څه له پاسه شپیته کاله وړاندی د کایناتو څښتن د پښتنی خاوری پر آسمان یو ستوری وځلاوه. داسی ښکاریده چې د پښتون قوم په بی شمیره بدمرغیو د لوی رب زړه هم دردیدلی وي او هوډ ئې کړی وي چې ددغه قوم ددغه تیاره ژوند د روښانه کولو لپاره د یو رڼا ستوری شتون ته اړتیا ده.
نو ځکه خو ئې د « ستوری » په زړه کې لومړی د ښکلا او انسانیت سره یوه لیونۍ مینه پیدا کړه، په پښتو او پښتونولی ئې مین کړ، بیا ئې ورته د پښتون قوم او پښتو ژبی د چوپړ لپاره د همت مټی داسی غښتلی کړی چې پدغه لار کې کلونو کلونو منډو ترړو ستړی نه کړ، د وخت ناخوالو د ډیرو ازموینو سره مخ کړ خو ارادی ئې بدلی نه شوی، پدغه لار کې ئې هر بار ته اوږه ورکړه خو چا تری د ستومانۍ غږ وانه ورید، د پښتون قوم هر غم ته ئې په زړه کې ځای ورکړ او د هغوی هر درد دردمن کړ خو چا تری د پښیمانۍ خبره وانه وریده .
او همدغسی پخپله لار روان او په خپله خبره ولاړ پاتی شو.
نــو کــبـــیر غــونـــــــدی ایـــــمــان هــــم ورتـــه ورکـــړه
لویه ربه له تا څخه په بار بار مننه کوو چې د پښتون قوم په بدمرغیو ورحمیدی او د تیاره ژوند د روښانه کولو لپاره دی ورته کبیر ( ماما ) وزیږوه او د پښتون آسمان ستوری دی تری جوړ کړ.
خــو ای ربه نن لکه د خپل هوډ څخه پښیمانه شوی ؟
نن دی لکه چې زمونږ څخه د رحم او رحمت مخ بیرته واړوه ؟
نن دی لکه چې په پښتون قوم بیا ستا د غضب وار راغلی دی ؟
زما د قوم په ژوند خو لا تیارو منګولی خښی پاتی دی، زمونږ په کور کې خو لا د ژړا ګانو اوازونه ستا د هسک غوږونه اوس هم کڼوی، زمونږ د کلی کوڅی خو لا اوس هم زمونږ د بچیو په وینو هره ورځ منیځل کیږی او زمونږ د کلی په ګودر کې خو لا اوس هم د پیغلوټو ټپه په پښتو نه ده اوښتی نو زمونږ له آسمانه ستوری ولی غورځوی ؟
لویه ربه ستا په رضا کې خو څه نشم ویلی خو ددی ګیلی اجازه راکړه چې ستوری دی زمونږ له سره ډیر ژر واخیست.
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
ډاکـــتـــر شــیــر ولــی شــیــر
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د دارالانشاه غړی
Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party