ملي شخصيت : كبير ستورى

پیاوړى ملى شخصيت ډاکتر کبير ستورى چې په کونړ ولايت کې زيږیدلى ؤ د وياړه ډک انسان ؤ . د سپڅلى ژوند خاوند ؤ . د هر وړوکى سره وړوکى او د هر ځوان سره ځوان ؤ .ده هميشه لپاره د خپل وطن په هکله فکر کولو . نوموړى يو ټولنيز او ملى شخصيت و د هر پښتون / افغان په درد دردمند ؤ . په پښتنى / افغانى ټولنه کې ما تراوسه دده په شان غمخور انسان نه دى ليدلى . د ټول پښتون ملت لپاره دده مړينه يوه ستره ضایع ده .

روح دې ښاد وى .

د خدايبخښلى ډاکتر ستورى په هکله مې دا لاندى څو بيتونه چې شعر نه دى خو شعر ته ورته به وى وليکل هيله مند يم چې د شعر او ادب خاوندان ما ملامت نه کړى .

ستورى پسى تللى وم « ويسلينګ » ته رسيدلى وم

« کروړ » راته ويلى هــغه پخــوا لــدى ځــاى تللـى دى

د شــنو درو پـه منـځ کې ، پـه ديــرو او پـه بانــډو کې

د ټـــولــو لـــر او بــــــرو پــښتــنـــو ســتــورى لــټــوم

د کـونــړ د سيند پــه غـاړه د لويـو بـيلــو پــه منــځ کـې

ســـــتــورى پـــــسـى ګــرځــــمــه هـــر لــورې لــــټــوم

د خــاص کـــونــــړ ورشـــــو کـې ، د تـنر په منظرو کې

زه دغــه نـومــيالــى ســتر انــسان ســـــتــورى لــــټــوم

راځــى چــې ســره ټـــول شــو او پـه ګـډه دوعــا وکــړو

دى پـــــاتــــى پـــښــتــنو تــه د ســـر ســيــورى لـــټــوم


يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ډګروال ګل محمد « فقيرزى »

Dagarwal Gul Mohammad