په جرمنی کې د پښتنو

ټولنیز ولسولیز ګوند

د نن نه پنځه دبره سل کاله د مخه چې کوم انګریزی ښکیلاک ( استعمار ) د پښتون قام په سینه د بیلتون چاړه راښکله او د مودو راهیسی دا قامی وحدت ئې درې ټوټې کړو ، پرنګیانو خپل دې غیر جمهوری او غیرمنطقی فیصلې ته د درې غبرګی پالیسی نوم ورکړو ، او دغه رنګ د احمد شاه بابا افغانسان تالا والا شو. پښتون قام ددې فیصلې خلاف د هر چا په درشل وژړل،خو چا ورته څه توجه ورنه کړه ، نو ځکه ئې مجبوراٌ دغه فیصلې ته غاړه کیښوده ، ولې کله چې څو کاله وړاندې په افغانستان کې حالاتو بدلون وکړو او روسی استعمار دغه خاورې ته لاس راوږد کړ نو پښتانه نور هم بې کوره شو ، در په در خاورې په سر د نړۍ ګوډ، ګوډ ته ورسیدل او لا تر اوسه د بې کورۍ دا ژوند په سلګو تیروی . ولی بلخوا په پښتون قام کې د یووالی هماغه احساس نه یوازی دا چی ژوندی پاتی شو، بلکې دې احساس نوره هم وده وکړه او نن ورځ د نړۍ په ګوډ ګوډ کې پښتانه د قامی یووالی ارمان کوی او دغه احساس هر ډول هلو ځلو ته بیدار کړی دی . چې په دې لړ کې د ترقی پسنده پښتنو قام پرستو یوه فعاله ډله په جرمنی کې د پښتنو ټولنیر ولسولیز ګوند(PSDP) په نوم کار کوی .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنو د ملی ازادۍ د غورځنګ یو برخه ده چې په ۱۹۲۹ ع کال کې د انګریزی ښکیلاک ( استعمار ) پر ضد د باچا خان ( فخر افغان ) په مشرۍ منځ ته راغلی دی .

په افغانستان باندې د روسانو دیرغل وروسته د پښتونخوا په دننه او د باندې ددې غورځنګ پلویانو د یو داسې ټولنیز ولسولیز ګوند د جوړیدو ضرورت ولیده چې د پښتونولۍ او ملی علائقو په بنسټ ولاړ وی او د وطن د ازادۍ او امن چغه پورته کړی . نو هماغه ؤ چې د اوږدې مودې د تیارۍ او تماسونو څخه وروسته د ۱۹۸۱ ع کال د فبرورۍ د میاشتې په اوویشتمه نېټه ددې ګوند بنسټ کیښودل شو چې لر او بر پښتانه پکې راټول شول .

د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند بنیاد ایښودونکی او مشر ډاکتر کبیر ستوری چې د ساپوهنې ( سیکالوژی ) ډاکتر دی او فعلاٌٌ په المان ( جرمنی ) کې د جلا وطنی ژوند کوی ، د پښتنو د ملی خپلواکۍ ، د پښتنو د یووالی او ترقۍ لپاره ئې بې کچه خدمتونه کړی او د خپل ژوند په سیاسی سفر کې ئې د پښتنو د سوکالۍ او یووالی لپاره ارزښتناکه هلې ځلې کړیدی .

ډاکتر کبیر ستوری د برې پښتونخوا د کونړ د سیمې د تنر په کلی کې زیږیدلی دی . په هډ پښتون ، په ټبر میرداد خیل دی چې د یوسفزو د پرګنې پورې اړه لری . خپله لومړنۍ زده کړه ئې په خپل کلی، خاص کونړ ، منځنۍ زده کړه ئې د کابل په رحمان بابا لیسه کې او لوړه زده کړه ئې د جرمنی د فرانکفورټ ، کولن او ماربورګ په پوهنتونو کې سرته رسولی ده.

ستوری د تعلیم تر څنګ د پښتون قام د مبارزې سره سره د پښتو ادب سره هم بې کچه مینه لری او پخپله یو پښتون قام پرست شاعر او لیکوال دی چې ځینې کتابونه ئې په علمی او ادبی برخو کې د چاپ څخه وتلی دی په علمی برخه کې ئې ( ویره ) دروانی ناروغیو د سببونو ، علاج او درمل په حقله چاپ شوی او ( ژوندې خیالونه ) ئې د شعرونو مجموعه ده . چې تازه له چاپ څخه راوتلی دی .

د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند اصلی هدف ، ملی خپلواکی، د پښتنو یووالی ، ( اتفاق ) د خپل قوم هویت او خپل کولتور ژوندی ساتل او پښتانه د نړۍ د نورو قومونو سره د ترقی او تعلیم کولو په سیالۍ هڅول او جوګه کول دی ، ځکه چې پښتانه د نړۍ په لرغونو قامونو کې شمیرل کیږی . او د یو بډای او موړ کولتور ، زوړ تاریخ لرونکی دی .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په هر سا حه کې جلا څانګی لری چې د ګوند په چوکاټ کې ئې خپل خپل ځاې فعالیت کوی لکه د میرمنو ټولنه، د پښتنو کولتوری ټولنه ، ځوان پښتون ،ننګیالی پښتون او پښتون کور .

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ټول پلویان په دې باور لری چې سوله او امن د هر ملک او قوم د ترقی اساسی بنیاد دی، نو ځکه باید پښتانه د هر څه د مخه په خپل ملک کې د سولې او امن دراوستلو لپاره بې شمیر هلې ځلې وکړی او د جرګو سیستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړوی په هره ستونزه او شخړه کې ورڅخه کار اخلی . دغه ګوند هر کال په اروپا کې د پښتنو لپاره یو کولتوری پروګرام ( ماښامی ) جوړوی چې د «پښتنو د یووالی د ورځې» په نوم نومول شوی دی . چې په دغه پروګرام کې د نړۍ د ډيرو برخو څخه د لرې او برې پښتونخوا ، پوهان ، لیکوالان ، شاعران ، ملی شخصیتونه ، هنرمندان ، فنکاران او ځینی بهرنی د یپلوماتان او هلته میشته افغانان ګډون کوی چې پکې د افغانستان روان سیاسی بحران او د پښتون قوم په هر اړخیزو ستونزو غور کیږی او ټولو غړو ته دا حق حاصل دی چې پکې د خپل نظر څرګندونه په ازاد ډول وکړی. علاوه په دې دغه ګوند د «پښتونخوا» په نوم یوه دری میاشتنۍ خپرونه هم خپلو مینه والوته راوباسی چې د جرمنی څخه خپریږی . دغه ګوند هر پنځه کاله وروسته انتخابات کوی چې پکې د ګوند مشر ،مرستیالان او نور عهدو او ډلګیو مشران او سلا کاروان ټاکل کیږی .

يادونه : دا ليكنه د 1997ع کال د جون د مياشتی په څلورمه نېټه په ورځپاڼه وحدت پیښوركې خپره شوې ده.

لایق زاده لایق

شاعر، ليكوال،افسانه نګار، ژورنالست،د کوهاټ د راډيـومشر،د پښتونخوا د پوهنې دیری مشـر

Laiq Zada Laiq

Poet, Writer , Journalist, Chairman of Da Pakhtoonkhwa Da Pohane Dera, Director of Kohat Radio Peshawar