ډاكتر كبير ستورى

د هېواد د فرهنګ د اسمان ځلانده ستورى

د 2006 كال د اپريل د مياشتې په څلورمه نېټه زموږ څخه زموږ د هېواد يو بل ملي، فرهنګي شخصيت ليكوال، سياست مدار او تكړه شاعر ډاكتر كبير ستورى له دې فاني نړۍ څخه د ابدي او واقعي نړۍ په لور د ابد لپاره وكوچېد.

انا لله و انا اليه راجعون

ډاكتر كبير ستورى زموږ د هېواد د فرهنګ د اسمان هغه ځلانده ستورى و، چې د هغه په رالوېدو يې د فرهنګ په نړۍ كې خپل ځاى د ابد لپاره خالي پرېښود. ډاكتر كبير ستورى د خپلو شعرونو له ليارې چې همېشه يې د خپلې مور (ټاټوبي)، ژبې او انساني او واقعي مينې په ياد ليكلي دي او هم د هغه چاپ شويو او ناچاپو اثارو په واسطه چې د ساه پوهنې، خپل هېواد، خپلې ژبې او بعضې نورو مساېلو په ارتباط ليكلي دي، د پښتو ژبې د پرمختګ او سمسورتيا لپاره په زړه پورې او نه هېرېدونكي تلپاتي خدمتونه كړي دي. ډاكتر كبير ستورى هم له سياسي اړخه يو بادركه، په خپل هېواد، خلكو او خپله ژبې مَېن او د ټينګ عزم خاوند و.

ډاكتر كبير ستورى همېشه ددې لېواله و، چې له كومې معقولې لارې څخه خپلو خلكو ته خدمت وكړي او دا يې همېشنۍ ارزو وه. د بېلګې په توګه: كله چې ارواښاد ستورى لا په هماغه تنكۍ ځوانۍ كې د لوړو زده كړو لپاره جرمني ته راځي، دى د لارې په جريان كې نور هېوادونه ګوري، چې زموږ د بېچاره هېواد په پرتله ډېر پرمخ تللي او د زده كړې او پوهې په ګاڼه سينګار دي، نو دى خپل د لارې ملګري ته په ډېره مايوسۍ او غمجنه لهجه وايي چې نورو خلكو خپلو هېوادونو ته څومره كار كړى دى او څومره پرمختللي دي او زموږ بېچاره هېواد څومره وروسته پاتې دى؟.

دى په همدې مينه او اميد، چې د خپلو لوړو زده كړو د پاى ته رسولو وروسته به خپل هېواد ته د زړه له اخلاصه خدمت كوي او خپل تحصيل ته به په پوره مېړانه دوام وركوي او هغه به هم په بريالۍ توګه پاى ته رسوي.خو لكه چې هوښياران وايي، چې د خداى ج او انسان ارده سره يو شان نه وي، زموږ په هېواد كې د مرحوم ستوري او زموږ د مظلومو خلكو د ارادو او اميدونو خلاف د غويي كودتاه كېږي او هم د شوروي سرې لښكرې زموږ په هېواد يرغل كوي او په دې واسطه زموږ خلك او زموږ هېواد د وينو او غمونوپه سېلاب لاهو كېږي. نو ښاغلى ستورى د خپل هېواد پرځاى په جرمني كې استوګن شو، خو ډاكتر كبير ستورى لا هم د خپل عزم او ارادې څخه په شا نه ځي او هم د خپل تحصيل څخه وروسته په جرمني كې خپلې سياسي او فرهنګي مبارزې ته دوام وركوي.

دى د خپل هېواد د سياسي سرنوشت د ټاكلو لپاره او د خپل هېواد د ازادۍ او د سرو لښكرو د بېرته شړلو لپاره له هېڅ ډول فداكارۍ څخه سپما نه كوي. دى او ددې د ليارې نور ملګري په جرمني كې مختلف سيمينارونه او غونډې جوړوي او د شوروي د تجاوز په هكله نيوكې او پريكړې كوي. ددې ترڅنګ د خپلو مهاجرو هېوادوالو سره هراړخيزې مرستې كوي، چې زياره يې ددې د ګوند (د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند) د سياسي هويت پر بنا په جرمني كې سياسي پناه اخلي، چې په همدې وسيله ډېر مهاجر افغانان د خاصو سهولتونو څخه برخورداره شو.

د ټولو سياسي او فرهنګي هلوځلو ترڅنګ ډاكتر كبير ستورى د ځانګړو سپېڅلو خصوصياتو څښتن و، چې د همدې له كبله د ټولو خپلوانو او دوستانو په منځ كې پخپلو ځانګړو خواصو د دروند، باارزښته او يوه ښه مثال په توګه مشهور و. دده د علميت او پوهې ترڅنګ دده سپېڅلتيا او دروند كركټر ددې شخصيت ته لا زياته وده وركړې وه. كله چې به چا د يوه ساعت لپاره هم له خداى بښلي ډاكتر كبير ستوري سره وليدل، نو بيا به هغه شخص د ښاغلي ستوري په شخصيت مَېن و.خلاصه دا چې د ښاغلي ارواښاد ستوري د شخصيت په هكله كېداى شي چې كتابونه وليكل شي، د يو مضمون او مقالې لوستل او يا ليكل داسې ده، لكه په بحر كې د اوبو يو څاڅكى.

د ښاغلي ستوري د لوى غم هېرول او يا ځان ته د تسلي وركولو لپاره په يوه جمله بسنه كوو، چې موږ ټولو انسانانو د طبيعت دغه لوى كاروان ته ځان سپارلى او وايو، چې څه چې د لوى څښتن رضا وي.

زه د ښاغلي ارواښاد ډاكتر كبير ستوري درنې كورنۍ، د هغې مينه والو او د افغانستان ټولو فرهنګيانو ته د زړه له كومي د صبر او زغم ارزو كوم او ارواښاد ته له لوى رب څخه د جنت فردوس غوښتنه كوم.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

حاجي احمد شاه امین

د جرمني په مونشن ګلادباخ كې د افغاني كلتوري ټولنې مشر

Haji Ahmad Shah Amin

Chairman of Afghan Cultral Association Moenchengladbach – Germany