ارواښاد ډاکټر کبير ستوری که له يوې خوا د پښتو شاعر او ليکوال و ، د يو دروند او سپېڅلي شخصيت لرونکی هم و ، هغه يو پياوړی دوست و ، يو خوږ انسان و ، د خلوص او صميميت يوه نښه وه او داسې يو څوک و چې د افغانيت او پښتونولۍ ډېرې مثبتې نښې نښانې يې په خپل ځان کې ساتلې ، خوندي کړې او ځلولې وې .
په دې توګه نو زه غواړم چې په ځانګړې توګه د هغه د شخصيت په همدغه اړخ يو څو خبرې وکړم .
ستوری يو مهربان دوست :
ارواښاد ستوری يو مهربان دوست و، داسې يو دوست و چې تل يې د خپلو دوستانو او ملګرو له حاله ځان خبراوه ، د دوستانو د غم د هرې پېښې غمشريکی و ، د دوستانو د ښادۍ د هرې شېبې ملګری هم و .ارواښاد ستوری په جرمني کې د استوګنو افغانانو په منځ کې زياتره د (( کبير ماما )) په نوم يادېده . هغـــه د ټولو لپاره ، د نر ، ښــــځې او ان ماشوم لپـاره د ډاکټر کبــــير ستــــوري پر ځای (( کبير ماما)) و .هغه داسې يو دوست و چې د دوستانو (( ښې ـــ بدې )) ته تل حاضر و . په دوستۍ ، راشه درشه او خوی کې يې د غرور او تکبر نښې نښانې نه وې . لږې خبرې يې کولې او ډېرې يې اورېدلې ، مهربان او متواضع دوست و او له همدې کبله په ټولو دوستانو د زړه له کومې ګران و .
مېلمه پال ستوری :
د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري يوه بله ځانګړنه دا وه چې د افغانيت او پښتونولۍ د معيارونو يوه بنسټيزه نښه (( مېلمه پالنه )) يې په خټه کې اخښل شوې وه . هغه وخت چې دی په جرمني کې له خپلې کورنۍ او بچيانو لېرې او يوازې اوسېده ، هم يې کور او استوګنځی د ملګرو او دوستانو (( دمه ځای )) و . تل به ډلې ډلې دوستان ورروان وو او د وطن پر حالاتو به تاوده بحثونه کېدل . په دې توګه د هغه دېره تل د سياسي ، کلتوري او ادبي بحثونو ، خبرو اترو او بنډارونو د (( مرکز )) په توګه پاتې وه . کله چې په وروستيو کلونو کې يې کورنۍ هم جرمني ته راغلله او ټول سره يو ځای شول ، نو يې کور او حجره بيا هم کله له مېلمنو تشه نه وه .تل به په کې د دوستانو ګڼه ګوڼه وه ، (( کبير ماما )) به يې په منځ کې ناست و او پر شونډو به يې موسکا خپره وه . تر دې وروسته نو د مېلمه پالنې دغه (( پېټی )) يوازې د (( ماما )) پر اوږو نه و پروت ، د هغه زامنو د هغه د مېلمه پالنې عنعنه ډېره ښه پالله. د ماما درنې پښتنې مېرمنې هم د هغه د مېلمه پالنې دغه ولوله لا زياتوله .
هر هغه افغان چې به له افغانستان او يا کوزې پښتونخوا څخه جرمني ته په هر مناسبت راغی، ډاکټر کبير ستوري به يو ځل خامخا پر خپل دسترخوان مېلمه کاوه ، د هغه دسترخوان تل غوړېدلی او تندی به يې هم تل ورسره غوړېدلی و .
له دغو ټولو خبرو چې راتېر شو ، ډاکټر کبير ستوري هيله لرله چې پښتو له علمي او پوهنيزو اَثارو څخه ډکه شي ، څرنګه چې يې لوړې زده کړې په ارواپوهنه کې تر سره کړې وې ، نو يې د ارواپوهنې په بېلابېلو برخو کې څېړنې او ليکنې کړې دي . په دغه لړ کې يې يو شمېر خپاره شوي هم دي لکه :
وېره ــ د ساپوهنې په رڼا کې ، د هوښيارتيا تله ، ژبساپوهنه او يو شمېر نور .
د ارواښاد ډاکټر کبير ستوري يوه وروستۍ هڅه دا وه چې د پښتو د اوسني ليکدود په څنګ کې ، په لاتيني بڼه هم ټول پښتانه يو واحد ليکدود غوره کړي . د هغه موخه دا وه چې له يوې خوا د نويو تخنيکي وسايلو لکه انټرنيټ او برېښنايي ميډيا لپاره، په ډېرو برخو کې د دې اړتيا پيدا کېږي چې پښتو په لاتيني بڼه وليکل شي .اوس يې هم پښتانه ليکي خو يوه واحده بڼه نه لري . د هغه هيله دا وه چې په لاتيني ليکدود هم بايدپښتو پوهان او ژبپوهان يوه واحده بڼه وټاکي او د يوې پرېکړې په توګــــه يــــې ټولو پـــښتنو ته وړانـــــــدې کړي . له بـــــــلې خوا يې غوښتل ، هغه ماشومان چې له هېواده بهر رالوی شوي ، په پښتو پوهېږي او خبرې پرې کوي ، خو ليکلی يې نه شي ، او دغه راز د بهرنيو زده کوونکيو لپاره دغه ليکبڼه لا اغېزمنه شي . دا هغه څه دي چې زموږ پوهانو او ژيپوهانو ته پرې غور پکار دی .
يو وړانديز :
د کونړ ولايت له چارواکو څخه هيله کېږي چې د کونړ د بېلابېلو علمي او ادبي شخصيتونو په نوم تعليمي مؤسسې ، ښوونځي او واټونه ونوموي . لکه چې اورېدل کېږي ، د کونړ پوهنتون د جوړېدو هڅې روانې د ي او ويل کېږي چې ښاغلي کرزي هم کونړ ته د خپل سفر په دوران کې هلته د دوو پوهنځيو او تعليمي مؤسسو د جوړېدو ژمنه کړې ده .د سيد جمال الدين افغان په نوم د ښوونې او روزنې مؤسسه د فعالېدو په حال کې ده . له دې سره سم لازمه ده ، د کونړ بېلابېل ښوونځي د کونړ د مهمو شخصيتونو په نومونو ونومول شي ، لکه : د ارواښاد سيد شمس الدين مجروح په نوم ، د شهيد پوهاند بهاؤالدين مجروح په نوم ، د کونړ د ښځو لېسه د مستوره شال په نوم او همداسې نور .
په دې لړ کې هيله ده چې د کونړ او په ځانګړې توګه د خاص کونړ ( د ارواښاد ستوري د ټاټوبی ) يو ښوونځی د هغه په نوم ونومول شي .
په دې توګه به د هغه د ټولنيزو او علمي خدمتونو درناوی شوی وي .
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
زرين انځور
لیکوال، افسانه نګار، د افغانستان د کلتوري ودي ټـولنی مشر
Writer, Chairman of Afghanistan Kulturi Wadeh Tolana (Cologne – Germany)