د ستوري په تلون زړې خاطرې

د 1352هـ كال د ثور په مياشت كې يانې 33 كاله پخوا د فرانكفورت په هوايي ډګر كې كښته شوم. څو ورځې مې د مسافرو محصلينو په كور كې تېرې كړې، په پاى كې مې فكر وكړ، چې زه خو د تحصيل لپاره راغلى يم، نو بايد پوهنتون ته لاړ شم او د خپل تحصيل غم وخورم.

د فرانكفورټ په پوهنتون كې مې څو كسان پښتانه محصلين پيدا كړل، چې له هغوى څخه يو دريا خان وزير و. زما سره ټولو پښتنو ډېر ښه وضيعت وكړ او هر يوه به په خپل وار سره خپلې كوټې ته مېلمه كړم.د يارانو په مجلس او كيسو كې مې د كبير ستوري نوم غوږو ته راورسېده او په اورېدو يې ډېر بې حوصلې شوم، چې زه به څه وخت ستورى صيب وينم. يوه ورځ د اونۍ په مېنځ كې د محصلينو د ډوډۍ خوړلو په ځاى كې مې ستورى صيب وليد او زه نورو انډيوالانو ورته معرفي كړم.

ستورى صيب ماته پورته شو او راته ويې ويل:

” ځوانه ستړى مشې!” او په غېږ يې ښه روغبړ راسره وكړ. څو ورځې نور مې هم ستورى صيب كله كله د محصلينو د ډوډۍ خوړلو په ځاى كې وليد او خبرې مو سره كولې. په دې څو ورځو كې ما دوه شيان د ستوري صيب وپېژندل: يوه دا وه، چې هغه د “جان” كليمه نه استعمالوله او ماته به يې “هاشم خان” ويلې او بله دا وه، چې كله به يې چې له چا سره روغبړ كاوه، لكه نورو افغانانو به چې كول د چا مخ يې نه مچاوه او زړه پښتني ستړي مشي به يې كوله.

كبير ستورى ماته ډېر خوشحاله، باجرئته، سپين سپېڅلى او يو اجتماعي انسان معلوم شو. يوه اونۍ وروسته كبير ستوري ماته خپله د محصلي كوټه راكړه، چې ما هلته ژوند پكې كاوه. ستورى صيب په دې وخت كې د ماربورګ په پوهنتون كې محصل و او ځينې وخت به يې د كولن ښار ته هم سفر كاوه او هلته يې د “المان غږ” په راډيو كې د پښتو ژبې په پروګرامونو كې كار كاوه. څرنګه چې نورو حزبي افغانانو ستورى صيب ماته يو افراطي پښتون راپېژندلى و، نو زما لومړۍ پوښتنه له ستوري صيب څخه دا وه، چې دى څرنګه پښتو او پښتانه غواړي؟ ستوري صيب په ډېره ځيركۍ سره زما د سوال په ريښو او علت پوه شو، چې دا سوال خو بې څه نه دى او داسې ځواب يې راكړ:

” هاشم خانه! پښتانه يو مرض لري، چې هغه بې اتفاقي ده. پښتون له بل چا څخه دومره نه دى ټكول شوى لكه د خپلو پښتنو له خوا. زه د پښتنو د اكثريت د حقوقو، يووالي، ژبې او د محكوم پښتونستان ازادي غواړم، خو نور خلك هم داسې دعوا كوي، خو هغوى يې له بلې لارې څخه غواړي، نو ځكه يې زه په سترګو كې خنډ يم”. په دې څو ورځو كې ما له كبير ستوري څخه ډېر شيان زده او ډېرې خبرې واورېدلې او ډېر حقيقتونه راته واضح شول، چې بيا وروسته يې زما په سياسي لاره ګي ډېر غټ رول ولوباوه. كه څه هم ما د ښوونځي له دورې څخه له ځينو پښتني كړيو، شاعرانو او اديبانو سره تماس لاره، چې له هغوى څخه يو خداى بښلى قيام الدين خان خادم و، خو كبير ستورى په عقيدوي او عملي لاره كې ډېر محكم راته څرګند شو.

يوه مياشت وروسته زه د جرمني جنوب ته د جرمني ژبې د زده كولو لپاره لاړم او څلور مياشتې وروسته د ژبې د كورس له ختمېدو څخه د ګيسن د ښار په پوهنتون كې، چې د فرانكفورت ښار ته ډېر نږدې پروت دى، د تحصيل لپاره ځاى راته پيدا شو او په دې پوهنتون كې مې په تحصيل پيل وكړ.خداى بښلى كبير ستورى په دې وخت كې د پښتنو او بلوچو يوه ټولنه په فرانكفورت كې جوړه كړه او څه وخت وروسته يې د سپرغۍ په نوم يوه مجله، چې د يوې جيبي كتابچېي اندازه يې لرله او په خوږو هېوادپالو او پښتون دودي شعرونو ډكه وه، په خپل مصرف په ځانګړې توګه چاپ او خپروله، چې دوه ټوكه يې تراوسه پورې له ما سره شته دى.

زه به هر وخت د پښتنو او بلوچو د ټولنې غونډو ته ورتلم او ګډون به مې پكې كاوه. د پښتنو او بلوچو د ټولنې غونډې به ده پخپله جوړولې او په هره غونډه كې به حاضر و. همداراز څه وخت وروسته يې بيا د كولن په ښار كې د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند بنسټ كېښود. د كمونستانو تر كودتا وروسته هر سړى د خپلې كورنۍ په غم كې شو او په هېواد كې ګډې وډې خبرې رامنځ ته شوې، كورنيو خپلوانو ډېر مجبوريتونه او اقتصادي تكليفونه په افغانستان او په داخل د پاكستان كې مهاجرينو ته پيدا شول. د روسانو تر راتګ وروسته زموږ ټول پښتني فعاليتونه تيت پرك شول، مركزيت ضعيفه شو او خپله قوه يې له لاسه وركړه. ډېرو ملګرو خپل مخونه د مجاهدينو او جهاد خوا ته وګرځول او په همدې ډول هغه نژدې روابط ډېر سست او يا بيخي له منځه ولاړل.

د روسانو اشغالګري په افغانستان كې ډېر وخت دوام وكړ او كله چې مجاهدين بريالي شول، نو ددې قدرت يې پيدا نه كړ، چې يو مركزي دولت جوړ كړي. په هېواد كې شر او فساد منځ ته راغى، هر جنګي قوماندان خپله برخه په لاس كې ټينګه كړه او افغانستان په برخو تقسيم شو. هغه ډله، چې د باندنيو چارو وزارت يې په لاس كې و او په ملګرو ملتونو كې يې استازي لاره، په ډېره چالاكۍ سره يې په هېواد كې د ايتينكي (يا مليتي) توازن او شمېر ته ډېر غټ تغيير وركړ. د مثال په توګه پښتنو پښتانه يې له 65 فيصدو څخه 36 فيصدو ته راوسته او د باندنيو چارو د وزارت له خوا يې ټولې نړۍ ته يوه نوي احصايه وركړه او ورته معرفي يې كړه.

كه څه هم دې ډلې په كابل حكومت كاوه، خو خپله بدبختي يې هم له نورو قومونو سره وښودله او نړېوالو ته يې داسگي وښودله، چې جنګ خو د پښتنو په سيمو كې شوى دى او په دې 14 كالو جنګ كې د پښتنو وګړيو شمېر (احصايه) ځكه دومره كښته راغلې ده. د پښتو ژبې خپرونې په راډيويي او نشراتي ډول وركې شوې، نو دا هغه وخت و، چې پښتانه بېخي نااميده او په مځكه پراته وو. په دې حساس وخت كې ډاكتر كبير ستورى، چې په دې وخت كې يې خپله دوكتورا د ساپوهنې په علم كې اخيتسې وه، بيا د پښتو بېرغ پورته كړ او لومړى ځل يې د كولن په ښار كې په پښتو ژبه د ډيموكراسۍ په نوم يو سيمينار جوړ كړ، چې په دې سيمينار كې ډېر پښتانه او افغانان روڼ اندي راغونډ شوي وو. دغه سيمينار وروسته د ټولو پښتني كلتوري فعاليتونو منشا وګرځېده. ډاكتر كبير ستوري او د هغه پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند په دې توره دوره كې د پښتنو د سياسي حريمت لپاره لوى خدمت وكړ او پښتنو ته يې بيا قوه وركړه.

د ډاكتر كبير ستوري يوه خبره به زما هېڅ هېره نه شي، چې خداى بښلي به ويل: ” پښتنو په ژوند كې ډېرې لوړې او ژورې ليدلي دي”. خداى بښلي ډاكتر كبير ستوري نه يوازې په المان كې د پښتو او پښتونولۍ بېرغ پورته كړى و، بلكې ټولو هغو غونډو او سيمينارونو ته به هم ورته، چې په كوزه پښتونخوا كې به داېرېدل او هلته به يې هم د پښتنو د حقوقو نارې وهلې. په دغو 33 كالو كې چې زه خداى بښلى ستورى پېژنم، هغه خپله لاره كږه نكړه او پخپله لاره باندې روان و.

خداى بښلي ستوري د چا غېبت نه كاوه، ډېر درانه پښتني اخلاق يې لرل، له بدو خبرو او تهمت څخه يې ډېر بد راتلل. دغه انساني او اخلاقي رويه يې ددې شاهدي وركوي، چې ډاكتر كبير ستورى له يوې ښې درنې كورنۍ څخه دى او د رهبرۍ خاصيت يې لاره.

خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى په كوزه او بره پښتونخوا كې ډېر مشهور او د پښتون سوسيال ډيموكرات ګوند د موْسس په نوم يادېږي. لكه څنګه چې په ډاكتر صيب پښتانه ګران وو، په هغه اندازه دى هم په پښتنو ګران دى او دده له نوم سره پښتو او پښتونولي تړلې ده.

دده مرګ زما لپاره، چې 33 كالو راهيسې يې پېژنم، ډېر غمګين حالت و، ځكه چې د خپلې عقيدې لپاره زما څخه خداى پاك يو مټ او بازو واخيست. ډاكتر كبير ستورى يو عقيدوي او عملي پښتون سوسيال ډيموكراټ و. هغه د پښتو او پښتونولۍ عكس په ډيموكراسۍ كې غوښت او نه برعكس، خو كوم حالت چې رتلونكى وي او طبيعي وي، نو له هغه خلاصېدل نشته. زموږ ملګري دې خداى پاك وبښي او موږ ته دې خداى پاك قدرت راكړي، چې دده اصولي لاره، كوم چې د پښتنو د حقوقو د اخيستلو په بنسټ ولاړه ده، تر اخره پورې تعقيب كړو.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ډاكتر محمد هاشم “بابړي”

کمپیوټر پوه

Dr. Mohammad Hasham Babar

Computer Specialist