د ستوري ژوند ته ځغلنده كتنه

ارواښاد ډاكټر كبير ستورى د هېواد په وروستي معاصر تاريخ كې يو روښانه، ځلانده ستورى و، چې د وطن او خصوصاً د پښتنو په دې حساس، خطير او نازك وختونو كې چې له هرې خوا ورباندې د پټو او ښكاره دښمنانو له لوري بمونه او راكټونه اوري، څوك يې د ترورېست په شعارونو، څوك يې د طالب او القاعده په نومونو، څوك يې د مخالفينو او ځان وژونكيو په تورونو، څوك يې په يوه دسيسه او توطيئه، څوك يې د ډيورنډ د كرغېړنې او منحوسې كرښې د بندولو په پلمه، څوك يې د مليونونو مليونونو باغېرته او باشهامته پښتنو په تجزيه كولو او يا د اغزي لرونكيو سيمونو او ماينونو په كېښودلو او يا د نورو استعماري او استثماري اهدافو او مقاصدو د پيدا كولو په تكل او هدف وژني او له كلونو راپه دې خوا د پښتنو په هره دره او په هر غره او سمه د بې ګناه او معصومو پرګنو وينې لكه د سيل په شان جاري او هم د تاريخ په اوږدو كې دوى تل د نورو او پردو د هوسايۍ او سوكالۍ لپاره قرباني وركړې او يا پلورل كېږي او خصوصاً دا چې د دېرش كلن جهاد او جګړو په جريان كې همدا پښتانه وژل شوي، كورونه يې خراب شوي.

مادي او معنوي شتمنۍ يې له مېنځه تللي، مهاجر او پردېس شوي او په هره پرښه او ترخه يې سكاټونه او مېزائيلونه لږېدلي او اوس هم دا توره لړۍ او سخته سيلۍ د دروغجنو دوستانو او د لستوڼي د مارانو له لوري په ډېره بې رحمانه او ظالمانه توګه دوام لري.

نو ارواښاد ډاكټر كبير ستورى ددې ناخوالو د سل هاوو نورو ستونځو، غمونو، دردونو، رنځونو، ويرونو او تېرېو په ليدو او اورېدو سره چې په لرو او برو پښتنو يې تور ټغر غوړولى او اوس هم ورباندې ږلۍ او واورې اوري او پخپلو كورونو كې د دوى اّزادي، خپلواكي او فطري او طبيعي حقوق تر پښو او پوښتنې لاندې يا په بل عبارت (پردي غواړي چې د كور څښتنان له خپلو كورونو څخه وباسي او قاطع اكثريت چې له زرګونو كلونو راپه دې خوا ځلانده او روښانه تاريخ لري او هم د حماسو، قهرمانو او بهادريو اتلان او مخكښان دي) د پردو په مرسته د خاېنانه تړونونو او سازشونو له لارې مريان وګرځوي، نو ارواښاد كبير ستورى او د هغه يو شمېر نور ملګري د عالي انساني او ملي احساساتو او مفكورو په لرلو سره د زړونو په ناروغيو اخته او له ډېرو ارمانونو او اميدونو سره له دې بې وفا نړۍ څخه د دارالبقا عالم ته رحلت وكړ.

انا لله و انا اليه راجعون


خو د مرحوم ستوري د سنګر او مورچل نور مخلص او ايمان لرونكي ملګري په ډېر شهامت، غېرت، جرئت او په نه ستړي كېدونكي توګه خپلې ايماني، وجداني او ملي مبارزې ته دوام وركوي.

ارواښاد ډاكټر كبير ستورى په كوچنيوالي كې په داسې سيمه او ماحول كې مېنځ ته راغى، چې د كونړونو ښكلې او شادابه سيمه د ملي قيامونو او غورځنګونو مركز او سنټر ګرځېدلې وه او هلته ډېره موده د ولس او حكومت ترمېنځ ډېرې سختې او خونړۍ جګړې روانې وې او په نتيجه كې دواړو خواو ته زيات ځاني او مالي تاوانونه ورسېدل او برسېره پردې ځينو هغو مفسدينو، مفرضينو او د قاطع اكثريت د دښمنانو په لمسون او تحريك چې په دربار كې ننوتلي وو او يا يې په دولت او حكومت كې ځالې جوړې كړې او له مختلفو لارو يې واك او ځواك ترلاسه كړى و، ددې سيمې يو شمېر ملي، مخور، پوه، د اعتبار او نفوذ خاوندان ووژل يا يې زندانيان كړل او يا يې هېواد نورو سيمو ته د بشري حقوقو او پرنسيپونو په خلاف تبعيد او فرار ته مجبور كړل او يا بهرنيو هېوادونو ته تښتېدل، خو ډاكټر ستوري او يو شمېر نورو ځوانانو او د علم او پوهې پتنګانو وكولاى شول، چې په داسې سختو او نامساعدو شراېطو او حالاتو كې خپل تحصيل ته دوام وركړي، د خپل زيار او استعداد له لارې لومړنۍ زده كړې او له هغه وروسته د رحمان بابا په لېسه كې ثانوي تحصيلات په اعلى درجه سرته ورسوي او بيا د خپلې پوهې او ذكاوت په استفادې سره په داسې حال كې، چې نه پيسې لري او نه واسطې د المان د دولت تحصيلي بورس ترلاسه او له هغه وروسته د ماسټرۍ او ډاكټرۍ په سويه د يو علمي، پوه او پياوړي ليكوال په توګه خپل ځان په المان او افغانستان كې څرګند كړى.

ارواښاد ستوري د خپلو ملګرو او دوستانو په زيار او ملاتړ په المان كې د پښتو او پښتونولۍ اّواز پورته كړ، مقالې او كتابونه يې وليكل، په مختلفو ټولنو او كنفرانسونو كې يې ګډون وكړ، د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په نامه يې يو ګوند مېنځ ته راوست، چې په هغه كې زيات شمېر پوه او ملي شخصيتونه ګډون لري.

همدغه شان مرحوم ستوري او د هغه د ګوند غړيو په تاريخي او ملي ورځو د نمانځنې او د نامتو مشهورو شخصيتونو په وياړ ټولنې مېنځ ته راوستلې. هغوى ته يې جايزې او مډالونه وركړل او هغوى يې زيات ونازول او وهڅول او هم يې تر وسه وسه زيار ووېست، چې د لر و بر پښتنو ترمېنځ يووالى مېنځ ته راشي او په همدې مقصد يې د ډيورنډ د كرښې دا بطال په مقصد كله چې له استعماري تړون څخه سل كاله تېر شول، د المان د ويسيلنك په ښار كې شانداره غونډه جوړه كړه، چې په هغې كې په سلهاوو پوهانو او ليكوالانو ګډون كړى و.

په لنډه توګه ويلاى شو، چې ارواښاد ستورى او د هغه د ګوند غړي (د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند) په حقيقت كې د لرو برو پښتنو ترمېنځ يو (پل يا رابطه) ده، چې دا دواړه تاريخي سيمې چې د استعماري ښكېلاك د تورو او خاېنانه دسيسو او پلانونو په نتيجه كې دښمنانو په غلط تصور او ګومان جلا شوي بولي، له يو بل سره بېرته نښلوي. دا هم بايد ووايم چې د اسلام، وطن او پرګنو د پټو او ښكاره دښمنانو له خوا په دې ګوند پسې زيات پروپاګندونه او تبليغات وشول، پر دوى يې زياتې ټاپې او مهرونه ولګول او تر وسه وسه يې زيار وايست، چې دا پښتني تحريك او نهضت په نطفه كې خفه او خنثى كړي او حتى تر دې، چې په دې تور بشريت ضد او بين المللي ضد اصولو او نومونو پلان او پروګرام كې ځينې هېوادونو او ټولنو لاس درلود او هغوى ته يې له حقيقت څخه لرې معلومات او راپورونه وركړي وو، خو له نېكمرغه دا چې دا د پښتنو د حق اّواز غلى نه شو، بلكې د وختونو په تېرېدو سره يې اوازې او انګازې نورو سيمو او هېوادونو ته هم خپرې شوې او په بهرنيو هېوادونو كې هم يو په بل پسې يو شمېر پښتني ټولنې او اتحاديې مېنځ ته راغلې، چې اوس هم دا لړۍ دوام لري.

زما مطلب له دې ليكنې څخه دا نه دى، چې ګويا ددې ټولو ټولنو بنسټ كېښودونكي او موْسسين د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند او په خاصه توګه خداى بښلي ډاكټر ستورى دى، خو زما مقصد دا دى چې هرومرو پخواني غورځنګونه او جنبشونه په يو شكل له اشكالو د نويو بدلونونو او تحولاتو په راوستلو، الهام اخيستلو او پياوړي كولو كې اغېزه لري او البته دا نهضت او غورځنګ و، چې بيا وروسته يې (د پښتنو كلتوري ټولنه) چې نن په اروپا، افغانستان او حتى په نړۍ كې شهرت لري، مېنځ ته راوستلې او البته د نړۍ پخواني او اوسني تمدنونه او پرمختګونه هم په همدې روحيه او مفكوره دي، چې ځينې كسان وړاندې شوي او د يو سازمان ا واّيډيالوژۍ بنسټ او تهداب يې ايښى. بيا وروسته نور خلك او پرګنې د دوى د كړو وړو په استفادې سره وړاندې تللي دي.

زما هېڅ نه دي هېر شوي، چې تېر كلونه د فرانكفورټ په ښار كې يو شمېر متعصب، تنګ نظره او د پښتنو ضد مهاجرين راټول شول، يو يا دوه سرويس موټرونه يې كرايه كړل او د كلن ښار ته راغلل او بيا يې د ارواښاد (عبدالقدوس تندر، ډاكټر كبير ستوري، ډاكټر عبدالله عزيز) او ځينو نورو پښتنو پر ضد مظاهره وكړه. حال دا چې ددې مظاهرې كوونكي دوستان او خپلوان كمونستان، د روسانو پلويان او د افغانستان د سفارت واګې يې په لاس كې وې. ډاكټر تندر او ډاكټر عبدالله عزيز دواړه وروڼو همېشه د خپلو وطنوالو او خصوصاً پښتنو لپاره بې ساري صادقانه خدمتونه كړي دي.

ارواښاد كبير ستورى د ستر قهرمان او نامتو مبارز خان عبدالغفار خان د فلسفې او مبارزې پلوى و، ځكه باچا خان د پښتنو د هوسايۍ، سوكالۍ، اّزادۍ، د خاورې تماميت او د دوى د فطري مشروعو حقوقو د لاس ته راوستلو په خاطر كلونه كلونه بې رحمانه، ظالمانه، جابرانه او وحشيانه زندانونه او جېلونه تېر كړي او د ولس د بېدارۍ او پوهولو په مقصد كلي په كلي، كور په كور ګرځېدلي او حتى د هغوى غولې او چوترې يې پرې جارو كړي دي.

خان غفار خان د ښكېلاك د تجزيې او وېش مخالف او ددې له خوا ايجنسۍ ګانې چې د پښتنو په مېنځ كې يې بې اتفاقي او دښمني اچوله او يو پښتون د بل پښتون په مقابل كې جنګي او نظامي كلاګانې جوړولې، د پښتنو سيمې د ښكارګاه په څېر ساتل، د ترقۍ او پرمختګ مخه نيوله او حتى د هند ناقص ريفورمونه يې عملي كول او د پښتنو قومونو او قبايلو په مېنځو كې يې د دښمني او بدبينى تخمونه شيندل او يا د جګړو اور ته پكى وهل او خصوصاً د سلو كلونو په ترڅ كې د سلو جګړو مېنځ ته راتګ او د امبيلي او د مېزار خونړيو جګړو او داسې نورو ناخوالو د پښتنو ستر قهرمان خان غفار خان (باچا خان) ډېر سخت ځوراوه، نو باچا خان لومړۍ جلسه په اتمانزو كې جوړه كړه او پر احتجاج يې پيل وكړ او زيات شمېر كسان ټپي او زنداني شول او له هغه وروسته ډاكټر خان صيب او قاضي عطاءالله خان ووژل شول. خان غفار خان په 1924كال كې “انجمن اصلاح افغانيه” جوړ كړ او بيا يې په (1930) كال كې يې خدايي خدمتګاران مېنځ ته راوستل، خو كله چې مسلم ليګ د الله اباد په جرګه كې د اقبال شعار “پاكستان” په 1940 كال كې تصويب كړ، بيا يې فرماېشي انتخابات وكړل، خو پښتنو ورسره مقاطعه وكړه او هغې يې تقلبي وګڼل. انګرېزانو صوبه سرحد پاكستان ته وركړ، ولايتي كابينه لغوه، اّزادي غوښتونكي په چارسده كې ګلوله باران، ملي ګوندونه لغوه او رهبران يې جېلونو او زندانونو ته بوتلل شول.

لنډه دا چې خان غفار خان او ددې ګوند غړو لكه (خان ولي خان، خان افضل خان (خان لال)، اجمل خټك) او په سلهاوو نور مبارزينو زيات ځاني او مالي تاوانونه ليدلي، سختۍ او بې رحمانه جېلونه يې تېر كړي، نو له دې كبله ارواښاد ډاكټر ستوري ددې نامتو مبارزينو پلوي او له دوى سره اړيكې لرلې.

ارواښاد ډاكټر ستورى يو سپېڅلى، زړه سواندى، په پښتو او پښتونولۍ مېن او د ټينګې عقيدې او ارادې خاوند و. كله چې هغه په تېرو كلونو كې پاكستان ته ولاړ، د پښتونستان او پښتونخوا د ملاتړ په دليل زنداني او نژدې وه، چې هغه ووژل شي، ځكه ژبه نه يواځې د افهام او تفهيم وسيله ده، بلكې د يو قوم د موجوديت مشخصيت، وقار او عظمت د څرګندولو لپاره ډېره ستره او اغېزمنه اله او حربه ده.

همدا سبب دى، چې څښتن تعالى فرمايي “ما نه دى لېږلى هېڅ پېغمبر مګر د هغه قوم په ژبه” په همدې ترتيب افغان سيد جمال الدين وايي:” يو قوم هغه وخت مري، چې ژبه يې ومري” خو له بده مرغه چې په ټول پښتونستان او پښتونخوا كې د سلهاوو اقتصادي، عمراني، عرفاني او د نورو ستونځو په څنګ كې يو ښوونځى، لېسه او پوهنځى په پښتو ژبه وجود نه لري. راډيوګانې او اخبارونه د دوى په ژبه نه دي، اردو ژبه چې له پيدا كېدو څخه يې دوه سوه كاله نه دي تېر شوي، جبراً او قهراً پر دې قهرمان ولس تحملېږي او په مقابل كې پښتو ژبه، چې پېنځه زره كلن ځلاند تاريخ لري او دپاكستان مهم شيان هم د دوى د قهرمانانو په نومونو نومول شوي دي، خو د دوى هېواد د قاطع پېژند د يو شمېر خرڅ شويو ديني عالمانو په فتوى له مېنځه تللي او د پښتنو په سيمو كې بمبارۍ او د اټومي شيانو ازمېښت په بې رحمانه او عاقب ناانديشانه توګه دوام لري، نو ارواښاد ډاكټر ستورى او د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند غړي او په پاكستان كې نيشنل عوامي ګوند په دې حقه او مشروعه لار كې مبارزه كوي، نو اولس ورته د زياتو برياليتوبونو غوښتونكى دى.

چــــــــــــــې دســـــــــــــتـــــار تـــــــــــــــړي هــــــــــــــــــــــزار دي

د دســــــــــتــــــار ســــــــــــــړي پـــــــــــــه شـــــــــــــمـــــــار دي


يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

عبدالمحمد مموزى

ازاد ليكوال، ژورنالېست، په المان كې د سنګر او سهار داخبارونو چلوونكى

Abdul Mohammad Mamozai

Writer, Journalist, Chief Editor of “Sahaar” Magazine and “Sangar” Magazine