د ارواښاد ډاكتر ستوري په ياد

د يـــــــــــارانـــــــــــــو كـــــــــــډې لاړې دم پـــــــــــــــــه دم ځــــــــــــــــــي

څــــوك پـه خـــوښـــه څـــوك نـــاخــوښــــه زړه پــــه غــــم ځـــــي

د شــمـــشــاد پـــه څـــوكـــه نـاســـت يـــم د دوى څــــــار كـــــــــړم

څـــوك پـــه لـــــيــــــكـــو څــــوك پـــــه تـــــړو او تـــــورخـــم ځــــي

تـــورې ســـپـــــيـــنــــې غـــــټــــې ســــتـــرګې پــــه مــــــــزلـــــونــــــو

د افــــــــــغــــــان لـــــــه كـــــــــــــوره حــــــــــــورې د حــــــــــرم ځـــــــــي

“خداى بښلى عبدالهاشم دولتزى”

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او د پښتنو د يووالي د داعي نه ستړى كېدونكى مبارز، ساه پوه ډاكتر كبير ستورى د روان 2006م كال د اپريل په 4مه نېټه د المان د اتحاديې جمهوريت د ويسلنګ په ښار كې د زړه د ناروغۍ له امله په خپل كور كې په ناڅاپي توګه په حق ورسېد.

انا لله و انا اليه راجعون

ښاغلى كبير ستورى د كونړ په غرنۍ دره كې زېږېدلى و. ديني او لومړنۍ زده كړې يې په خاص كونړ كې سرته رسولې وې، د رحمان بابا له لېسې نه فارغ شوى او د جرمني “يوهان ولفگګنګ ګويته” پوهنتون كې يې په ساه پوهنه كې، چې سياسي علوم، ټولنپوهنه او فلسفه ورسره مل و، ديپلوم ترلاسه كړى او د ماربورګ له پوهنتون نه يې په 1975كال كې د ساه پوهنې په برخه كې ډاكتري ترلاسه كړې ده.خداى بښلى كبير ستورى ډېر كلونه د المان غږ راډيو په پښتو برخه كې كار كاوه او د تقاعد عمر ته لا نه و رسېدلى، چې د خپل سياسي ژوند او د افغانستان د تاريخ په ډېر حساس پړاو كې له ملي ارمانونو نه ډك زړه د دنيا نه په كډه شو.

د خداى بښلي ستوري بې وخته مرګ دده كورنۍ، ملګرو، دوستانو او په بره او لره پښتونخوا كې د ملي خوځون ټولو اړخونو ته يوه زړه دردوونكې پېښه او ستره ضايع ده. دده د مرګ غوږ كڼوونكى او زړه دردوونكى غږ په ډېر ګړنديتوب سره د لرې او برې پښتونخوا هر ګوټ ته ورسېد. ددې غږ په اورېدا سره د خداى بښلي ستوري ډېرو دوستانو په خپل چاپېريال كې د يو ډول لويې تشې احساس وكړ. مرګ حق دى او ټول انسانان، غريب وي كه خان، حاكم وي كه محكوم، ښاغلي وي كه رټلي، ظالم وي كه مظلوم، خدمتګار وي كه غدار، ټول يو په بل پسې له دې دنيا نه كډه كوي او هېڅوك د ټاكل شوي وخت نه زيات په دنيا كې نشي پاتې كېداى، خو د ځينو غم يوازې په كورنۍ او نږدې چاپېريال پورې محدود وي او په ځينو باندې ولسونه غمېږي. د ځينو نوم په نسلونو يادېږي او يا تلپاتې شي او تاريخ پرې قضاوتونه كوي. دا چې د ښاغلي ډاكتر كبير ستوري په هكله به تاريخ څنګه قضاوت وكړي، اوس يې وړاندوينه سخته ده، خو د مرګ په غږ يې ډېر خپل او پردي، ملګري او دوستان وځورېدل او د دنيا په ډېرو ملكونو كې يې په حق كې د دعا لاسونه پورته شول.

څنګه چې انسانان د بېلا بېلو دينونو، نظريو او ذوقونو خاوندان دي، نو طبيعي ده چې د ښاغلي ستوري په حق كې به هم دده د ملګرو، دوستانو او مخالفينو قضاوت بېل وي.

زه په 1980م كال كې په اغلب ګومان د جرمني د كولن په ښار كې له خداى بښلي ستوري سره اشنا شوم او دغه دوستي دده د مرګ تر ورځې پورې دوام وكړ او په زړه او ذهن كې په تل پاتې وي. د پېژندګلوۍ په لومړيو كلونو كې ليدنه كتنه، تګ او راتګ، بحثونه، تودې او سړې خبرې ډېرې وې، خو د عمر په زياتېدو سره عمر، د ژوندانه ستونزې او مسوْليتونه هم زيات شول، چې دغه اړيكې يې هم يو څه سړې كړې. بيا د ډېرو ليدو او بحثونو لپاره نه ډېر وخت و او نه هم ډېره انرژي پاتې وه، خو كله چې به د ليدو امكانات برابر شول، هغه اولنى صميميت به بېرته تازه شو.كه څه هم چې زه او خداى بښلى ستورى په بېلو بېلو ګوندونو كې و، زه د افغان ټولنپال ولسواك ګوند، چې په عامو خلكو كې د “افغان ملت” په نامه يادېږى، غړى يم او ډاكتر ستورى د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند مشر و. كله چې د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د جوړېدو دپاره هلې ځلې كېدې، ما يې مخالفت وكړ او ښاغلي ستوري ته مې په يوه ډېر اوږده ليك كې د خپل مخالفت دليلونه وړاندې كړل. زما وېره دا وه، چې د داسې يو ګوند چې لږ تر لږه يې له افغان ملت سره دوه مهم اهداف (د پښتنو د يووالي تامين او ټولنپاله ولسواكي) شريك دي، ممكن د پښتنو انرژي ووېشي او يا به د خلك د ډيموكراټيك ګوند د دواړو اړخونو (خلك او پرچم) په شان د دواړو ګوندونو ترمنځ سياسي او تكتيكي اختلاف په دښمنۍ بدل شي، خو خداى بښلى ستورى زما له دغې اندېښنې سره همنظر نه و. ده به ويل، چې دواړه ګوندونه كولاى شي، چې له يو بل سره ګډ كار وكړي او د يو بل نيمګړتياوې پوره كړي.

كه څه هم چې زموږ دواړو وروستى او عمومي هدف يو، خو د افغانستان د كړكېچ او د پښتنو د داعي په هكله موږ په يوه نظر نه و. د شرقي او وروسته پاتې ولسونو خاصه ده، چې سياسي اختلاف په كې ډېر زر په شخصي اختلاف او اّن په دښمنۍ بدلېږي. د ارواښاد كبير ستوري په ذهن كې د پښتنو دغه منفي خصوصيت موجود نه و. د خداى بښلي ستوري كوم تصوير، چې زما په ذهن كې ځاى نيولى، د هغې په اساس ستورى يو نرم طبيعته، متين، باارادې، باپرنسيبه، ملګرپال، پښون مبارز، سياستمدار او ليكوال و. دى په خپله سياسي لار او عقيده كلك ولاړ او ډاډمن شخصيت و. د خپلو سياسي اهدافو او دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره يې په هر ډول ممكنو لارو چارو فكر كاوه، خو هېڅكله يې د خپلو موخو د حقانيت په هكله خپل ذهن ته د شك لار نه پرېښوده. ده د خپلو پرنسېبونو په چوكاټ كې ژوند كاوه او له پرنسيبونو او ارمانونو سره مړ شو.

په 1979كال كې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته د ځينو سياسي او احساساتي لاملونو له امله په بره پښتونخوا كې د پښتنو د ملي يووالي د داعي د نهضت د فعالينو ترمنځ اړيكې سړې شوې. كه څه هم چې د افغان ټولنپال ولسواك ګوند د مشرانو او په لره پښتونخوا كې د ملي نهضت د بېلو بېلو اړخونو د مشرانو ترمنځ كله كله ليدنه كتنه او د نظر تبادله كېده، خو د ګوند صفوفو ته د افغانستان د ستونزې په هكله د لرې پښتونخوا د ځينو ملتپالو ډلو د دريځ ډېر تفهيم سخت و. د بلې خوا په لره پښونخوا كې د افغان ملت ګوند او غړي د يوې خوا د پاكستان د استخباراتو د ادارې او افغاني بنسټپالو او په هېواد كې دننه د شوروي يرغلګرو او كمونستي دولت د سكنجو، دسيسو او تهديد لاندې و، له بلې خوا دغه حالت د پښتنو د يووالي ضد پاكستان پلوه اسلامي ډلو ته د ملي نهضت د ځپلو موقع وركړه. په نتيجه كې په دواړو خواوو كې ملي نهضت كمزورى او پاكستاني پلوه مذهبي افراطيت وده وكړه، خو خداى بښلي ستوري وكولاى شو، چې د افغانستان د بحران په اوږدو كې په لره پښتونخوا كې له ملتپاله ډلو سره اړيكې ژوندۍ وساتي.

په دې ترتيب هغه مصنوعي درز چې د سيمه ييزو او جهاني شرايطو، روحي او سياسي فشارو له امله رامنځ ته شوى و، په پوره بېلتون بدل شو او د خبرو لړۍ ونه شلېده. زما په نظر د سياسي ژوند په ډېر حساس او خطرناك پړاو كې د لرو او برو پښتنو ترمنځ د اړيكو ساتل به د خداى بښلي ستوري د سياسي ژوند په سترو كارونو كې وشمېرل شي.

د پښتنو له بدو ځانګړتياوو څخه يوه دا ده، چې د خپلو شخصيتونو قدر او پالنه هغه وخت كوي، چې هغوى مړه شي، خو په ژوند كې د سياسي، ملي، هنري او علمي شخصيتونو واقعي ياران او پلويان ډېر كم وي او د دوى د كار ستاينه او ملاتړ ډېر كم كېږي. البته استثناوې شته او دا حكم عام نه دى. كه پښتانه د خپلو پوهانو د كار په ارزښت پوهېدل او د هغوى ملګرتوب، په نظرياتو فكر كول او ملاتړ يې كولى، نو اوس به دوى هم په نړۍ او سيمه كې د يوه سيال او فعال ولس په توګه په هكسه غاړه ژوند كولاى او د هر دوست او دښمن د اهدافو قرباني كېداى به نه.

د نورو په شان د خداى بښلي ستوري په مرګ هم ډېر خلك وځورېدل او خپه شول، ډېرې ليكنې پرې وشوې او وبه شي، خو دغه شان لورېينې او خواخوږي د ارواښاد نږدې چاپېريال ته د روحي تسلي نه نور څه نشي كېداى او د ټول پښتون دپاره تر واده وروسته د لاسونو د سره كولو مانا لري.

ښه به دا وي، چې پښتانه ليكوال، پوهان، قومي او مذهبي مشران، شاعران او هنرمندان د پلرونو او نيكونو د تورو او زړورتوب د يادولو او جنګ جګړې ته د پښتنو د هڅولو پر ځاى د پښتني ټولنې نيمګړتياوو ته خلك ځير كړي او د نابودۍ د كندې نه د راوتلو لارې په ګوته كړي. همدا شان ښه به دا وي، چې موږ د خپلو مړو د درناوي او ستاينې ترڅنګه د ژوندو عالمانو په نظرياتو هم فكر وكړو، د خپلو ليكوالانو، شاعرانو او هنرمندانو د كار قدرداني او د هغوى د نظرياتو په عام كولو كې د هغوى په ژوند كې برخه واخلو، نه د هغوى د مرګ نه وروسته او د خپل كسبګرو كار ته د ارزښت قايل شو.

دا چې پرون څه تېر شوي او زموږ نيكونو څومره تورې كړي د پرون خبرې وې، نن په درد نه خوري او د سبا ورځې درمل نشي كېداى. مړه ملتونه خپل مړي ستايي او ژوندي ملتونه د خپلو ژوندو قدر كوي. موږ بايد تېر وختونه هېر نه كړو، خو د تېرو نه په نن او سبا ډېر فكر كول ضروري دي. پښتني ټولنه په سياسي، كلتوري او اقتصادي پلوه هم په نړۍ او هم په سيمه كې د ټولو نه وروسته پاتې يا وروسته ساتل شوې ټولنه ده. پښتانه بايد په دې پوه شي، چې د دوى د بدبختۍ علتونه په خپله په پښتني ټولنه كې دي. موږ ددې په ځاى چې نورو ته د ملامتۍ ګوته ونيسو، بايد په خپله د خپلې بدبختۍ د منځه وړو لپاره كار وكړو او د هر ممكن چانس نه پوره ګټه واخلو. له سياسي پلوه پښتانه په ډېره ظالمه توګه په دوو برخو وېشل شوي. په افغانستان كې كه څه هم پښتانه د نورو ټولو قومونو نه زيات دي او لږ تر لږه د ټول نفوس د نيم نه زياته برخه جوړوي، خو د افغانستان په دولتي سيستم كې واقعيت داسې و، چې اكثرو سياسي مشرانو له خپلو خلكو سره د خبرو دپاره ترجمان ته ضرورت درلود. پښتانه لا تراوسه د هېواد په پلازمېنه كې په خپله ژبه د زده كړې حق نه لري. په دولتي ادارو، ميډيا او كلتوري موْسساتو كې د پښتو او پښتنو سپكاوى كېږي.

د افغانستان په پارلمان او حكومت كې په كافي شمېر پښتانه شته، خو دوى اكثره منفرد اشخاص دي او د پښتنو استازيتوب نه كوي. دغه اشخاص ځينې يوازې په قومي لحاظ پښتانه دي، خو له كلتوري پلوه نه په پښتو پوهېږي او نه د پښتنو له ژوندود سره اشنايي لري. دوى پښتو نه وايي او نه يې ليكي، ځينې نور بيا د ډېر احتياط پلويان دي. دوى پښتو او پښتنو ته د تاوان رسولو نيت نه لري، خو د دوى دغه احتياط د پښتنو په زيان تمامېږي. ځينې نور بيا داسې پښتانه دي، چې بېلا بېلو انترناسيونالستي ايډيالوژيكانو يې سترګې ړندې او غوږونه كاڼه كړي. دوى افغاني هويت او پښتو ژبه د خپلې ايډيالوژۍ، سرو او شنو خيالي جهاني حكومتونو په وړاندې لوى خنډ بولي. همدا شان په حكومت كې لږ شمېر داسې پښتانه هم شته، چې په مجموعي توګه ټول افغان ولس او افغاني هويت ته وفاداره دي، دوى پښتو ليكل او ويل يو طبيعي چلند ګڼي، خو دوى د افغاني هويت د دښمنانو تر ظالمانه حملو لاندې دي او نور پښتانه يې دفاع ته نه درېږي. په هېواد كې ملي نهضت په سازماني لحاظ كمزورى دى او د افغاني هويت ضد شيطاني جبهې په وړاندې درېدو يې توان نور هم كم كړى، نو ځكه موږ بايد د ناپوهۍ د كوهي نه راووځو او د بدبختۍ د وركولو لپاره عملي كار وكړو.

پښتني پرګنې بايد په دې پوه شي، چې د تورې او ټوپك دوران نور تللى. اوس يوازې د عقل او منطق په زور ګټه كېږي، يوازې د پوهې او كار په وسيله غربت او بدبختي له منځه ځي. يوازې د پوهې او عقل په وسيله د حق او باطل فرق كېداى شي او د ټولنيزو ناروغيو د تشخيص او علاج لارې لټول كېداى شي او بس. پښتانه كه خپه كېږي او كه خوشحالېږي، واقعيت دا دى چې پښتني ټولنه يوه ناروغه ټولنه ده. په دې ټولنه كې د هويت بحران دى. د پښتنو نخبه قشر اكثره نه پوهېږي، چې د دوى هويت څه شى دى. دوى كله خپل هويت د اسلام او يا د يوې ايډيالوژۍ قربانوي، خو اسلام د يوې ټولنې له ملي هويت سره په ټكر كې نه دى. ټولې اسلامي ټولنې ځانګړي ملي هويتونه لري. همدا شان ترقي او ډيموكراسي هم له ملي هويت سره په ټكر كې نه ده. كه چېرته په يوه ټولنه كې غښتلى ملي هويت موجود وي، هلته ډيموكراسي او اقتصاد هم ښه وده كوي.

همدا شان په پښتنو كې نه يوازې د كسبګر قدر نشته، بلكې د كسبګرو سپكاوى كېږي، خو موږ بايد په دې پوه شو، چې پرته د كسب او كاره نه اقتصادي پرمختګ او سوكاله ژوند ممكن نه دى. بې كسبګره ټولنه يوه مخ په زوال ټولنه وي. كه څه هم چې په پښتنو كې شاعرۍ ډېره وده كړې، خو هنر زموږ په ټولنه كې لا د خاپوړو په پړاو كې دى. كه پوهان او شاعر نه وي، د ټولنې ناروغي نه شي تشخيصېدى او كه هنرمند نه وي، د شاعر خيالات ولس ته نشي رسېداى. همدا شان بې هنره ټولنه ښاېست نه لري، د ژوند نه خوند نه شي اخيستى او په روحي ناروغيو اخته وي. په پښتنو كې دښمني او بدي ګانې زياتې دي. دوى مخكې له دې چې په ستونزو فكر وكړي، د هغوى علتونه پيدا كړي، قضاوت كوي. مخكې له فكره نه د عمل كولو نتيجه بده وي. پښتانه مخكې له دې، چې په نظرياتو فكر وكړي، هغه په افراطي توګه مني. دوى مخكې له دې، چې د ګاونډيانو په اهدافو فكر وكړي، د هغوى په نرمو او په ظاهر كې دوستانه خبرو غولېږي او بيا په دغه شان يو طرفه دوستۍ كې دومره وړاندې ځي، چې خپله هستي او هويت هم په دغه لار كې قرباني كوي.

نتيجه دا چې موږ يوه ناروغه ټولنه يو او د ناروغۍ علاج كول پكار دي. ښه او اغېزمن علاج هغه وخت كېداى شي، چې د مرض تشخيص وشي او بيا د علاج مناسبه او اغېزمنه لار ولټول او مناسب درمل تطبيق شي. دا د پوهانو، ليكوالانو او شاعرانو مسوْليت دى، چې د ټولنيزې ناروغۍ تشخيص وكړي، د ناروغۍ د علاج لارې او درمل ولټوي. همدا شان دا د هر پښتانه مسوْليت دى، چې د ټولنيزې ناروغۍ د علاج لپاره په عمل كې كار وكړي او نوره خپله بدبختي د نورو كارو ونه بولي، بلكې پرېنږدي، چې نور په هره جامه كې چې وي، پښتانه د خپلو اهدافو لپاره استعمال كړي. كه موږ په دې لار كې خپله انرژي دې ته ځير كړو، چې د پښتنو په ټولنيز او اقتصادي سيتم كې به د وخت او زمان له غوښتنو سره په سمون بدلون راشي او پښتانه د ناپوهۍ د تورو تيارو نه راووځي. د يوې خوا به موږ د خداى بښلي كبير ستوري او نورو ډېرو پښتنو پوهانو او مبارزينو د ارمانونو د پوره كولو په لار كې مو مرسته كړې وي، د بلې خوا به مو د خپل ولس او سوكالۍ او خپل ملك په ابادۍ كې ونډه اخيستې وي.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

جمال رحمان

ليكوال

Jamal Rahman

Writer