خدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری د کونړونو ولایت خاص کونړ تنر په کلی کې ئې نړۍ ته سترګی پرانیستی وی. د لومړنۍ او منځنۍ زده کړونه ورسته ئې لوړی زده کړی المان اتحاديې جمهوریت فرانګفورت او ځینی نوروښارونو کې بشپړی کړی وی.
ستوری صیب په المان کې د ساه پوهنی او سیاینسی علومو کې ډاکتری تر لاسه کړی وه او پخپله رشته کې ئې ځینی کتابونه کښلی و. لکه ویره د ساه پوهنی په رڼا کې، د ویری نظریی، پیمانه او درمل د هوښیار تیا تله ( ساه پوهنه) دغه کتاب په 1994 کې چاپ شوی دی. د ساه پوهنی په هکله ئې نوری لیکنی هم کړی دی.
ارواښاد ستوری د پښتو ژبې ادبی بهیر کې پوره او چټک ګامونه اخیستی و.
هاغه په نظم او نثر کې ډیر څه لیکلی دی . د پښتو ژبې سره ئې زیاته او خاصه علاقه درلودله.
د شعرونو ځینی ټولګی ئې دا دی.
ژوندی خیالونه شعری ټولګه
سندریز پېغام شعری ټولګه
د قلم توره شعری ټولګه
خوږی مسرۍ شعری ټولګه
ناچاپه اثار ئې :
خوب مانا:
په نثر او نظم کې نوري خوری وري لیکنی هم کړی چې ناچاپه پاتی دی.
د ستوری صیب شاعری په پښتو او پښتونولۍ ولاړه ده. ټول شعرونه ئې د پښتون قام د یووالی او ارتقاء په هکله ویلی دی چې زیات ئې موسیقی وال او سندریزه بڼه لری د هاغه په هر شعر کې پښتو ، غیرت او پت پروت دی. د پښتنو په دیرو، حجرو مین و .شاعرۍ کې ئې د پښتو ژبې لوړ شاعر اجمل خټک نه الهام اخستی و.
د پښتنو د یووالی، سوکالۍ او خپلواکې لپاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخښلی و، ځکله ئې په پښتونخوا کې د پښتون قام د شته کیدو او خپلواک کیدو ارمان درلود.
زه دلته د ستوری د شخصی ژوند په هکله لږ څه رڼا اچوم. ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری له هر چا سره صمیمی او دوست و. په پراخه ټنډه ئې له هر چا سره چلن کاوه. په کال 1995 ع کې چې کله زه المان ته راغلم په دویمه ورځ مې له هاغه سره ملاقات وشو. له لومړی روغبړنه وروسته ئې راسره داسی خبری پیل کړی لکه یو مهربانه مشر ورور چې له کشر ورور سره ګړیږی.
زه دهاغه په خبرو پوره ډاډمن شوم. په هغه وخت کې المان ته یوازی څو تـنه پښتانه راغلی و. وروسته بیا د سیاسي پناهنده ګانو شمیر زیات شو.
باور وکړې چې له هر پښتون مهاجر سره په المان کې د سیاسي پناه ورکولو په برخه کې ستوری صیب مرسته کړی ده. د خپل پښتون سوسیال د موکرات ګوند(PSDP ) تصدیق به ئې ورکاوه او ددغی نوموړی ګوند په تصدیق سره به ئې سیاسي پناهندګې قبلیدله.
ستوری صیب پخپل ژوند کې چل ول، دروغ، قهر او زشته رویه نه پیژندله. هاغه به یوه یوه خبره کوله خود کاڼی کرښه به وه. تل به ئې خوله د خندا ډکه وه. په کاله به چې ورغلی په خورا ورین تندی ئې درته هرکلی وایه! سخت خاکساره، ملنګ او فقیر صفته بنیادم و. زه په دی لنډه مقاله کې د ستوری صیب په هکله دومره ډیر څه نشم ځایولی په خپل لاندی شعر بسنه کوم.
سودا اخیستی یمه سـتوری شـمارم څـنګـه به شی
یـو کـبــیـر ســتـوری پکــی نـشــتـه لـه مـــداره وتـــی
دا د پــښـتـون اسـمان انـګـړ راتـه خـالـی خـالـی شــو
«یـــــاره» مـلــګــري سـتـا لـه ډلـی او کــــتــاره وتـــــــی
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
محـمداجـان یار
شاعر، ليكوال، د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند( PSDP )د مشرانو د جرګې غړی
Poet, Writer, Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party