د ډاكتر ستوري په وير كې

چـــــې پــــــــــــيــــــدا شــــــوې تــــــا ژړل خـــــلــــكـــو خـــــــنـــــدل

هـــــســــــې مــــړ شــــــه چــــې تــــه خـــــانــــــدې خـــلــــك ژاړي.

د خپل ابدي سفر په بستر په پوره نور او نمك كې پروت و، د دمخ په رنګ كيې يې لا هماغسې سرخي پاتې وه، په كرده كيې يې د خوښۍ نښې نښانې معلومېدې. تا به ويل، چې په درانه خواږه خوب ويده دى. تورسرې راغوړېدلې، د مخونو كړسا وه، په چيغو، چيغو ژړا او انګولا وه، ساندې او ستاينې وې. د وړاندې ښارونو او نژدې ملكونو څخه راغلي نارينه و د كور د سالون بهر حلقه وهلې وه، په سوچونو او فكرونو كې ډوب ولاړ و، چا خپلې اوښكې زړه ته تېرولې او د چا په مخ بهېدلې. دده د ماضي په ښه سلوك، خوږو شېبو او خاطرو، وختونو او يادونو كې يې خپل فكرونه متمركز كړي وو.

ما چې تازه د زړه اپرېشن كړى و او يوه ورځ دمخه له روغتون څخه راوتى وم، له خپل منلي ملګري سره د ابدي مخه ښې مراسمو ته ورسېدم. چيغې، ژړا، شور او زوږ و. په دغه غټې پېښې او د خپګان په دغه درنه شېبه كې هك پك پاتې شوم، په سترګو كې مې اوښكې وچې شوې، د تن موازينه مې پرځاى نه وه. ورغلم د خپل ملګري څنګ ته ډېر نژدې ودرېدم. دده سترګې پټې وې، خوله يې هم تړلې وه، ما يې مخ ته ډېر ځير ځير كتل. دا ځل يې له ما سره خبرې نه كولې. ده به تل له ما سره د خپلې پښتونخوا، قامي وحدت، د خپلو ولسونو د ارامۍ او نېكمرغۍ خبرې كولې. دا ځل د پخوا پرخلاف ده او دده اروا غوښتل، چې دده په اړه د دوستانو ژمنې، مينې او پېرزوينې واوري او وېي ويني او يوه نتيجه له ځان سره يوسي. دده په ارمان او مرام مې د تايېد مهر ولګاوه، څو مبارك ايتونه او لنډ سورتونه مې ولوستل، خپلې دوعاګانې او ښې هيلې مې د ګران ملګري او دده د اروا په وړاندې د كاېناتو څښتن ته عرض كړې او ښاېسته زياته شېبه مې له خپل ملګري سره فكري خواله وكړه. دا مهال يو چا چې له دې فاني دنيا څخه و، هغې ابدي دنيا ته دده د مخ او زموږ ترمنځ دړه ايښودله.

له ده سره په دې ابدي مخه ښه كې مې وروستى احترام پرځاى كړ، څو ګامه شاته لاړم، د كور له دروازې راووتم، اوږده ساه مې واخيسته، ښكته پورته ځمكې اسمان ته مې وكتل، ټول ولاړ خلك مې له سترګو رالاندې ايستل، ټول چوپ و، د چوپې چوپتيا فضا حاكمه وه. ټولو خلكو په ځمكه كې سترګې ټومبلې وې، په ژورو سوچونو كې ډوب تللي وو.

د هر چا په زړه كې له ده سره د بېلتون او مخه ښې په دې مهال دده د ياد، يادونه او خاطرې راژوندۍ شوې وې. هر چا يې اعمال، انساني سلوك، ښه او بد د فكر په تله تلل.

ډاكتر كبير ستورى د ډېر ارام خوشحاله طبيعت او خاكساره شخصيت خاوند و. د پاكۍ، صداقت، مينې او پېرزوينې يو سمبول و. زما په غالب ګومان چې ډېر خلك به يې زما په څېر د مينې پوروړي وي. دى په ټولنيز ژوندانه كې يو مهربانه شخص و، د ښه سلوك خاوند، د دېرې او حجرې څښتن او په پښتني دود او كلچر كلك پابند و. په پښتو، پښتنو او پښتونخوا سخت مېن و.

كــــــه زمـــــا ســـــــــتــــوري پـــــه قــــــــبـــــــر چــــېـــرې راشـــــــې

پـــــه پـــــــښـــــــــتـــو راتــــــه دوعـــا كـــړه، پــــرې مـــېــــن يــــم.


د ډاكتر كبير ستوري د ژوند زياته برخه په اروپا كې تېره شوې وه. كه څه هم دى له وطن څخه ليرې پاتې شوى و، خو زړه يې له پښتون او پښتونخوا سره تړلى پاتې شوى دى، چې دا تعلقات زما په ګمان دوه دليله كېداى شي. لومړى دا چې د غربي تمدن او پرمختګ اغېزه په ډاكتر ستوري له يوې ډډې او له بلې خوا د المان د خلكو نشنلېستي افكار ددې سبب شوي، چې د عدم تشدد فلسفه خپله كړي او د المان په فدرالي جمهوريت كې د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند يعنې PSDP د بنسټ ايښودونكيو مخكښانو په كتار كې ودرېږي.

ډاكتر ستوري په ډېره هوښيارتيا او زړورتيا ددغه ګوند مرام شرق، غرب، شمال او جنوب ته د ټولو پښتنو غوږونو ته ورساوه، چې په دغه لاره كې يې ډېر كړاوونه او زندانونه هم ګاللي دي. په دې هيله او ارمان، چې پښتون ولس دې هم ازاد، اباد او د نړۍ د ولسونو سيال شي. ډاكتر ستورى د سيكالوجۍ ښه ډاكتر، د سياست په ميدان كې ښه مشر او د ادب په دنيا كې ښكلى ولسي شاعر و.

ستورى په خپله سياسي كړنلاره كې له پيله تر پايه پښتو، پښنو او پښتونخوا ته صادق او وفدار پاتې شوى دى. د خپل ولس او خپلې خاورې په سر يې معامله او معامله ګيري نه ده كړې. لكه څنګه چې يې له پښتو او پښتونخوا سره مينه او علاقه درلوده، همداسې يې خپله خوښي او خپله نېكمرغي پښتنو او پښتونخوا كې لټوله. قناعت يې كړى او قناعت يې تر ټولو بهتر ګڼلى.

يــوه هـــيـــلـــه چــې ســر شـــي بـلــه هــيـــلـــه شــــي پــــيـــدا

دې هــيــلـــو د انـــــســــان تـــه حــــد ټـــاكـلـــى نـــه دى چــــا

دا هــيــلـــې نه خلاصـــېـــږي نـــاپـــايـــانـــه ســلـــســـلـه ده

يــــــوازې قـــــنـــــاعــــــت دى ددې هـــيــــــلــــــــو انــــــتـــهــا

قـانـع چې انسان نه شي هـمــېـــشه بــه ســـرګــــردان وي

ګـــالـــي بــه كـړاوونـــه مـــنــــډې تــــــرړې هــــــــرې خــــــوا

دا سـتـورى خو قانع دى نور څه نه غـواړي له خــدايـه

صـــرف يــو مـــوټـــى ابــاده او ازاده پـــښــــتـونــــخـــوا


ډاكتر ستوري د خپل سياسي هدف لپاره كومه خارجي تيوري او ايډيالوژي نه وه راوړې، بلكې دغه هدف ته د رسېدو لپاره يې له هر ډول ممكنه ولسي لارو چارو څخه استفاده كوله. مانا دا چې روان شناسي، سياسي پوهنه، ټولنپوهنه، فلسفه او دغه ټوله تحصيلي شتمني يې د خپل دوه ټوټې شوي ولس د بيا يوځاى كېدو او ويده ولس د ويښېدو لپاره كاروله.

دغه راز ډاكتر ستوري د پښتو ژبې، ادب او شاعرۍ كې هم لوى لاس درلوده. ده په خپل شعر كې خط او خال، ګل او بلبل نه دي ستايلي، بلكې ده په خپلو اشعارو كې په ماهرانه توګه د پښتو په ادبي چوكاټ كې د پښتو، پښتنو او پښتونخوا غوښتنې او پوښنې مخې ته كړي او په ګوته كړي دي.

زار دې شـــــــم قــــلـــــــمــــه د پــــښــــتــــو ســـنـــدرې لــيــكـــه

بـــيــــا د پـــــښــــتـــونــــخـــوا د ســـر درو ســـنــــدرې لــيـــكـه

زه خــــپــــلــــه ټــــپـــه پـــخــپـل ربـــاب كـــې غـــږول غـــواړم

ساز پــه يــكـــه زارر او يــه قــربـــان شـــروع كــول غــواړم

زه قــامــي وحــدت پــه زور د مــيــنــې جـــــوړول غــــواړم

مــاتــه د خــــپـــل قـــــام د نــنــــګـــيــالـــو ســنــدرې لــيـــكـــه

زار دې شـــــــم قــــلـــــــمــــه د پــــښــــتــــو ســـنـــدرې لــيــكـــه

زه د ژونــدون نـــاوې خـپـل كــالــه تــه راوســـتـل غــــواړم

زه ويـــده شــعــور د پــښـــتــونــوالـــي ويــــښـــول غــــواړم

زه پښتو ليـكل، پښـتو ويـل، پـښـتو لوســتــل غــواړم

مـاتــه د خـــپــــل كــلــــي د حــــــجــــــرو ســــــنــدرې لــيـــكـــه

زار دې شــــــم قــــلـــــــمــــه د پــــښــــتــــو ســـنـــدرې لــيــكـــه

زه تـــــــانــــــــه قـــلـــــمـــه تـــــــېـــــره تـــــوره جــــوړول غــــواړم

تـــاتــــه د خــوشــــال نـــيـــكـــه پـــټـــكـــى پـــه سرول غواړم

لاره مـــې پـــښــتـو ده د پـــښـــتــو پـــه لاره تـــلـــل غــواړم

“ســــتــورى” تـــه د ژونــــد د پـــســـرلـــو ســـنــدرې لـــيكـه

زار دې شــــــم قــــلـــــــمــــه د پــــښــــتــــو ســـنـــدرې لــيــكـــه


ډاكتر ستورى چې په سياسي افكارو او اهدافو كې د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفار خان بابا د نظرياتو او د هغه د عدم تشدد له فلسفې پيرو دى، ځكه خو د جنګ جګړو او وينو توېدو سره په اختلاف كې د تورې او ټوپك پرځاى د قلم توره په ګوته كوي.

ډاكتر كبير ستوري د خپل بې وزلي، زورېدلي، ځپل شوي او دوه ټوټې شوي ولس لپاره ستراتېژيك اهداف او هغې ته د رسېدو ډاډمنې لارې چارې نه يوازې د ګوند په كړنلاره كې توضيح كړې، بلكې د پښتو ادب په شعري ژبه يې هم په مفصله او اغېزمنه توګه توضيح او تشريح كړي، چې راتلونكي نسلونه به يې له لوستلو څخه خوند او پند اخلي.

ډاكتر كبير ستوري خپل خوږ عمر د پښتون ولس د يو موټي كېدو، ازادۍ او ابادۍ لپاره وقف كړى و. سياسي ګوندي فعاليتونه يې په لره او بره پښتونخوا كې او د المان په فدرالي جمهوريت كې په نه ستړي كېدونكې توګه سر ته ورسول. ډېرو كنفرانسونو، سيمينارونو، غونډو او مظاهرو ته يې سازمان دهي وركړه. د المان په بېلابېلو ښارونو كې ېي كلتوري غونډې او محفلونه جوړل كړل، بيانيې او اعلاميې يې خپرې كړې. په اروپا كې يې د پښتنو د هويت، شخصيت او ملي دودونو او دستورونو په غرض د خپل هېواد ملي او وياړلې ورځې ونمانځلې. پښتانه يې د خپل هويت او ارزښت په مفهوم پوه كړل. په اروپا كې يې د پښتنو د هويت د وركېدو مخه ونيوله، پښتو ژبه يې د پردو له لغاتو او منفي اثراتو څخه وژغوروله. د پښتو ژبې د غني كولو او علمي كولو لپاره يې په سيكالوجۍ كې خپل چاپ شوي اثار پرې وراضافه كړل.

په پښتو ادب كې يې د اشعارو څو مجموعې چاپ او خپرې كړې دي او ان تر دې چې په ټوله پښتونخوا كې يې بېلابېلو هنرمندانو، چې دده اشعار تنصيف كړي او په قالب كې يې اچولي، د اشعارو ښكاره پيام او پښتني احساس يې د هر اورېدونكي د زړه تنده ماتوي. د اورېدونكيو احساس او ولولې راويښوي، د پښتنو فكر او خيال ته نوى سمون، بدلون او نوى خوند او نوى رنګ وركوي.

راتــه ښــــــــكـــاري حــــــالــــــــت دى پــــــه بــــــــدلــــېــــدو كــــې

اوښـــــــــتـــــون ذهـــــــــنــــي راغــــــــلـــــى پــــښــــتـــــــنــــو كـــــــې

اوازې دي د يـــــــــــــــووالــــــــــــــي خــــــــــــــپــــــــرې شــــــــــــــــوي

اتـــــڼـــــــــونــــــــــه دي خــــــــــوشـــــــــال بـــــــابــــــــا دېــــــرو كــــــې

د ارمــــــان د امـــــــــېـــــــدو غــــــــــوټــــــــــۍ بــــــــه ګــــل شـــــــي

بـــيـــــا بـــــه وټـــــومـــبــــي زلـــمـــي ګـــل پــــه شــــمــــلـــــو كــــې

بــيــا واكـــمــن بـــه خــــپــل وطـــن كـــې پــــښــــتـــــانــــه شــــي

پــــښــــتونــخـــــوا نــــوم بـــــه شــي يـــاد خـــپلواك ملكو كې

د پـــــــښـــــــتــــون د ســـــــــوكــــالـــــــــۍ وخـــــــــت راروان دى

د بــــخــــت ســـتـــورى يــــې ځلــــېــــږي تــــورو شــــپــــو كــــې

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

مېرزا محمد كونړى برهانى

ليكوال، ژورنالست،

Mirza Mohammad Kunari Burhani

Journalist