زموږ د كورنۍ دروند غم
څلورم اپريل زما لپاره هغه دردناكه او له غمه ډكه ورځ وه، چې ما د خپل پلار ډاكتر كبير ستوري د مړينې خبر د ټيليفون په ليكه سحر اته (8) بجې واورېده. په رښتيا چې انسان د كاڼي كلك او تر ګل نازك دى، د خبر په اورېدو مې د ټيلفون غوږۍ له لاسه ولوېده، نه پوهېدم چې په ما څه وشو؟ له خولې څخه مې بې درېغه چغې وختې، يو دوه رانه خطا شول، زما په فرياد او چغو زما مېرمن او بچي له ما راتاو شول، له ما څخه يې وپوښتل، چې څه چل شوى دى؟
خو ما خپل هوش او حواس باېللي وو، نه پوهېدم چې څه ورته ووايم؟ خو هغوى زما په حال پوه شول، په ټول كور كې وير او ماتم جوړ شو، ماته خپله بې وسي او د مسافرۍ غم بيا بيا مخې ته كېده، په لږه شېپه كې زموږ خپل، خپلوان او دوستان خبر شول، مشره ترور مې او د لايق زاده كورنۍ چې زما د ورورۍ او د خپلوۍ رشته ورسره وه او زموږ په ګاونډ كې اوسېدل، تر ټولو دمخه راورسېدل. هغوى هم راسره وژړل او بيا بيا يې راته تسلي او ډاډګيرنه راكوله. څو ساعته وروسته زموږ ټول خپلوان زموږ كور ته راجمع شول. زما دوستان، زما د پلار ملګري او مينه وال چې له دغه غمجنې پېښې څخه خبرېدل، چا به كور ته ځان رارساوه، چا به د ټيليفون له لارې غمرازي او ډاډګيرنه راكوله. هغوى به ويل چې موږ ټول له تا سره په دې درانه غم كې شريك يو، ته ځان يوازې مه بوله. ستورى يوازې ستا پلار نه و، هغه د ټول پښتون قام لارښود، ملي او قومي سرمايه وه. زما حوصله د دوى له ډاډګيرونو سره ورو ورو قوي كېده او د پلار د غم دغه دروند بار مې له اوږو كمېده.
ما له خپل پلار څخه په خپل ژوند يوه خبره اورېدلې وه، چې:
“پښتون هر چرته وي، هغه كه د ډېرو شتو څښتن وي او يا ډېر غريب، خو په مينه، محبت او اخلاص كې د نړۍ يو قوم د پښتون مقابله نشي كولاى.”
خو په رښتيا چې د لرو او برو پښتنو دا خبره ثابته او په ډاګه كړه، چې له خپل محسن او خواخوږي سره يې په ژوندانه كومه مينه كړې وه، هم هغه شان يې د هغه په مرګ هم وژړل او د غم دغه درنه شېبه يې زموږ له كورنۍ سره شريكه كړه.زما د پلار ډاكتر كبير ستوري دا لوى ارمان و، چې كله خپل عالي تحصيلات بشپړ كړي، نو خپل هېواد او پښتونخوا ته به راځي او دلته به له خپلو پښتنو وروڼو او ولس سره يوځاى ژوند كوي، خو دا ارمان يې د زړه د ناڅاپي ناروغۍ له امله پوره نه شو.
زه لا ډېر ماشوم وم، چې پلار مې د كابل د رحمان بابا له لېسې څخه په اعلى درجه فارغ او د لوړو زده كړو لپاره جرمني ته د ممتازو زده كوونكيو په ډله كې لاړ. لوړې زده كړې يې په جرمني كې سرته ورسولې او په ساپوهنه (سايكالوژۍ)، فلسفه او سياسي علومو كې يې (Ph.D) پي.ايچ.ډي ډوكتوره ترلاسه كړه. مونږ به د پلار د مينې لارې څارلې او د راتګ ورځې به مو شمېرلې، چې په افغانستان كې حالاتو بدلون وموند او پېښور ته كډوال شو. د مهاجرت په شپو ورځو كې موږ هم لكه د نورو افغانانو ډېرې ستونزې او كړاوونه وليدل. يو ځل مې ورته ليك ورولېږه او ورته مې وليكل، چې وروڼه او خويندې مې له تعليم او زده كړې څخه بې برخې كېږي، ستونزې مو ډېرېږې، ستاسو راتګ هم ناشونى دى، نو مور او وروڼه مې جرمني ته درتلل غواړي. هغه په ځواب كې راته وليكل، چې زه په اروپا كې ژوند كول نه غواړم او كه خداى حالات سم كړه، زه به خپلې خاورې او خپل ولس ته درځم، هلته به يوځاى ژوند كوو، خو چې حالات ورځ تر ورځه خرابېدل او سمون يې نه خوړو، نو زما د مشر تره عبدالجليل ملنګ په وينا يې زما مور، وروڼه او خويندې جرمني ته وبلل.
زه لا هم هغه شان د پلار د نژدې او دايمي مينې څخه بې برخې پاتې شوم. د هغه د ژوند د سفر 42 كلونه په جرمني كې تېر شول، خو په دې وروستيو څو كلونو كې كله چې د پښتونخوا په هر ګوډ كې د پښتو او پښتنو په اړه كومه غونډه جوړېده، پلار به مې ورته په ډېره خوشحالۍ ځان رارساوه. هغه په پښتنو مئين و، په خپله ژبه (پښتو) مئين و، د پښتنو د اتحاد، اتفاق او يووالي مينه يې په زړه كې وه. پښتون قامي وحدت يې لويه ارزو وه. د محترم مشر محمد افضل خان لالا د پښتون قامي وحدت په تړون يې په دوه درې غونډو كې شريكت وكړو: په پښتون قامي جرګه، د پښتو عالمي كانفرنس، پښتو عالمي كنونشن، پښتو عالمي كانګرس، د ډيورنډ د كرښې سيمينار او د رحمان بابا په سيمينار او نورو ادبي غونډو كې يې په ډېره مينه شركت وكړو. هغه چې به كله پېښور ته راته، نو خوب به يې كم او د زړه د ناروغۍ سره سره به د پښتنو شاعرانو، ليكوالانو، اديبانو، صحافيانو (ژورنالستانو) او سياسي مشرانو سره د ليدلو، كتلو او كېناستلو ډېر ارمانجن و. ماته به يې ويل، چې د هرې ورځې پروګرام جوړوه، چې زه پكې دغه ټول پښتانه په وار وار ووينم. په خپل لنډ تنګ سفر كې به يې د خپل پلرني ټاټوبي كونړ او د هغه ځاى د ولسي مشرانو او كشرانو مينه هم له ياده نه وتله. د خپل سفر په جريان كې به حتماً دوه درې ورځې د خپل كور كلي او خپل ولس ليدلو ته ايستلې. ځان به يې كونړ ته رساوه.
هلته به يې ښه دروند هركلى كېده او د ولس مينه هم ورسره دومره زياته وه، چې دده د ليدو تنده به يې په دې دوه ورځني سفر كې نه ماتېده. ډلې ډلې خلك به ورته راروان وو او ده به ورسره خپل پښتون نظر شريكاوه. د خبرو كولو انداز او لهجه يې د هر چا خوښېده، ځوانان، سپين ږيري او ماشومان به ترې راټول وو. هغه به له ټولو سره ډېره مينه كوله. په ولسوالۍ او كلي كې يې د ځوانانو او پښتنو كلتوري ټولنې جوړې كړې او تر خپله وسه به يې مادي او معنوي مرسته ورسره كوله او وساېل به يې ورته برابرول.هغه د پښتنو ټولو سياسي مشرانو ته خاص عقيدت او درناوى درلود، خو د دوى په بې اتفاقۍ ډېر ځورېده. په جرمني كې يې هم لر او بر پښتانه د “پښتون سوشل ډيموكراټيك” ګوند تر سيوري لاندې راټول كړي وو. غونډې او سيمينارونه به يې جوړول. په اروپا كې د پښتنو د دود دستور او كلتور د ساتلو لپاره به يې هلې ځلې كولې، چې په ټوله اروپا (يورپ) كې هر پښتون خپل او پردي به ورته د ډېر احترام او مينې نه (ماما) ويل او هغه ماما چې كله له دې فاني دنيا څخه سترګې پټې كړې، نو ټولو پښتنو په اروپا كې ځانونه د ډېرو لرې لرې ځايونو څخه جرمني ته راورسول او د خپل “كبير ماما” په جنازه كې يې ګډون وكړ.
ټولو پرې وژړل، اوښكې يې تويې كړې. كله چې د خداى بښلي جنازه له مسافرو پښتنو څخه پېښور ته راورسېده، نو ددې ځاى پښتنو هم خپله پښتونولي او مينه وښوده. چا ځان سحر وختي پېنځه بجې هوايي ډګر (اير پورټ) ته راورساوه او څوك د تورخم پورې د افضل خان لالا په مشرۍ له جنازې سره بدرګه لاړل.
دلته ددې خبرې يادونه ضروري ګڼم، چې افضل خان لالا ددغه غمجنې پېښې د اولې ورځې نه هره ورځ زموږ كور ته راغلى او ماته يې پوره ډاډګېرنه راكړې ده. د غم په دغه درنه شېبه كې د افضل خان لالا ډاډ زما صبر او حوصله لا زياتوله او هغه راته د خپلې كورنۍ يو دروند مشر ښكارېده.د افغانستان حكومت او ولس يې هم ډېر درناوى وكړ. په خاصو تشريفاتو يې جنازه تر خاص كونړ پورې ورسېده. په زرګونو خلكو، لوړپوړي دولتي چارواكيو، قومي او سياسي مشرانو يې په جنازه كې ګډون وكړ.
د اپريل په پېنځلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري فاتحه د پېښور د يونيورسټۍ روډ په سپين جومات كې واخيستل شوه، چې په ډېر ګڼ شمېر كې قومي مشرانو، شاعرانو، اديبانو، د ادبي او فرهنګي ټولنو استازو او د پښتنو ټولو سياسي مشرانو چې تر اخره ناست وو. وروسته د ANP مشران او په ځانګړې توګه د پښتونخوا منلى اديب، شاعر او سياسي مشر اجمل خټك بابا په ناروغ وجود جومات ته ځان راورساوه او له رارسېدو سره سم يې وويل، چې ماته د خبرو كولو موقع راكړئ.
هغه د ډاكتر كبير ستوري په سياسي، ادبي او ټولنيزو هلو ځلو رڼا واچوله او په ابدي دنيا كې يې ورته د مغفرت دعا وكړه. همدا شان د اپريل په 22مه نېټه د كابل ښار د عيدګاه په جامع جومات كې د خداى بښلي فاتحه په خاصو مذهبي او دولتي اعزاز ترسره شوه، چې په كې ګڼ شمېر حكومتي لوړپوړو چارواكيو، د ملي پوځ او ملي پوليسو لوړ رتبه افسرانو، قومي، سياسي، ادبي او د ژوند د بېلابېلو طبقو اشخاصو او ولسونو پكې برخه واخيسته.د غمرازۍ دا لړۍ لا دوام لري، خو زه له هغو ټولو مشرانو، كشرانو، قومي سپين ږيرو، ځوانانو، شاعرانو، اديبانو، صحافيانو او فرهنګيانو څخه چې زما د پلار په مړينه يې خپګان او خواشيني څرګنده كړې او د جنازې، تدفين او فاتحې په مراسمو كې يې زموږ له كورنۍ سره برخه اخيستې، ډېره ډېره مننه كوم. ماته د خپل پلار دا خبره په ثبوت ورسېده، چې :”ما تاسې ته كه مادي او مالي شتمني نه ده پرېښي، خو معنوي پانګه مو له هر چا زياته ده”. نو زه په دې وياړم، چې زموږ پلار موږ ته ډېر څه پرېښي، چې د ډېرو لږو خلكو په نصيب كېږي. د هغه نوم ژوندى دى او تر عمره به ژوندى يادېږي. لكه چې په خپل يو شعر كې وايي:
ښــــه ده ښــــه ده چــــې پـــه ښــــه نـــــوم څـــــوك يــــــــادېــــــږي
مــــړ هـــــــغــــــه دى چـــــــــې يـــــــې نــــــــوم او اثــــــــر نــــــــه وي
چـــې يــــې نــــوم اثــــر ژونـــــدى وي نــــــــه مــــــړ كـــــــــېــــــږي
لـــوى خــــداى «ج » دې زمـــا پــلار تـه جــنــت فـــردوس ور په برخه كړي. امين.
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
عبدالبصير بيدار ستورى
ژورنالست، شاعر، د پښتونخوا د پوهنې دیری ستر سکتر
Journalist,Poet, Vice Chairman of Da Pakhtoonkhwa Da Pohane Dera