ستوری که لاړ

خو لار ئې روښانه پریښوده

کبیر ستوری د پښتونخوا د هغو شخصیتونو د ډلی څخه دی چې خپل ټول ژوند ئې د پښتون / افغان قوم د یووالي ، سوکالۍ ، او بیداري په لار کې وقف کړی وو. ډیر ځوانان چې کله د تعلیم د حاصلولو په وخت کې وي نو د خپل راتلونکی ژوند د ښه کیدو لپاره د مسلک په انتخاب کې وی. خو ځینی کسان داسی هم وی چې د هماغه وخت څخه د قوم او وطن د سوکالی او ابادي غم ورسره وی، چې یو د هغو کسانو څخه خدای بخښلی ستوری وو.

زما یاد شي چې هماغه د لیسی د تعلیم د وخت څخه به ئې داویل چې د پښتون قوم غم باید وخوړل شي او دا لر اوبر محروم اولس د ټولو نعمتونو څخه باید خپله لاره پیدا کړی تر څو ددغه بدمرغیو څخه ځانونه وژغوری. خدای بخښلی د هماغه وخت څخه ددغو لارو په لټه او فکر کې وو. د تعلیم د حاصلولو په لار کې د هیواد څخه ډیر لری لاړو او مسافر شو، د دنیا د پر مخ تللو هیوادونو څخه په یو هیواد کې میشته شو چې د ژوند ټولی اسانتیا وی درلودي ، خو ده خپله پښتونخوا هیره نکړه او لا په دغه فکرنو او سوچونو کې شو چې کله به خپله پښتونخوا او خپل قوم د غسی اباد او سوکاله اووینی ، نو دغی هوډ ته درسیدو لپاره دي نتجی ته ورسید: چې د ټولو کامیابیو حاصلول په یووالي او اتفاق سره لاس ته راتلا شي. خپل تعلیم ئې اخری درجی ( P.H.D ) پوری سر ته ورساوه.

او بیا خپل ټول ( معنوی او مالی ) امکانات ئې د دغه مقدس هدف ( د لر او بر پښتون /افغان ) قوم د یووالی او بیداري د پاره پکار واچول او په دغه لار کې ئې ډیر تکلیفونه ، ربړونه وګالل د بندیخانی سکنجی او زجرونه هم تیر کړل خو د خپل دغه مقدس هدف او لاري څخه په شا نه شو او خپل کوښښ او زیار ئې لا ورپسی زیات کړ. څرنګه چې دی په دغه لار کې ډیر په اخلاص او صداقت شپه او ورځ ځان یوه کړی وه نو هماغه وو چې ډیر څه ئې په لاس راوړل په خپل ژوند ئې هم د خپلو هلو ځلو او کوښښونو نتیجه ولیده او په مرګ ئې مونږ د هغه خدای بخښلی د هلو ځلو ثمر ولیده ، چې لر او بر پښتون پری یو شان اوښکی توی کړی چې د ډیرو کمو خلکو په نصیب کیږی.

چــې پــیــدا شــوی تــــا ژړل نـــورو خــــنـدا کــړه

داســی مــړ شــه چــې نــور ژاړی او تــه خــاندي


اوس نو ټول پښتون / افغان قوم ته په پکار دی چې کومه لاره چې هغی خدای بخښلی مونږ ته روښانه کړی او هواره کړی په هغه لار لاړ شو او د هغه مرحوم او د ټولو احساس خاوندانو پښتنو ارمان تر سره کړو. نو دا توفیق دی خدای ( ج ) د هغی د کورنی د غړو او بیا د ټولو پښتنو نصیب کړی.

د مرحوم روح دی ښاد وی ، او جنت فردوس دی نصیب شی.

امین یارب المعالمین

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

محمد حسن شیرزاد

د امريكا په شمالي كليفورنيا كې د افــغـانـي كلـتـوري ټولـنـې مشر

Mohammad Hassan Sherzaad

Chairman of Afghani cultural Association California USA