د ډاکتر کبیر ستوری نوم ما اوریدلی ؤ او هغه هم ځما نوم اوریدلی و په 1983 ع کال کې چې کله ډاکتر کبیر ستوری پېښور ته راغلی نو زمونږ لومړنۍ لیدنه کتنه په همدغه کال کې په قصه خوانۍ پېښور کې وشوه. د خبرو په ترڅ کې ماته دا پته ولګیدله چې زما او دده سیاسی نظریو دی او یو بل سره به په اسانه پوهیدو زمونږ نژدی والی پدی کې هم وو چې مونږ دواړو باچا خان او په هغه وخت کې د تحریک مشر خان عبدالولی خان د پښتنو مشران ګڼل. زمونږ دا خبری او لیدنه کتنه په ډیره ښه او د ورورولۍ په فضا کې وشوه.لدی څخه وروسته خبر شوم چې ډاکتر کبیر ستوری په پېښور کې د حکومت له خوا ونیول شو. نو زه پدغه وخت کې په عدالت کې وکیل وم مونږ هم ډیری منډی ترړی وکړی خو چې خبر شو پدی کې د خپلو کسانو هم ډیر لاس وو.
کله چې ډاکتر کبیر ستوری د پاکستان د جیل څخه راخلاص شو نو بیرته المان ته راغی. نو زه دغه وخت کې د جرمنی د بوخم په ښار کې اوسیدلم ډاکتر کبیر ستوری بوخم ته راغی زمنږ نوری خبری هم وشوی دا چې زمونږ سوچ ، فکر او نظر یو شان وو نو د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ د بیرغ لاندی مې د پښتنو د قامی وحدت او شناخت له پاره عملی مبارزه پیل کړه. دلته ماته پته ولګیده چې ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری ته ټول لر او بر پښتانه او ملګری ماما وائې نو لدی څخه پس ما هم ورته ماما ووایو. زمونږ داسیاسی ملګرتیا لکه د یوی کورنۍ د غړو په شان په ورورولۍ هم بدله شوه.
د پښتنو د سوکالۍ ، ابادۍ ، یووالی او د ګوند د پرمختیا لپاره به مو په میاشت کې دری ، ځلور او کله کله پنځه ګوندی غونډی هم کولی په غونډه کې به د شمار کسان خو د کار کسان راجمع کیدل چې زمونږ ګوندی کارونه هم مخ په وړاندی روان ؤو.
ارواښاد ډاکتر ستوری په سیاسی غونډو، سیمنارونو او محفلونو کې ټولو پښتنو مشرانو ته یو شان برخه ورکوله او څوک به بې برخی نه باتی کیده.ډاکتر کبیر ستوری د ډیرو ملګرو ښی میلمستیا، د ښه کتاب ، د پښتو د موسقۍ ، ښه ګپ شپ او ټوکو ټکالو شوقمن ؤ چې کله به ورته وخت پیدا شو نو سیتار به ئې هم غږوله. د ملګرو سره په پښو ګرځیدل او چکر ئې هم خوښ وو په لار چې به روان وو نو د یو سکرټ پسی به سمدستی بل سګرټ لګولو او په ټوله لار کې به ئې یوازی د پښتو، پښتونولۍ او پښتونخوا خبری کولی چې کله به د چکر څخه واپس د ماما کور ته راغلو نو ده به کوشش کاوه چې په خپل لاس د وریجو سره یو ځای غوښه پخه کړی. یوه ورځ ملګرو ورته وویل چې ماما ډیری خوږی وریجی دی پخی کړی دی چې داسی خوږی وریجی مونږ کله نه دی خوړلی نو ماما ورته په خندا شوه وویل زه تاسو ټول دومره ډیر وګرزوم او دومره مو ستړی او وږی کړم چې تاسی ته زه هر څه کیږدم په ډیر خوند او مینه ئې خورۍ د کبیر ماما به پیاز ډیر خوښیدل چې د همدی امله ورته دده د ماما ځوی اکرام خان زمانی د هامبورګ څخه یوه بوجۍ پیاز ورته په تحفه کی راوړی وو.
د کبیر ماما هر پښتون خوښ وو د کلی ملکان او ولسی مشران او سپن ږیری ئې زیات خوښیدل هغه به ویل چې د دوۍ څخه سړی زیاته پښتو او پښتونوالۍ زده کولی شی.کبیر ماما خپل وخت بی ځایه نه ضایع کاوه شپه او ورځ به ئې د پښتنو د یووالی ، ابادۍ او سوکالۍ لپاره سوچ او فکر کاوه.کبیرماما چې به کله ویده کیده نو د شپی به ئې هم سوچ او فکر کاوه او سهار به ئې په ناشته کې ملګرو ته وویل چې د پښتنو د ابادۍ او سوکالۍ او یووالی لپاره ما داسوچ کړی دی نو زمونږ هم دا عادت جوړ شو او سوچ به مو کاوه چې په المان کې د پښتو او پښتونوالۍ لپاره مونږ څه کولی شو. یو سهار مونږ دواړو دا یو سوچ او فکر کړی وو چې د سیاسی شعور سره سره د کلتور لپاره هم کار پکار دی با ید د پښتنو یو کلتوری ټولنه جوړه شی.
نو کبیر ماما د کلتوری ټولنی په منشور ( بنسټیزه ) باندی څو ورځی کار وکړ او د کولن د ښار په عدالت (Amtsgericht) کې مو راجسترد کړه او د پښتنو کلتوری ټولنه کلن جوړه شوه. په ټول المان او اروپا کې د پښتنو یوازینی او لومړنۍ کلتوری ټولنه وه چې په کار او فعالیت ئې پیل وکړه. پدغه وخت زمونږ ګوند PSDP د پښتون اخبار چې باچا خان ئې بانی و چاپ او خپروه خلکو به پکې په بدلو نومونو خپل مضمونونه لیکل ځکه چې د دوۍ هغه خپلوانو ته چې په پاکستان او افغانستان کې اوسیږی څه خطر پیښ نه شی. نو پدی ترڅ کې مونږ سوچ وکړه چې باید یوه رساله راوکاږ و او ذمه واری ئې پخپله واخلو نو د « پښتونخوا » په نوم مو رساله جاری کړه . په « پښتونخوا » کې مونږ پوره نومونه او عکسونه شروع کړل هغه چا چې د عکسونو چاپولو مخالفت کاوه هغوی بیا غوښتل چې د دوۍ عکسونه هم په پښتونخوا کې چاپ شی او ویره ئې ورکه شوه. زه په 1986 ع کال کې د PSDP جنرال سکرټری ( لوی منشی ) وټاکل شوم شوم په همدغه وخت کې د افغانستان حکومت زمونږ ګوند PSDP ته د سیاسی خبرو بلنه ورکړه ځمونږ د سیاسی ضمانت په خاطر د پښتنو ستر مشر ولی خان بابا د ANP د پښتونخوا صوبائی صدر ښاغلی محمد افضل خان ( خان لالا) کابل ته رالیږلی و چې زمونږ د ډاکتر نجیب اله سره په ازادانه توګه خبری او کتنه وشی. او پدی ازادو او سپینو خبرو کې مونږ ته څه تکلیف پیښ نه شی. ددغه سیاسی خبرو اترو لپاره زه او کبیر ماما ، په 27.04.1987 نېټه له المان څخه روان شو او په 28.04.198 نیټه کابل ته ورسیدو پدغه وخت کې د ثور د انقلاب جشن هم وو.
مونږ د خان لالا او اجمل خټک د لیدلو څخه وروسته د غنی خان لیدلو ته ورغلو چې هغه هم په کابل کې و. غنی خان مونږ ته وویل: « دا د اروپا څخه تاسی راغلی یاست، تاسو ته ئې د ثور انقلاب د جشن په مراسمو ( پریډ ) کې زما په څنګ کې دوه چوکۍ خالی پریښودلی وی. ما ته ئې وویل چې د اروپا څخه دوه کسه راروان دی ښه! ښه! داتاسی وی؟ ښه ده چې په وخت سره راونه رسیدلی تاسی څخه به ئې لکه ځما په شان د ویکټوریا آسپی جوړی کړی وای ( ویکټوریا د انګلستان د پخوانۍ ملکی نوم دی ) ما ورته وویل چې بابا زه پوهـ نه شوم نوغنی خان راته وویل : چې کله د ویکټوریا سالګره وی نو د سلامۍ اسپو ته به ئې یوه ورځ مخکی څه خوراک نه ورکاوه چې په سلامۍ کې پچی ونه کړی. نو ما او کبیر ماما کبیر ماما ورته په خندا شو ښه مو وخندل.
لدی څخه پس د ډاکتر نجیب اله او نورو دولتی او سرکاری مشرانو سره زمونږ خبری پیل شوی چې په حکومت مو دا ومنله چې لر او بر پښتانه یو دی او هیڅ توپیر پکې نه شته د خبرو اترو لپاره یوی خواته حکومت ( سرکار ) او بله خوا زه او کبیر ماما چې زه د ښکته پښتونخوا او کبیر ماما د بری پښتونخوا وو ناست وو. په ماما کې د فیصلی کولو قوت ډیر زیات و ، په خبره به ئې ښه سوچ کاوه او هره خبره به ئې چې وکړه په هغی به کلک ولاړ ؤ .د کابل حکومت سره په خبرو کې د خپل دریځ څخه تیر نه شو زمونږ په ورتګ سره افغانستان کې هم پښتنو ته د سیاسی سوچ ډاډ پیدا شو چې د پښتنو په نامه هم ګوند شته چې د پښتنو د یووالی ، ابادۍ او سوکالۍ د پاره کار کوی او د پښتنو د حقوقو دفاع کوی همداراز هغه خلکو چې ځان ته به ئې په اروپا کې هم پښتون نه شو ویلی ددی ګوند PSDP له برکته په خپل قوم پښتون او خپلی ژبی پښتو باندی اوس ویاړ کوی.
کبیر ماما به ویل چې زمونږ ګوند پښتنو ته انفرادی او هم اجتماعی ګټه ورسوله.
په کبیر ماما لر او بر پښتانه راټول و، ډیر جمهوری شخصیت و، ډیر زیات صبر او حوصله ئې لرله هره خبره به ئې ډیره ارامه او په سړه سینه اوریدله ډیر ژر به نه غوسه کیده.
کبیر ماما یو ستر پښتون، تګړه ملګری، ښه پلار او ښه رشته دار ( ځپلوان ) و . د لر او برو پښتنو د Integration Figur و.د کبیر ماما کمی مونږ ته مخسوس کیږی که هغه مونږ سره جسمانی موجود نه دی نو زمونږ ذهن کې همیشه هغه ژوندی دی او هر یاد به ئې مونږ سر تل پاتی وی.
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
ايډوكيټ هدایت بنګش
د پښتنو ټولنيزولسوليزګوند جنرل سیکرټری ، دپښتون کور مشر
Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Chairman of Pakhtoon Kor (Cultural Centre – Bonn), Member of Editorial Board of “Pashtoonkhwa” Magazine