زه په 1992م كال كې كله چې المان ته مهاجر شوم، د خداى بښلي ډاكتر صاحب عبدالله عزيز په معاينه كې چې د كولن په ښار كې ده، ما د لومړي ځل لپاره د كبير ماما نوم د يوه سياسي، متفكر، عالم، شاعر او دانشمند په عنوان واورېده. ډېره علاقه مې درلودله، چې له دغه باعظمت انسان سره ملاقات وكړم، همغه و چې څو مياشتې وروسته په يوه فرهنګي غونډه كې، چې د افغانانو له خوا د كولن په ښار كې جوړه شوې وه، له دغه انسان سره مې ملاقات ميسر شو.
هغه راته په دغه لومړني ملاقات كې ډېر متواضع انسان معرفي شو، هغه له ما سره داسې روغبړ وكړ لكه چې زه يې له كلونو كلونو راهيسې پېژندم. دده مباركه خوله به تل د خندا ډكه وه او په ډېر تواضع يې له ما سره خبرې وكړلې.
هغه ډېر حليم او نرم مزاج درلوده، هغه به ډېر اّرامه غږېده، د هغه ظاهري ټيپ (بڼه، څهره) هم ډېره ارامه وه، خوشحاله طبيعت يې درلود، د پاكۍ، صداقت او محبت ريښتينى سمبول و. د عالمانو، شاعرانو او روشنفكرانو او ديني عالمانو سره به يې خاصه علاقه ساتله، هغه د مقابل بيان او ګفتار ته ډېر په دقت غوږ نيوه. كبير ماما به هر كله ښكلې ملي جامې په تن كولې.
كبير ماما زموږ د پښتو ادب ګلستان و او د هغه د ګلونو خوشبويانې به تر نسلونو نسلونو پورې د پښتنو په زړونو كې ابدي پاتې شي.كبير ماما زموږ د مشرقي علمي ستورى و او هغه د سيد جمال الدين افغان له ټاټوبي له ګلستان څخه موږ ته د ډېر ښكلي ګل په حساب دى. ډاكتر كبير د علم، د اخلاقو او شعر عالي نمونه لرله، هغه سره نه تنها د پښتنو د ملي وحدت سوال او پوښتنه مطرح وه، بلكې د هغه په افكارو كې ما د ټول افغانستان لپاره د ترقۍ او تعالى ډېرې ښې هيلې او د حسن خير پراخه افكار، ارزوګانې او پلانونه ليدل.
ډاكتر صاحب ستوري به په سياسي بحثونو كې هېڅكله تعصب نه ښوده او په دې ترتيب هغه د لوى زړه او حوصلې خاوند و.كبير ماما د هر ځوان پښتون په زړه كې پروت دى او د هغه د محبت، مينې او احترام خاطرې په زړه كې له ځان سره لرلي. هغه په پښتو ژبه مَېن و، هغه د خپلې ژبې او د خپل ولس لپاره ډېر خدمات وكړل. هېڅ به مې هېر نه شي، چې له دغه دانشمند انسان سره مې د كولن د “ويسلنګ” په ښار كې ملاقات وشو. له روغبړ وروسته يې راته وويل: ستاسو هغه د شيطان په نامه كتاب مو، چې ليكلى و، ولوست خو كه زحمت نه كېږي، هغه په پښتو ژبه هم وژباړئ، ترڅو پښتانه روشنفكران له هغه څخه هم ګټه پورته كړي. خداى بښلى كبير ماما د پښتون قام او زموږ د ملي ژبې پښتو يو داسې قدرمند او باعزته نوم دى، چې ددې علمي شخصيت نوم به د افغانانو په تاريخ كې د تل لپاره ژوندى پاتې شي. كبير ماما ډېر متحرك، فعال او د الهي خلقت خاص مخلوق و. زموږ باعزته پيامبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي:
” اذ مات ابن اّدم انقطع عمله الا من ثلاث: الا صدقۍ جاريۍ، او علم ينتفع به، او ولد صالح يدعوله”.
” كله چې د انسان عمر په دغه فاني دنيا كې پاى ته رسېږي، د هغه عمل قطع كېږي، مګر له درې شيانو نه: يو له دغه درې شيانو نه صدقه جاريه او احسان دى، بل علم نافع دى، علم نافع هغه علم دى، چې نور انسانان له هغه نه ګټه پورته كوي او بل اولاد صالح دى، چې د هغه لپاره دعا كوي”.
خداى بښلى كبير ماما له دغه فيضونو نه برخورداره دى. د هغه علم او فضل او د هغه اولادونه دا ټول هغه نعمتونه دي، چې د هغه ثواب به تر ابده هغه مرحوم ته رسېږي. مرګ حق دى “كل نفس ذائقۍ الموت” ” هر نفس د مرګ ذايقه څښونكى دى”، خو كبير ماما ډېر بې وخته له موږ نه لاړ، د كبير ماما په مرګ ډير خپه شوم، اوس چې كبير ماما زموږ په منځ كې نشته، ولې د هغه خوږې خاطرې او د خندا ډكه ښكلې بشره او څېره به د تل لپاره زموږ په زړونو كې تر ابده ژوندى پاتې وي.اوس موږ ته پكار دي، چې دده د ښو اعمالو پيروي وكړو او ورته د دعا لاس پورته كړو، چې الهي ته موږ ته د ښې پېروۍ توفيق راكړې او دده په روح دې خپل د رحمت فيضان زيات او دائم وګرځوي.
امين يا رب العالمين
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
امين الدين سعيدي
لیکوال،د حق د لارې جريدې چلوونكى
Writer, Chief Editor of “Haq Lara” Magazine