پــر هېواد مېن

سپېڅلى افغان ډاكټر كبير ستوري غمجنه مړينه

په دې كې خو شك نشته، چې ټول انسانان مري او هېڅوك په دې دنيا كېي تل نه پاتې كېږي. ځينې پوهان وايي چې تراوسه پورې تر اتيا ملياردو زيات انسانان مړه شوي دي. سمه ده، مرګ حق دى او له مرګه خلاصون نشته، خو په دې برخه كې څه تبعيض شته او هغه دا چې له مرګ سره تر ټولو زيات او بې وخته بېوزلي، كمكيان، ځوانان او روښانفكره مخامخ كېږي.

ډاكټر ستورى يو روڼ اندى، وطنپال او ملي شخصيت و، دده ناڅاپه مړينه نه يوازې دده كورنۍ غمجنه كړه، بلكې ټول هغه ځوانان يې خواشيني كړي دي، چې دى يې د نژدې ځنې پېژانده.

دى نه يوازې دننه په المان كې د پښتنو او نورو افغانانو ترمنځ د نژدېوالي، اتحاد او اتفاق يوه ځلانده څېره وه، بلكې كوښښ يې كاوه، چې په ګرده اروپا كې د پښتنو/افغانانو ترمېنځ اتحاد او يووالى راپيدا شي. ډاكټر ستوري ته د پښتنو د ټولنيز ولسولسيز ګوند مشرتوب ورپه غاړه او خپله دغه دنده يې د ژوند تر وروستيو ورځو پورې په ډېر برياليتوب سرته رسولې ده.تاسې ته پخپله ښكاره ده، چې كه چېرې موږ افغانان په تېره موږ پښتانه، پېنځه تنه سره يوځاى شوو په خورا لږه موده كې ترمېنځ تاوترېخوالى پيدا كېږي او په مېنځ كې مو درز او بېلتون راځي، خو د ډاكټر ستوري د تدبير، صبر او حوصلې له امله دغه دى كلونه تېر شول او ګوند او د پښتونخوا خپرونه يې پر خپل ځاى پاتې ده، خپلې منلي (ملي) او كلتوري چارې په ښه توګه پرمخ بيايي.ډاكټر ستورى په اروپا كې ددغه نوموړي ګوند او پښتونخوا مجلې له موْسسينو څخه و. هر ځل چې دلته په اروپا كې چېري د پښتنو/افغانانو غونډه شوې ده، ده په ډېر شوق او علاقه ګډون پكې كړى دى. د پښتنو/افغانانو ترمېنځ اتحاد او د افغانستان د ښېګڼې په برخه كې دده هلې ځلې نه هېرېدونكي دي.

د ډاكټر ستوري د وفات زغم په تېره بيا زما لپاره خورا سخت دى. ما دى له ډېرو پخوا وختونو راهيسې پېژانده او نژدې ملګرى مې و. موږ تګ راتګ او ناسته ولاړه سره درلوده، ماته دده نيك خويونه او عادتونه پوره معلوم دي. ډاكټر ستوري له خپلې خاورې او وطن سره له اندازې وتلې مينه درلوده. هر كله به چې سره يوځاى شو، ده به د هېواد د روانو حالاتو په باب خپله ژوره اندېښنه ښكاره كوله او د خپل ولس په دردناك حالت به يې خپګان څرګنداوه. ده نه يوازې په ژبه له خپل ولس سره خواخوږي ښوده، بلكې ده د افغانستان د بياودانولو سره ډېره مينه لرله.

ارواښاد ستورى برسېره پردې، چې يو زيات شمېر علمي څېړنې او ليكنې لري، چې پخپل وخت كې به په عادي توګه لوستونكيو ته وړاندې شي. دى چې ناروغه و، نو ما به په ټليفون كې خبرې ورسره كولې، يو وخت مې يو كارډ ورولېږه او د نورو خبرو په ترڅ كې مې دا لنډۍ هم ورته ليكلې وې:

خـــــــــدمــــــــت دې څــــــــــــومـــــــــره پـــــــــه مــــــــا پـــــــــور دى

چې ژونـد پــــرې دركـــړم نــور بــــه څــــومـــره بـــاقـــي شمه

يـــــــــــــو ځــــــــــــــلـــــــــې بــــــــــــيـــــا پــــــــــه دې لار راشـــــــــــــه

په پـــــــخــــــوانـــــــو مـــــنــــــډو دې پـــرېـــــواتـــه ګـــــردونـــه

زه د ډاكټر ستوري ټولې كورنۍ ته او دوستانو ته ددغې زړه دردونكې پېښې له امله تسليت وايم. ډاكټر ستوري ته دې خداى جنتونه وركاندي، كورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته دې اجر او د زړه صبر.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

پوهاند ډاكټر سرزمين كيمور

ليكوال

Professor Dr. Sarzameen Kaimur

Writer, President of WLFD Afghanistan Unit (World League for Freedom and Democracy)UN Non-Goverment Organization