سیاسی او اجتماعی افکار

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د سیاسی او اجتماعی افکارو او ددی د شعرونود پیژندنی او اشنا کیدو د پاره څو مهمو ټکو ته ګوته نیول ضروری ښکاری ځکه بی لدی اشاری څخه د خدای بخښلی ډاکتر ستوری د افکارو د ژورتیااو د خیال لوړ والی په صحې توګه څوک نه شی پیژندلی.

د اراوښاد ډاکتر ستوری علمی او شعری ژوند په دوو برخو بیلیدلی شی. بیا هره مرحله ځانته ځانګړی علمی ، اجتماعی او سیاسی خصوصیات لری.

لومړنۍ مرحله : د ډاکتر ستوری فکری او شعری ژوند لومړنۍ مرحله د تیر ی مسیحی پیړی له شپږمې لسیز ي څخه پیل کیږی دا لسیزه په عمومی توګه پر ټوله نړۍ او بیا په خاصه توګه په اروپا او د فرانکفورت پر پوهنتون باندی چیرته چې ډاکتر ستوری په تحصل بوخت وو، خورا پراخه اغیز درلوده.

د فرانکفورت د انتقادی فلسفی فکری ښوونځی چې دچپی افکارو په لمن کې زیږیدلی ؤ په ۱۹۲۳ کال کې د المان د پوهنۍ د وزارت په فرمان د یو تحقیقی او څیړنیز بنسټ په توګه جوړ شوی او د فرانکفورت پوهنتون ته سپارل شوی وو د شپږمی لسیزی په پیل سره لدی د څیړنی مرکز خپله ځلانده عملی او فلسفی دوره پیل کړ ددی فلسفی ښوونځی د اتنقادی بحثونو په رڼا کې د فیلسوفانو ، روشنفکرانو او مخکښو کسانو دا فکری قوت وموندو چې پر موجوده فکری سیستم باندی بیا فکر وشی او په انتقادی تله دی وتلل شی. څرنګه چې د فرانکفورت انتقادی ښوونځی د کیڼ فکر په بنسټ ولاړ وو او یا لدی زاوئی څخه ئې ټولنی او نړۍ ته کتل نوله همدی کبله په غربی اروپا کې هم پرچپ ایډیالوژی باندی بیا فکر کول تر ډیره حده پوری له همدی ښونځی څخه سرچینه نیوله. دی اغیزی د اروپا روشنفکران او محصلنین پر دوو برخو ویشل یوه برخه پر چپ د ایډیالوژی باندی فکر کولو پلویان وو او بل ئې ددی د پاره چې د بیا فکر کونی مخه ونیول شی . پر موجوده چپ افکارو باندی ئې دسخت ټینګار ملاتړ کاوه. په المان کې د دریمی نړۍ محصلین تقریبآ په بشپړه توګه د دوهم فکر پلویان وو. مرحوم ډاکتر ستوری چې ددی فلسفی ښوونځی په مرکز کې په تحصیل بوخت وو بی له هیڅ کومی پوښتنی څخه باید وویل شی چې خو انخور په دی فکری جګړه کې ګیر شوی او دریمی نړۍ د محصلینو به شمیر کې ئې ځای درلود. د فرانکفورت د انتقادی فلسفی د فکر ښوونځی د اغیزو تر څنګه دوی نوری مهمی پیښی چې د یو بل سره نژدی اړیکی لری هم د خدای بخښلی ډاکتر ستوری پر افکارو او شعری بیان باندی خپله اغیزه او اثر پریښی دی.

لمړی د ویتنام جګړه او دوهم د اروپا د محصلینو اجتماعی خوزښتونه که څه هم د محصلینو خوزښتونه تر ډیره حده پوری د فرانکفورت د انتقادی فلسفی او په هغه کې هم یا په تیره بیا د هر برت مارکوزه المانی امریکائی فیلسوف د افکارو محصول و مګر د ویتام جګړه د همدی خوزښت سیاسی هنداره ګرځیدلی وه. اروښاد ډاکتر ستوری ددی فکرونو په زانګو کې د فرانکفورت په پوهنتون کې د ددرنو ( Darnoo) په لکچرونو کې چې د فرانکفورت د انتقادی فلسفی ښوونځی له دریو مهمو شخصیتونو څخه یو ئې ګڼل کیدو په منظه توګه ګډون کاوه او د هغی د ټولنیزی ساپوهنی په تیوری ګانو باندی چې په نړۍ کې نوی نظرئی وی ځان سمبالوه.

د مرحوم ډاکتر ستوری سیاسی او ټولنیز افکار او شعری خیال په لومړی سر کې په یو دغسی علمی، سیاسی او اجتماعی فضا کې شروع شوی او وده ئې کړیده. له همدی کبله د ځوان ستوری ددی دوری په اشعارو کې تعهد او التزام غټ رول لوبوی تر دی حده چې په ځینو اشعارو کې پیغام د شعار بڼه غوره کوی. دلته باید جوخت وویل شی چې ډاکتر ستوری په ادب کې د تعهد اوالتزام کمی هیڅکله نه پریږدی د دی په اشعارو کې که د لومړۍ مرحلې شعرونه دی او که د دوهم پړاو په دواړو کې شاعر یواځی د شعر د ښکلا د پاره شعر نه وائی بلکه په هر شعر که خپل پیغام بیا نوی او د بدلون او تحول اړخ نیسی په دویمه مرحله کې کوم توپیر چې لیدل کیږی هغه د پیام مخاطیی دی. د ده د شعر په لومړی پړوا کې زیات ټینګار په بندلو د مزدرو کسانو باندی کیږی او په دوهم پړاو کې قامولی او ژبې ته له څه هر نه زیاته پا ملرنه کری.

د مثال په توګه د ډاکتر ستوری د شعرونو په لومړنۍ مجموعه کې چې د « سکروټه » تر نوم د خدای بخښلی سیلانی افغان سره په ګډه خپور شوی تر ټولو د مخه د کار دفلسفی په اساس د خواری کښو خلکو ژوند انځور شوی او د هغوۍ د آزاد یدو او د ښه ژوند د رسیدو پیغام او زیری ورکول شو دی ده « فلسفی خیال » په شعر کې چې په سګروټه په مجموعه کې چاپ شوی خپل فلسفی او اجتماعی افکار داسی بیانوی .

یـــوازی نـــــه د یـــار د زنــــــی شــــنـــــه خــــالــــونـــه لـیــکــــم

زه شـــاعـــرۍ کـــې د مـــــوړ ، وږی تــــــصــادونـــه لــیــکــم

د مــحـــبـــت درس مـــې لـــوســـتــلـــی بـــې خـــبـــره نـــه یـــم

پـــه زیــر بــیــنا کــې مــیـــنــی لــوږی ته لعبدونـــه لــیــکــم

د مـــیـــنــــی لــــــوږی د لـــــوړتـــیـا پــــــــوره کــــو و د پـــاره

افـــغـــا ن ولـــس تــــه فــلسفــی یــو څـــو شـعــرونــه لیــکم

(سګروټه )

او یا دا چې وايی

لــمـن د اســتعــمــار نور د وطــن لــه مــنـځــــه ټــولــه کـــه !

دا نـــړۍ کـــړه ورانــه پــښـــتـــــــنـه نـــــړۍ راجـــوړه کــــړه !

( پښتونخوا)

لکه څنګه چې مو وویل ستوری د خپل سیاسی او اجتماعی محیط او ماحول تر اغیزی لاندی د خپلی شاعرۍ په لومړی پړاو کې شعر د خپلی هغی فلسفی او اجتماعی پیغام وسیله بولی چې مخاطب په عمومی توګه خواری کښ او مزدوران دی مګر سره لدی هم د وطن سره او د پښتو او پښتونولی سره کلکه مینه لری او لمن ئې هیڅکله نه پریږدی مګر د خپل ژوند په دوهم پړاو کې د ژوند د لومړنی دوری اصلی کړۍ تقریبآ بیخی پریږدی او خپله ټوله مینه ، هڅه او علاقه د وطن ، پښتون او پښتونخوا د بڼ د سمسور کیدو په ارمان بیانوی .

ډاکتر ستوری د وطن سره مینه د « سکروټه » په مجموعه کې د «کنداسه بوډۍ» تر عنوان لاندی په ډیره موثر او اغیزه ناکه توګه انځوروی وی او ښائی چې دا بوډۍ ولی پدی بده ورځ اخته ده زامنو ئې ولی دا هیره کړی ده.

ستوری لیکی :

راشـــی ای عـــالـــــــمــه ! څـــــــه عــــــجــــــــبــه نــــــنــداره ده

وګـــورئ بـــی وســـه بــــوډۍ خــــــاورو کــــــې پــــرتــــه ده

نــه ئــې شــتــه لاســـونـــه بـــل غـــاښـــونــه هـم وتـلــی دی

نــه یـــوه کـــنـډاســـــه ، بـــلـــــه مـــاتــــــه ئـــــــې پــــــــښــه ده

(سګروټه )

په دی تابلو کې چې د یوی کنډاسی او بدمرغی مور څیره انځور شوی ستوری ددی ځپلی شوی او پمنه شوی مور نا اهل زامن محکمی ته رابولی او په ترخه ژبه او په ښکلی شعری فضا کې د انتقاد په قمچنو نړی. مګر « زما لیلی ئې کنه » ددی شعر تر عیوان لاندی ډاکتر ستوری په ډیرو ښکلو او جذابو ا لفاظو کې خپله محبوبا وطن ستائی او وائی !

وطـــنــه ! ســـتــا پـــــــه مـــیـــــنــه کــــــې ژونــــــد کــــومــــــه

ځـــــــــکـــه چــــــــې تــــه زمــــا لــــــیـــــلــــــی ئــــــې کــــــنـــه ؟

(سګروټه )

او لیلی هم هغه محبوبا ده چې عاشق درسیدو لپاره خپل سر شیندی او ستوری هم د وطن د مینی په د وصال په هیله خپل د محصیلی د ژوند شپی او ورځی تیروی او په دی طمع دی چې یوه ورځ به ددی ښکلی محبوبی په لمن کې پریوزی

ب : د ډاکتر ستوری د فکری او شعری دویمه مرحله :

لکه څنګه چې مو په سر کې وویل چې د ډاکتر ستوری د فکر او شعر د پیژندنی د پاره دده علمی فرهنګی او اجتماعی محیط او ماحول سره اشنا کیدل ضروری بریښی د دوهمی مرحلی یا پړاو د بیانولو د پاره هم همدی ټکی ته باید پاملرنه وکړو.

د لمړنی او دوهمی شعری دوری تر مینځ تقریبآ یو شل کلنه د شعر د ویلو وقفه لیدل کیږی په دی مانا چې د «سکروټه » له خپریدو څخه تقریبآ شل کاله ورسته ستوری بیا د شعرونو د مجموعو د خپرولو په کار پیل کوی سکروټه په ۱۳۵۵ هجری شمسی کې خپوره شوی له همدی کاله نه د او یا یمو کلونو تر پای پوری کوم مجموعه نده خپره شوی . په دی کلونو کې ستوری نور فکری او سیاسی مشغولیتونه لری له یو خوا څخه د خپلی ډاکتری په لیکو بوخت دی له بلی خوا ستوری د محصیلی د دوری له سیاست کولو نه ځان جلا کړی و او د هغی پر ځای د سیاست په نورو عملی برخو کې چې د محصلی له دوری څخه پراخ لمن لری. کله چې په افغانستان د خلق د یموکرایتک ګوند قدرت تر لاسه کړ ستوری په المان کې د بلچو او پښتنو د ملی آزادۍ ټولنه جوړه کړه او د ډوکتوری د تحصیل تر څنګ ئې خپل ډیر وخت ددی ټولنی بنسټ ایښودونکی او فعال ساتلو د پاره مصرفول . ستوری سربیر پردی د بلوچو او پښتنو د ملی آزادۍ ټولنی د اولس غږ تر نوم لاندی هم یو ارګان درلود ستوری به تل ددی ارګان د چلولو د پاره هڅه کوله کله چې د افغانان د مهاجرت بهیر په اروپا کې زیات شو نو ډاکتر ستوری د خپلو ملګرو او دوستانو په مرسته د پښتون سوسیال دیمو کراټ د ګوند بنسټ کیښود چې له تایسد و څخه تر همدا اوسه پوری د ګڼ شمیر افغانانو او په تیره بیا د پښتنو لپاره په المان کې باامنه سیاسی ټاټوبی ګڼل ګیږی . په سا پوهنی که څیر ڼه او ډوکتورا کول په مهاجرت او جلا وطنی کې بې لدی څخه چې نه چا نه مادی طمع ولری پخپل محدودو امکاناتو او د سیاسی ملګرو په په همت لمړی ټولني او بیا ګوند فعال وچلوی ځانته توان او انرژی غواړی . څرنګه چې ستوری خپل ټول مادی او معنوی توان د ګوند په خدمت کې ایښی وو نو ځکه دا وخت ورته نه پاته کیدو چې شعر ولیکی او یا خپل نوی شعرونه په منطمه توګه چاپ ته وسپاری. مګر د عیسوس کال ۹۰ لسیزی له پای څخه ډاکتر ستوری بیا په شعر ویلو او د خپلی مجموعی په چاپولولو پیل وکړ ددی دوری شعرونو ته چې ستوری هم د تحصیلی او علمی له لحاظه پوخ شوی وو او هم ئې د خپل عمر په تیریدو نوی سیاسی تجربه پیدا کړی د لومړنۍ دوری نه لوی توپیر لری چې مونږ ئې دلته په لنډه توګه څیړو .

د ډاکتر ستوری د فکرۍ او شعری ژوند خاص اړخونه ددی لپاره چې د ستوری د ژوند په دی پړاو کې د هغی د افکارو او شعرونو سره له نژدی څخه پیژندګلولی پیدا کړو نو په کار دی چې په لومړی سر کې د ټولنۍ پیژندنی علم په رڼا د ابی خلدون په تعبیر « قومی عصبیت » اصطلاح قوم پالنی ملت پالنی او د وطن پالنی ته توجه وکړو د ابی خلدون په تعبیر « قومی عصبیت » ټولنیز نظم ، قومی تړون او یوالی توره او میړانه ویل کیږی. ستوری هم کله چې قوم یادوی او پالی مقصد ئې د قام ننی روابط دی چه دودی د پاره لازمی شرط ګڼل کیږی . قام پالنه د ستوری له نظره څخه خپل قام د نورو قامو سره نه پرتله کول دی او نه هم د تفابل مفهوم ورڅخه اراده کوی هدف ئې یواځی د خپل قوم وده او سر لوړی ده.

څرنګه چې د ابی خلدون په تعبیر په قومی عصبیت کې د قوم تړون او یووالی پروت دی نو د ستوری په افکار و کې هم د پښتنو قوم یووالی او بشپړ والی جګ مقام لری لدی کبله ده چې دی د پښتون قوم ویش نشی منلی د پښتون قام ویش په دوبرخو ددی د فکری او شعری په دواړو مرحلو کې اصلی ادبی او سیاسی مشغولیتا ګڼل کیږی.

د قوم د یووالی عزت او ملی شوکت په هلکه ستوری خپل هدف ارزو او داسی بیانوی:

کــه د چـــــــــــــــــا دا اود چـــــــــــــــــــا دا خـــــــــــوښـــــــــــــه ده

زمـــــا د قــــــام د خــــــــپــــــل ارتـــــقــــا خـــــــــــوښـــــــــــــه ده

کــــه څــــوک پـــــــــردو پـــــه غـــــــــلامــــی نــــــــــازیـــــــــږی

ځـــــــمـا آزاد ژونــــــــدون فــــــــــــــضـا خـــــــــــــوښــــــــــــه ده

که څـــــــوک یــورپ کــې پـه بــنــــګـلـــو کـــې خــوښ وي

د ســــــــتــوري خــپــلـــه پــــښـــتــونـــخــــوا خـــــــوښـــــه ده

( ژوندي خیالونه، ۴۷ مخ )

که څه هم د ارتقا په مهفوم که ملی کې ملی پت او یوالی هم پروت دی خو مګر د ستوری پدی شعر دوهمه مسرۍ کې په ډاګه سره د مریتوب په ټنډه دردولو مهر وهلی او او آزاد ژوند فضا چې نه یوازی د سیاسی استقلال مانا رسوی بلکه د سیاسی او مدنی ازادۍ مفهوم هم بیانوی پلوی ئې کوی په یا عبارت ستوری د آزاد ژوندون فضا څخه د ارتقا او ودی اصلی شرط ګڼی.

ستوی د قام او ملت توپیر په څرګنده توګه کوی مګر هم د قام او هم د ملت د بقا راز ه ژبه بولی ژبه هم د یوه قام یا ملت د بقا نښه ده هم د ارتقا وسیله ده د ستوری په نظر ژبه د ملی تشخص معیار دی ژبه د ملی فرهنګ ساتندوی اود پښتنو د دود دستور د انتقال وسیله ګڼل کيږی..

د پـــښــتـــون ژونـــد پـــه پــښــتـــو بـــانـــدی پــــتــمـــن دی

بـــــې پـــــــښــتـــو چـــــــې شـــــــی لایـــــــقـــه د کــــــــفـــن دی

ستوری ګډ منفعت اوملی علایق د قامونو د وحدت عامل ګڼی او وائی : ازبک ترکمن پښتون بلوچ او هزاره وته چې پښتونخوا کې ستاسوتاوان یودی او ګډه مو فایده پرته ده. د ستوری په نزد د قام او ملت د ودی او پالنۍ لپاره د ژبې اهمیت تر دی حده چې د انسان د تفکر د جوړیدو هستی او موجودیت امکان او وسیله يې بولی .

چــــــا ویــــــل تـــــــــش د پـــــــوهـــــــــیـــــدو نـــــــــښـــــــــــه ده

ژبـــــــــــــه د قــــــــــــــــــــام د پـــــــــــــــــــــیـــــــــژنـــدو نـــښـــه ده

ســـــــــوچ هــــــــــــم د ژبـــــــې یــــــــوه بـــــــــڼــــه ښــــــــکـــاری

ژبــــــــــــــه د ســـــــــــوچ د لــــــــــویــــــــــئـــدو نـــــــــــــښـــــه ده

چـــې خــپــلــی ژبــــې تـــــه قــــــــــــام پـــــــام نـــــــــه کـــــــوی

نـــو ئــــــــــــې هـــــــــــــــمــــدا د ورکــــــــــــیــــدو نــــښــــــــه ده

بـــــــــــــې ژبــــــــــــې قــــــــــــام وده کــــــولــــــــــــی نـــــــــشـــی

ژبـــــه د قـــــــــــــــــــــام د پــــــــرمــــــخــــــــــتــلــــو نــــښــــــه ده

( د قلم توره ۴۶مخ)


ستوری دی ټکې ته توجه لری چې ددی قام پالنۍ څخه څوک غلطه استفاده ونکړی او ورپوری د نژاد پالونکی تورونه لـکوی نو له هــمدی کبلـه لیکی:

قـــــــــــــــوم مــــــلــــــــت خــــــو کـــلــــــــتـــوری ده اســــــــتـــلا

چــــــــــــیــــری نــــــــدی نـــــــــــــــــژادی مـــــــلــــــت پـــــــــیــــدا

پـــــــه نــــــژاد کــــه ملـــــــتـــونـــــــه جـــــوړیــــدی شـــــــــــوی

اوس بـــــــــه وی یــــــــو لـــــــوی مــلــــــت د اریــــــــــــانـــــــــــا

یــــــــــا بـــــــــه واړه انــــــــسـانـــــــان یـــــــــــو مــــــــلـــــــت دی

چـــــــــــــې بــــــــــــچــــــــــــــــــی دی د آدم او د هــــــــــــــــــــــــوا

( ژوندي خیالونه، ۶۰ مخ )

تــش پـه ویـــنــه بـانـــــدی څــــوک نــــه پـښـــتــــون کـــیــږی

چـــې پـښــتــو او پـــښــــتــونــــوالـــــــــــه پـــــــه کــــــې نه وی

په دی پاسنۍ شعرونو کۍ لکه څنګه چې مو وویل له یوی خوا څخه ستوری خپله لمن د نژادی تور نه پاکه وی او له بلی خوا څخه ښئ چې دی د قام او ملت څخه یو مفهوم په نظر کې لری یعنی قام هم لکه ملت ورته یو سیاسی مفهوم دی په عینی حال کې ستوری ددی مطلب بیانول هم غواړی چې په ناسونالیزم کې هم دی د فرهنګی او کلتوری ناسونالیزم چې هغه ژبه لویه برخه لوبوی . او د وینی او نژاد پر بنیاد ولاړ قومولی او ملت پر سنۍ نه شی. دی ټکی ته لدی کبله هم توجه لری چې افغانستان د مختلفو قومونو ټاټوبی دی نو د هر قام پالل د هغی قوم د اجتماعی موقعیت په اندازه غواړی. او لدی لیاری څخه د قومونو مشترک ژوند او هوسائی لټوی او د افغانستان هر قوم ته دا حق ورکوی چې د خپل قام دودی او ارتقا د پاره هڅه وکړی بې له دی څخه چې بل قوم ته ئې تاوان او زیان ورسیږی.

د ستوری له نظر څخه قوم او ملت د دوو عضرو محصول دی ژبه او پښتونولۍ ژبه د بقا ځای دی او پښتونولۍ د کلتوری ودی بنسټ ګڼل کیږی.

چــــې ئې حــــس د پـــــښــــتــونــــوالـــی وي پــــه زړه کـــې

کــــــه زمـــــا د ســــــــر دښـــمــــن وي تــــرې نــــه زار شــــــم

( ژوندي خیالونه، ۵۹مخ )

دخدای بخلی ډاکتر ستوری د سیاسی او شعر ی خوصیاتو څخه یو هم دا دی چې نا امیدی نه منی علت ئې دا دی چې مایوس او نا امید انسان د ژوند د بدلیدو تلوسه نلری . د تحول او بدلون د پاره هڅه نه کوی امید د ستوری د پاره هغه ډیوه چې د هغې په وسیله د ژوند د تاریکو کوڅو څخه تریږی.

دا د فــــلـــســفـــیـــانــــــــــــــو فـــلســــــــــفـــو کـــــــې شـــــتـــه

تــــمـــــــه د ســـــبــــا تـــــــــورو تــــــــــــیـــارو کــــــې شــــــتـــه

( ژوندي خیالونه، ۳۲ مخ )

د ډاکتر ستوری نظر د قامولۍ او پښتونولۍ په ارتباط د قام پیژندونکی او ملت پوهه پوهانو د هغی نظری سره سمون خوری چې وائی : ملت او قام که د خپل فرهنګی میراث په لمن کې ونه روزل شی نو بیا قام او ملت یو تش انګړ دی . له همدی لحاظ دی چې ډاکتر ستوری پښتونولی ته په ډیر ژور توګه ګوری او هغه یو تاریخی پروسه وینی چې د پښتون د قام سره یو ځای زیږیدلی ، ورسره ئې جوخته وده کړی او ملت د انګړ اصلی ستنی ګرځیدلی. پښتونولی د ژوند هغه دود او دستور دی کوم چې پښتون ته سرلوړی او پیمن ژوند بښی بې لدی څخه چې بل قام او یا ملت ته په ټیټه سترګه وکاتل شی

.

ژونـــــد چـــــې شــــی ژونـــدی غـــم ئـــې مـــلــــګــــری شـــی

مـــــــړی نــــــکـــــړی غـــم، غــــم پـــــه ژونــــدو کـــې شـــتــــه

(ژوندی خیالونه، ۳۲ مخ)

دلته ستوری د المان د شلمی پيړی ستر ټولنه پیژونکی Max Weber سره فکر کوی ما کس ویبر هم وائی چې د اجتماعی ژوند څوک او تضاد نشی بیلولی. د ستوری په سیاسی فلسفه کې ژوند د مبارزی او د هلو څلو ډګر دی بې تحرکه انسان هغه څوک چې د ژوند د لوړوالی او تکامل د پاره مبارزه نه کوی مړ انسان ګڼی ځکه تحرکه او مبارزه د ژوند اصلی مفهوم بولی، وخت ، بدلون ، او ښتون ، حرکت ، مینه او تضاد هغه سیاسی مفهاهیم دی چې ستوری د هغی په وسیله د خپل سیاسی او فلسفی نظرئی رویادر بیانوی.

ژونــــد چــــې وی ژونـــــــــدی لـــــه حــــرکـــتــه بـیـلدی نشي

مــرګ هــــغه ژونـــدون دی چـــې له ځـایه خـوځـیدی نـشـی

ســـا د ژونــــدي ژونــــد پــــه حـــرکــــت کې مــا لــیــدلــی ده

بـــې لــــه حــرکـــته ژونــدون نـشـته ژونــــد کـــیـدی نــشـی

( ژوندی خیالونه، ۵۱ مخ )

خدایـــګــــو ټـولــــنـه د انــــسان د تـــضــادونــــو کــــور دی

پـــــه هــــــــــر ګــــونــــد ډلــــه ټـــــپـــــلــــه جــــدا ســــــــــــواد ده

د تـــــــــــــــضـــادون جـــــــــوړ شــــــــــــــوی دا دنـــــــــــــیـــا ده

د رڼــــــــــــا وجـــــــود تــــــــــــــورتـــــــــــــــم نــــــــه دی پــــیـــدا

( ژوندی خیالونه، ۱۵ مخ )

څــــوګ د خـپل ځان څوک د مزدور څـوک د قام غم خوری

چـــا ســر زړه کـــې د انـــسان د خـــوشـحـــالــتــیــا ســـودا ده

( خوږی مسرۍ )

د ستوری د شعری خصوصاتو څخه یوه دا ده چې ستوری همدا متعلق سیاسی او فلسفی مغاهم په ډیر ښکلی پسته او غنالی الفاظو بیانوی د مثال په توګه کله چې د آزادی د پاره شعر ویلی لومړی سر کې داسی ګمان کیږی چې ګواکی د کومی محبوبا د پاره ئې شعر ویلی دی د غنالی مغهاهیم تر څنګ د سیاسی شعر او رزمی شعرونو د ښکلی کولو د پاره له تقونی اصطلا تاتو څخه هم کار اخلی او له دی لیاری څخه په ډیره طبعی توګه خپلی فلسفی او سیاسی شعرونو ته ښکلا بښی.

د مـــیــنــی فـن کې مـــې نیــستۍ نه مـخـه ښـــه واخـیسته

د قســمت ویـش کې مـــې په بـــرخــه مــیــکــده واخیسته

زړمـــــې زلــــمـــی شـــو او نـــشــه مې پـــه مســـتۍ راغــلـه

چــــې مـــې د قـــام پــه مـــیـــنه ډکـــه پیمانه واخـــیـــســـتـه

د آزادۍ د لــــیـــلا تــــږو تــــه ســــاقــــی شـــــــومـــــــــــــــه زه

د تــــــږو تـــــنــــده ماتــــول مــــې پـــــه زمــــــــــه واخیـــــسته

( ژوندی خیالونه، ۴۰ مخ )

ستوری زده کړی او پوهنی ته په ډیره درنه سترګه ګوری سواد او پوهه د ستوری له نظر څخه یوازی لوستل او لیکل او یا تحقیقی زده کړه نه ده. پوهه ورته ژوره فلسفی مفهوم لری لکه څنګه چې د المان د اتلسمی پیړی د روزنی او پوهنی عالم پوهه او زده کړه د انسان د ودی او د هغی د آزادیدو عامل او وسیله ګڼۍ ستوری هم د پوهنی او زده کړی څخه همدی مفهوم نیسی کله چې انسان پوهی تر لاسه کړی ذهنی آزادیږی پخپل شخصبت باندی خبریږی او ورته وده ورکوی د خپلو پردی حقوقو او د ټولنی د غړو د حقوقو د پاره مبارزه کوی خو له همدی کبله کله چې ستوری د پوهی او زده کړی تبلغ او یا صفت کوی په حقیقت کې د انسان د آزادیدو او مستقل شخصیت او فردی ودی چغه پور ته کوی.

پـــــه عــــــــــــــقــــــل لاری د ژونــــــــــــدون ســــــــمـــــــیـــــږی

ځـــــــواک او طـــاقـــــــت دی د مـــــــغــــزو څــــــومـــــره دی

( خوږی مسرۍ )

چــــې ئـــې ذهـــــن شــــی بـــــــنــــدی انــــد ئې راټـــیــټ شی

لـــــه هــــغـــه پــــوهـــــان نـــه انـــد ښـــه ده د دهـــــقـــان ښــــه

( خوږی مسرۍ )

خـــپــــلـــی پــــــوهـــی بـــــرابـــــر ســــــــوچ د انــــــــســـان دی

د لــــــوړ ســـــــوچ خـــاونــــدانــــــــــو لـــــــــوړ ارمـــــــــان دی

(د قلم توره)

په پای کې باید وویل شی چې د ستوری په ابدی تلنه د افغانستان د پښتو ادب له اسمان څخه نه یوازی د شعر او دب ستوری په ابدی خوب لاړ بلکه د افغانستان د علمی، سیاسی، فلسفی او ساه پوهنی له ډګر څخه لوی تل له میدان نه ووت..

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ډاكتر عبدالعزیز ګردیزی

ليكوال، ژورنالست

Dr. Abdul Aziz Gardezai

Journalist, Announcer, Translator and Editor in the Afghanistan Program German Voice (Deutsche Welle)