ســــبـــا يــــمــه

د پښتون قومي وحدت ارمان اوس هم له كابل نه د راپورته كېدونكي پخواني غږ “اى د سبا ستوريه! كله به راخېژې ته؟” په مصداق ښكاري. كه پرون د ملنګ جان غوندې عظيمو شخصيتونو د قومي وحدت حصول ته ځواني لوګى كوله، نن يې د ستوري غوندې سترګور او بې باك پښتانه ددې ارمان په يرغل ذرې ذرې د ګور غېږې ته ورلاهو كړي دي. د ډيورنډ تور ښامار يوازې زموږ تر ميان د بېلتون يوه استعماري كرښه نه ده، بلكې دې ښامار زموږ ډېر پلرونه خوړلي او د استعماري لړمون تود دوزخ يې پرې سوړ كړى دى. اوس هم پرې د پنجاب محافظ تازيان قظار ولاړ دي او د امريكې د بلېك مېل كولو لپاره “ما” استعمالوي. كه د ډيورنډ د هغې خوا “اّزاد” دى او كه ددې خوا “محكوم” دى، دواړه په پردۍ لوبه كې سر خوري او بيا د خپل لاس په توره تويې كړې وينې د “جام شهادت” په نامه څښي. له دې ستر ناورين نه ښه څرګندېږي، چې زما حيثيت اوس هم په دې دواړو هېوادونو كې د “ورور” نه دى، بلكې لا د اّقا او غلام په حيث خپل مړ ژواندى يون مخ په وړاندې بيايم.

هلته مو بادارانو او “اهين ډوله” خلكو د پښتنو په وژلو پسې د تعذيبي يرغلونو توري رااخيستي دي او دلته مو د اې.وي.ټي خيبر غوندې پردي پېشوګان قرار ته نه پرېږدي. اّن دا چې د ستر ملنګ جان د ننګ او غېرت پوښلې ترانه په نورو نورو جامو كې خپروي او پښتانه تش د خوش فهمۍ په دې ګنده ګي كې لاهو دي، چې ګواكې پنجاب يې د دوى د پښتو په غم نيولى دى او په دې خاطر يې خيبر چينل پرانېستى دى، خو د خيبر له نشرياتو د ملنګ جان ترانه څه داسې راځي:

دا زمــــــــوږ زيــــــبــــا وطـــــن، دا زمـــــــــــوږ لــــــيـــــلا وطـــــن

دا پــر مـــوږ ډېــــر ګـــران دى، ښـــكــلـــى پــاكــســـتـــان دى

“ستوري” لا ډېر كلونه وړاندې ددې ډول خدمت سره مخالفت ښودلى و، ځكه “ستورى” پوهېده، چې دا خدمت په خندا او لوبو كې له سړي نه كالي وباسي. د “ستوري” د قومي خوددارۍ او خودۍ احساس په دې لاندې دوو شعرونو كې ډېر څرګند ښكاري:

د بـــل پــــه مُـــــټــــو كـــــه لـــويـــېــږم هـــډو لـــوى دې نه شم

پـــښـــتــون زلــمــى يــم زه د خــپــلــو مُــټـــو زور خـــوښـــوم

د پــــردېــــســۍ د ژونــد مـــاڼـــۍ كـــې ګـــلان كـــلـــه كـــرم

زه كـــبـــيــر ســـتــورى د وطـــن د خــټـــو كـــور خــــوښـــــوم


د پښتني درد او ادا په هكله يې دا شعر هم وګورئ :

ښـــــــاېـــســــــــتـــونـــه پـــــه ســـــــجـــــدو درتــه پــــرتـــه دي

چــې دې خـوى كــې د پــښــتــو د ښــــاېــــســــت زور دى


موږ “ستورى” په هر ځاى او هر شعر كې د يو مينه ناك او باجراْته پښتون په حيث، د پښتو ژبې او پښتون قام د ارزښتونو او اداګانو د يو پالونكي په حيث او د يوه داسې بې باك او سترګور انسان په حيث وينو، چې د خپل ژوند او خپلو انساني خواصو، احساساتو او جذباتو اطلاق يوازې او يوازې پر قومي ارزښتونو او شتمنيو كوي. “ستورى” د هغو ملتپالو او ملتيارو انسانانو په كتار كې ولاړ دى، چاته چې پرته له قومي جذبې او قومي رويې نه د نورو څيزونو شتوالى عبث ښكاري. د “ستوري” فكر او مبارزې تيږه د قومي وحدت د حصول ارمان توږي، د هغه په كرښو كې تر ټولو نه زيات د قوم پرستۍ حس قوي ښكاري او اكثره اّن دا چې ټول موضوعات يې ددې حس چاپېره چورلي.

د “ستوري” په شاعرۍ كې كه ډېر ځايونه شعري طبيعي او طبيعي شعري خوند ګډوډ شوى دى، نو د هغې ځانګړې وجه دا ده، چې “ستورى” د تخيل په پنجو كې ډېر حصار پاتې شوى دى او تكنيك پلو ته يې څه زياته پاملرنه، نه ده كړې. زه كه څه هم په شعر كې ددې دواړو څيزونو د شتوالي طرفدار يم، خو له خپل نظرياتي مزي سره Attach هر څيز چې لولم، نو هغه وخت راته يوازې د تخيل سرچينې ډېرې زرينې معلومېږي او دا بل پلو يې له سره رانه هېر وي، خو خير دا زما خپل يو عادت دى، ادبي كره كتونكي يې خداېزده ده په كوم كاڼي تلي؟

“ستورى” هم د تخيل عظمت او بغاوت د بل هر څيز په مقابله كې بريالى ګڼي او بل د هر څيز قيود مني، خو د تخيل په باب د قيود خبره هرګز نه كوي او د خپل خيال څرګندونه په داسې حالاتو كې هم كوي، چرته چې استعماري قوتونه د تخيل په ضبطولو پسې زولنې ګرځوي او د ترقي پسندو خيالاتو د يرغمال لپاره زيار وباسي، خو “ستورى” دا ټولې هڅې او زيار عبث بولي او وايي:

خـــيـــال پـــه بـــاغــي دنـــيــا كــې اوســـي پــابــنــدي نــه مــنـي

عــبــث خـــواري كـــوي چــې خــــيــال تــه زولـــــنــې جــــوړوي

دا شعر يې هم وګورئ:

اّزادي كـــــــــه پــــابــــــــــنــــــــدي وه ســــــــــــتــــــورى وايـــــــــي

مـــا ســـتـــايـــــلـــې خــپــلـــــه ښــكـلـــــې پــښـــــتــونـــخــــوا ده

د قومي وحدت ارمان او ددې ارمان زور په پښتنو رګونو كې له هغه وخته غځونې كوي، له كومې نه چې مو د ډيورينډ تور ښامار ترمنځ غځېدلى دى. موږ چې كله هم د قومي وحدت ټكى په ژبه راوړو او يا ددې ارمان څرګندونه د پاكستاني سياست په نشه كې وركو، هغه تش په نامه قوم پرستانو ته كوو څوك چې وايي :”زه د ډيورينډ لاېن د منسوخولو مخالف يم” نو سمدستي مو سترګو ته هغه رنځور راشي، د پېنځه زره كلن تاريخ اثاثې او وياړونه راياد شي، چې زموږ په دې يوه او متحد كور كې به د غېبت او مېړانې څنګه لوړې لوړې مظاهرې كېدلې او يا به د اوېستا او ويدي تمدن نښې د انسان پېژندنې او كاېنات پېژندنې پر مهال پر كار راتلې.

نن هم موږ ته خپل تاريخ د خپلو دې اثاثو او وياړنو دعوې كوي، نن هم د بوډا پرېكړي سرونه او خرڅې شوې مجسمې د خپل تاريخ شاليد او معتقداتو څرګندونې كوي، خو بدمرغانه نن زما مورخ او زما تاريخ پر پاڼو قابض زورګير دومره دروغجن دى، چې ماته زما تاريخ شكن د بُت شكن په نام راپېژني او دا ټيټې سترګې په ډول ډول نومونو بېرته پورته كوي او زما د قومي ژوند ژواك په سترګو كې داسې خاورې رااچوي، چې كلونه مې بيا اوچت كتلو ته زړه نه شي.

دا ټولې بدمرغۍ موږ د “ستوري” په كرښو، شعرونو او خيالونو كې د يوې مستقلې سكالو په توګه وينو. دستوري د شاعرۍ زياته برخه د قومي وحدت ارمان، د باچاخاني فلسفې افكار او د پښتو مينه تشكيلوي. موږ په هر ځاى كې ستورى د يو دردېدلي او حساس پښتون په حيث وينو، له مينې سره بې كچه مينه يې د لېونتوب او جنون ته دره ښكاري او په دې لوبه كې زښت زيات ځپل شوي هم دي. دا مينه، درد، تكليفونه، پردېسۍ، لفظونه او خيالونه ټول د قومي وحدت حصول ته زنګوي او د خپل دې لېونتوب په هكله ځان داسې رټلى څرګندوي:

كــــشـــكــــــې زه خـــــــو پـــــــــه تــــا نـــــــه وى مـــېــــــن شــــوى

ســـــتـــا لــه غــمــــه مـــــې اوس زړه پــــه ځـــــان خــــوږېـــــږي

باچاخاني جذباتي نعرو او جذباتي خبرو ته هېڅ اړتيا نه لري، ځكه چې دا يوه عملي او علمي نظريه ده او دا د هغو خلكو په ذهنونو كې شتوالى لري، څوك چې د عمل او علم په ډګر ازموينې ته چمتو اوسي، نو پر دې بنسټ ماته “ستورى” يو باعمله انسان ښكاري. د خدايي خدمتګارانو او باچا خان په باب د ستوري قومي عقيدت داسې څرګندوي، چې د هغه دا عقيدت د هراړخيزې مشاهدې او مطالعې نه وروستو راپارېدلى دى. د “ستوري” له دې قسمه نظرياتي شعرونو نه په ښه ډول جوتېږي، چې “ستورى” په بشپړه توګه د باچا خان او د هغو ى د لارويانو په مقاصدو او غوښتنو ښه پوهه و. د “باچا خان لار” نومي شعر كې يې دا حقيقت او ددې فلسفې ضروريات په ډېر ښه ډول راوړي دي او د هغه د عقيدت، مينې اندازه ترې په ښه توګه لږي:

فـــكـــرونـــــه مــې ګــلــونــه شــــول پـــه قــام بـــه يـــې شــيــنــدم

خـــيـــالـــونـــــه مــــې ســــازونــه شـــول نـــغــمـې د ژونــد وهـــم

خــــوږه قــــــامــــي نـــغـــــمــه مــــې شـــروع كــړې ده د ســولـــې

لـــــه زور، زور پــــــيــدا كـــــېـــــږي، پــــه زور كــلـــي نــه كــوم

د زړه د مــيـــــنـــې جـــــوش دى كــــه د عــــــقــــل دلـــــيـــلــونـــه

چــې زور نـــه مـــېـــي نـــفـــرت دى ســــر لـــه ســولــې ځــــاروم

سورپوش يم ستورى وايي سرې جامې مې دي اغوســتـي

پــــه لار د بــاچــــا خـــان بــــه قــــدم ږدم مـــخــــكــــې بــــه ځــــم

دا دوه شعرونه يې هم ددې فلسفې منونكيو او پالونكو ته د ډالۍ په توګه وړاندې كوم:

خـيال مـې زلــمــى دى او پـــه فــكــر كــې مــســـتـــي لــرمــه

د نـــــوي ژونــــــــد پـــه مــــــيـــــو تـــــنـــده مـــــاتــولـــى شــمــه

د خـــوشــــال خــان قــــلــــم او تــــوره كــې هــســـتـــي لــرمــه

د بــاچــا خــان د ســـورپــوښـــانــو دود ســـاتــلــــــى شــــمــه

د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم ډيپارټمنټ چېرمېن ډاكتر شاه جهان سيد د “ليكوال” مجلې (مى 2006) په ګڼه كې د ډاكتر كبير ستوري د سياسي نظريې په هكله ليكي:”

د افغانستان د شخړې له كبله، د زرګونو پښتنو اروپا او جرمني ته د تښتېدلو له كبله، هلته سياسي سحنه بدلېږي او د كبير ستوري تر مشرۍ لاندې د پښتون سوشل ډيموكريټك ګوند بنسټ كېښودل شو، داسې د دوى سياست يو نظرياتي او ګوندي چوكاټ غوره كړ. كه څه هم د “ستوري” خپله سياسي نظريه د باچا خان د فلسفې نه رڼا اخلي او تل به يې په ډاګه ويل، چې زموږ سياسي هلې ځلې د باچاخان د سياسي غورځنګ پرمختګ دى، خو ورسره يې د لوېديزې نړۍ د سياسي سسټمونو ژوره مطالعه هم كړې وه او د ولي خان تر مشرۍ لاندې يې عوامي ګوند NAP او ANP يې د لودېزې نړۍ د سوشل ډيموكريټك ګوندونه سره په نظرياتي توګه نږدې بللو، نو ځكه يې خپل ګوند ته هم د سوشل ډيموكريټك ګوند نامه وركړې وه.

مطـرب يـمـه د سـولـې مسـت د خپـل رباب په شــړنـګ يـــم

ســـــولــه مــې نـــارا ده او د جـــنــګ ســـره پــــه جــــنـــګ يـــم

زه د بـــاچـــا خــــان د ســور پـــوښـــانـــو دود ســـاتــلـــى شـــم

لاره مــــې پـــــښــــــتــو ده، د پـــښـــتــو د لار پـــتــــنـــګ يـــم


ډاكتر ستورى يو دردېدلى او حساس پښتون وو، هغه د يو خوږمن او باشعوره تخليق كار په حيث هغه څه د پښتو ادب غېږې ته سپارلي دي، چې د استعماري كرښيز (لكيردار) بېلتون زنځيرونه په ډېرې اسانۍ له منځه وړلى شي، خو بدمرغانه ددې “بېلتون” ارمان يې لكه د نورو انقلابيانو ګور ته سلامت وړى دى او نه پوهېږم، چې په خاورين كورګي كې به يې څومره ځوروي، حتمي به يې ځوروي، دا ځكه چې “ستورى” د خپل ژوند ټول خواږه پردې تراخه حقيقت وبايللواّن دا چې له خولې نه يې ترې دا خبره هم راووېستله:

دا سـتورى خـو قـانــع دى نــور څــه نـــه غـــواړي لـه خـــدايــه

صــــــرف يــــــو مــــــوټــــى اّبــــــاده او اّزاده پـــښــــــتــونـــخــوا


نن هم زموږ اود “ستوري” دا ارمان په ارمان پاتې دى، نن هم لكه ماشومان په ويښه د خپلواكۍ خوبونه وينو، د رڼاګانو په دعوېدار وطن كې له كلونو شپې اخيستي يو او لكه لېونيان كله پر ځان خندا راځي او كله پر جهان! موږ خوش فهمه نه يو، خو ولې په يوه داسې خوش فهمه ټولنه كې ساه اخلو، چرته چې له منافق حكمران نه نيولې بيا د هغه تر تالي څټي ملا پوري ټول د خبرو غرونه او دروې او د ژمنو، قسمونو لوى لوى باغونه زرغونوي، دا له خبرو نه د غرونو جوړول او د ژمنو، قسمونو عادت نن زما د ټولنې هر فرد خپل كړى دى، دا يو استعماري جبر هم دى او يوه لاشعوري انګازه هم….!! خداېزده څومره ستوري به لا نور د انقلابي پلوشو د اران په غېږ كې ذرې ذرې شي او همسفر ملګري به يې د يو بل “ارواښاد” په نامه راټول كړي او په جسماني توګه به يې مړ، خو په فكري او نظرياتي حوالې به ورته تلپاتى ژوندى وياړ او شمله وايي.

بلې هو! هرڅه مري، خو د قلم او قدم مرګ هر ګز نه منم، هو! تر قيامته به د پښتون قومي ژوند ژواك پر تندي د “ستوري” د قلم او قدم خالونه پاتې وي.

د غــــــــاټـــــــول د ګــل پــــــه بــــــوى كــــــې يـــــــم لــــوى شـــــــوى

پـــــروت د دنـــګـــــــو دنـــګـــــــو غــــرونــــــــو پــــه لــــــمـــن يــــــم

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

خان زمان کاکړ، قلعه سېف الله

ليکوال ، شاعر

Khan Zaman Kakar

Writer, Poet from Qala Saifullah