د پښتنو ستورى

سږ كال د پښتنو د اسمان يو بل ستورى راولوېد، چې د پښتنو له ستورو څخه د تل لپاره جدا شو. دا كبير ستورى و، چې د ظاهر شاه په وخت كې د لوړو تحصيلاتو لپاره المان ته راغلى و.

ستوري سره له خپل تحصيل سربېره د خپل ملت او خپل هېواد فكر هم و. الفت صيب څه ښه وايي:

ســــر يــــــې مـــــــــه بـــــــــولــــــــه بــــــل نـــــــوم ورلــــره بــــــويــــه

چـــې پـــېــــدا پـــكـــې لــــوى فـــــكــــــــــر لــــكــــــه غــــر شـــي

ستوري صيب سره زما لومړۍ ليدنه په يوه واده كې وشوه. په همدې شپه مې مېلمه كړ. دده تكړه ملګرى او مشاور شيرين ګردېوال صيب او د ستوري صيب كشر زوى نسيم ستورى هم ورسره وو. ګرده شپه مو د زړه خواله وكړه، په ستوري صيب كې مې د قيادت او رهبرۍ ډېرې نښې وليدې. ستورى صيب ډېر ساده ژوند لاره، ډېر مهربانه و، سياسي تحليل يې په سړه سينه، په ورين تندي او په جوته لهجه كاږه، چې اورېدونكي به دده له خبرو څخه خوند او پند اخيسته.

ستوري صيب په المان كې په ساپوهنه كې خپله دوكتورا واخيسته او د ساپوهنې نړېوالې ټولنې غړى هم شو، خو د خپل تحصيل سربېره د پښتنو غم په سر اخيستى و. هغه و، چې د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند بنسټ ايښودونكى، مخكښ او مشر شو، چې د “پښتونخوا” په نامه مجله يې هم خپروله، چې په دې لاره كې يې نه ستړي كېدونكې هلې ځلې هم وكړي.

د ستوري صيب ټولې غوښتنې د پښتنو يووالى، د پښتنو ابادي، ارامي او د پښتنو واكمني وه، چې د ستوري ټول نظر دده په لاندنيو دوو شعرونو كې له ورايه ښكاري، چې په لومړي شعر كې د پښتنو په جلاوالي اوښكې تويوي، چې پخپل شعر كې څه ښه وايي:

یــــــو ورڅـــــــې چـــــــــا ويــــــلـــــې

چې اســــمـــان تــه مــــې کتـــلــې

یـــــوه غــــــټـــه وريــــځـــه راغــلـــه

دوه وړې يــــې ښــــــــکلـــــــولـــــې

وړې شـوې غـــټــې کــې غـیــبــې

بیا مې ســـتـرګــــو نـــه لــیــدلــــې

ښکاري دا وې کوچنۍ وريځې

چـې د مـــور غــــېـــږې تـه تـلــلــې

د یـــو کـــــور د یـــــــو ټـــــبــــــر وې

د یـــــو بـــــل نـــــه ځــــــارېـــــدلـــې

چې هم جـنس وي جـمع کــېــــږي

عــــــقـــل کـــلــــــــــــه بــېـــلـــــولـــــې

په وېشلـي پښـتـــون قــــــام يــــې

سـتــوري اوښــکــې تــویــــولـــې


ستورى صيب پخپل بل شعر كې د پښتنو ابادي او واكمني غواړي او وايي:

پـــــاكــــه ربـــــــه ښــــــــاد ابـــــــاد دا پـــــــښــــتـــانـــه كـــړې

د نـــړۍ پـــــــــه ولــــــســـــونــــــــو كـــــــــې درانــــــه كـــــــړې

د بخــت سـتـورى يــې روښـان كـــړې پـــه اســمـــان كـــې

خـــپــل وطـــن كــې يـــې واكــمـــن او كـــوربـــانـــه كـــړې

ستورى صيب په دې ارمان، چې پښتانه دې سره يو شي، په نيمګړي ارمان له دې نيمګړې دنيا څخه سترګې پټې كړې. روح دې يې ښاد وي. الله تعالى په قراّن كريم كې فرمايي:” كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَۍ الْمَوْتِ‏” نن نه يوازې د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند، بلكې ټول پښتانه د يو بل پوه سياستمدار، وطن دوست، ملت دوست، ملي او منلي شخصيت څخه بې برخې شول، چې ځاى به يې تر ډېرې مودې پورې خالي وي. يو شى چې سړي ته ډاډ وركوي، هغه دا چې ستوري په سلګونو نه، بلكې په زرګونو پښتانه ځوانان په ملي روحيه روزلي دي، چې دا ځوانان به د ستوري د ارمانونو ترسره كولو لپاره خپله مبارزه پرمخ بيايي. ستورى صيب نه يوازې دا چې د ساپوهنې دوكتور و، بلكې ښه شاعر، ښه ليكوال او پوه واك پوه و. پكار دى چې د ستوري پوهنې په بېلابېلو اړخونو كار وشي. په پاى كې زه خپله ليكنه د خادم صيب په يو بيت پاى ته رسوم:

خـادم چـې پـه رښـــتـــيــا شــي څــوك د مــلك او د مـــلــت

وطــــــن يـــــــې پــــس لــــــه مـــرګـــه پــه مــدفـــن فــخــر كــــوي

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

استاد عمر پاڅون

ليکوال ، شاعر

Ustaad Omar Pasoon

Poet, Writer