د كونړ دويم سيد جمال الدين

درنو خویندو ورونو دننۍ غونډی د جوړیدو په هکله چې د پښتنو ټولولنیزولسولیز ګوند له خوا جوړه شویده د هغه ملی او لوی شخصیت په باره کې چې د داسی ګڼ شمېر غونډو،جرګو، کنفرانسونو او سیمنارونو بنسټ ایښودونکی وو چې لر او بر پښتانه ئې تل په یو ټغر راټول کړی وو.خپل قوم او اولس ته يې بې ساری هراړخیزه ، تل پاتی اونه هیریدونکی خدمتونو کړیدی. هغه د هیواد ملی منلی او اولسی شخصیت د پښتون قامی وحدت خدمتګار، ادیب ، شاعر، څیړونکی، لیکوال، ژورنالیست، ساپوه، د باچا خان د نظریو پیرو د پښتونخوا د تاریخ ستوری، زړه ور مبارز او د کونړ دوهم سید جمال الدین افغان د پښتون سوسیال د موکرات پارټۍ بنسټ ایښودونکی مرکزی مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دی.

ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل دی چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري.ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر ۱۷ / ۰۱ /۱۳۲۱ ل هـ کال زيږیدلی دي.ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې په څانګه کې چې فلسفه سیاسي پوهنه او ټولنپوهنه ورسره مل وه سرتته رسولي ده. ستوری د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی.

ډاکتر کبیر ستوری د ژوند زیاته برخه د خپلی پښتونخوا نه لیری په المان کې تیر شوی ولی د قام ولۍ بیرغ ئې هم هسک ساتلی دی.ډاکتر کبیر ستوری یو سپڅیلی قام پرست پښتون وو ځکه د ژوند په هر قدم ورسره د ویشلی او تالا والا پښتون فکر وو.د پښتو نه پرته بل کوم سوچ کول ورته باالکل بې مانا ښکاریدل.د ډاکتر کبیر ستوری په کلکه دا باور ووچې پښتانه به نور تر ډیره وختته پوری داسی ټوټی ټوټی نه وی پراته بلکه دوۍ به هرومرو د خپل ملی وحدت مرام ته رسی او د احمد شاه بابا دغه خاوروه به یو ځل بیا د پښتونخوا په نامه یاده کړی.

ننۍ غونډ د ډاکتر کبیر ستوری د هلو ځلو نتیجه ده چې د پښتنو منلی مشر ښاغلی اسفند یار ولی خان چې لر او بر پښتانه پکې راټول دی څرګنده بیلګه ده.

دا نظم ئې د احساس څرګندونه کوی :

یــــــو ورڅـــــــې چـــــــــا ويــــــلـــــې

چې اســــمـــان تــه مــــې کتـــلــې

یـــــوه غــــــټـــه وريــــځـــه راغــلـــه

دوه وړې يــــې ښــــــــکلـــــــولـــــې

وړې شـوې غـــټــې کــې غـیــبــې

بیا مې ســـتـرګــــو نـــه لــیــدلــــې

ښکاري دا وې کوچنۍ وريځې

چـې د مـــور غــــېـــږې تـه تـلــلــې

د یـــو کـــــور د یـــــــو ټـــــبــــــر وې

د یـــــو بـــــل نـــــه ځــــــارېـــــدلـــې

چې هم جـنس وي جـمع کــېــــږي

عــــــقـــل کـــلــــــــــــه بــېـــلـــــولـــــې

په وېشلـي پښـتـــون قــــــام يــــې

سـتــوري اوښــکــې تــویــــولـــې


د لر او بر د پښتنو د بخت او هسک دغه ځلیدونکی ستوری د 2006 ع کال د اپریل د میاشتی په ځلورمه نېټه لدی فانۍ نړۍ څخه د تل له پاره سترګی پټی کړی.

آنالیه وانااله راجعون

دده مړینه ډیره بی وخته وه چې د هیواد او سمیی لپاره ستره تشه او تاوان دی. د پښتون قام مهم او ملی شخصیتونه تل ددی قام د تاریخ په ډیرو حساسو وختونو کې د دونیا نه تللی دی.

نن مونږ سره ارواښاد ستوری په جسمانی طور موجود ندی خو دی تل ژوندی دی دده نظرئی هدفونه، کړنی ، خاطرات، پوهنیزه، او ادبی پانګه زمونږ سره تل پاتی ده.

روح دی ښاد وی.

ډاکتر کبیر ستوری د ژوند ټوله برخه پښتو پښتونولۍ د پښتون قامی وحدت ، وطن او د اولس خدمت ته وقف کړی وو. چې د پښتنو تاریخ کې یو ژوندی باب دی چې پښتانه به پری تر عمره ویاړی.ډیرو پښتنو ته ئې د سیاسی بیدارۍ لارښودلی او اولس تحریک ئې چلویې دی.

ســـــــتــا ویـــــــنــه پــــــــــــــــښـــتــنـــه وه

ســـــتـــا مــــــــیـــنــــه پــــــــــــښـــتــــنه وه

تـــه ځــــــمـــا د ســــــر شــــــــــمـــلـــه وی

تــــــه ځـــــــــمــا د شـــــــــــــمـــلــــی وږی


اروا ښاد ډاکتر کبیر ستوری تل د پښتنو د یووالی بیرغ اوچت ساتلی وو دا هاغه پښتون مسلمان بشردوست وو چې د خپلی نظرئې له پاره ژوند کاوه. په وار وار ورته د وخت د حکومتونو لخوا لوړو مقامونو او مضبونو وړاندیزونه شوی وو، دی پخپله عقیده او لاره کې هیڅ ډول معاملی ته تیار نه وو.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

[vid=files/videos/AzizSarshar.flv]

عزیز سرشار

شاعر،دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP) د خپرونو چارو مشر

Aziz Sarshar

Poet, Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Member of Editorial Board of “Pashtoonkhwa” Magazine