د پښتو او پښتنو

د ملی قافلی سرکښ

د پښتو او پښتنو د ملی قافلی سرکښ ، پیاوړی ، او ننګیالی ، زما د سیاسی او ټولنیز ژوند کلک ویاړلی ،خوږ او نژدی دوست او ملګری ډاکتر کبیر ستوری ددی فانی دنیا نه د ابدی دنیا په سفر وخوځیده.

انا لله و اناالیه راجعـون

د چا به پلار ، د چا بابا ، د چا کاکا ، د چا ماما به وی. خو ددی رشتی نه وروسته د دوستی انسانیت او پښتونولی د ټینګو مزو او تارونو په چوکاټ کې ما ته د هر څه نه را نژدی دوست او ملګری وی.

ملــګــریـــه: څښتن تعالی دی جنتونه په نصیب کړه .

خو ملګریه د جنت خاپیریو ته هم دا زیری ورکړه چې ستا ملګری به ستا د ملی مبارزی او قامی وحدت ترانه ژوندی او ځلانده ساتی.

ملګریه :

ســتـا ژونـــــد د پــښـتـنـو او پـښــتونــولـی خـــــزانـــه

د عـلـم او ټــــــولـنــیـز ژونــــد د لاری او مــنـزل ډیــوه

د پـت ، غـــیـــرت، ښـګــیـــــڼـــی او وفـــــا زمــــرمــــه

د پــښـتـنـو د ملی یـووالــی او قـومـی وحـدت ناره

او د پښتنو د خیر ، ابادې او سوکالی د پاره نرۍ د رنګــیــنــو نــه ډکــه او مــسـتـه وږمـــه وه.

د پښتونولی د ستر بڼ طوطی !

ته خو لاړی خو زه او زما ملګری په ایماندارې درسره دا ژمنه کوو چې ستا د پښتو او پښتونولی هڅی او د قومی وحدت ، د ملی ترانی او ناری څپی به د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د پښتنو زړونو او فکرونو ته وررسوه.

د ډاکتر کبیر ستوری ژوند ته ځغلند نظر :

خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې ملی منلی شاعـر، لـیـکـوال، څیړونکـی،ژورنالست او د پلوم سا پوه و.

ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري.

ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر 1321 هجری کال کې زيږیدلی دي.

ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې په څانګه کې چې فلسفه سیاسي پوهنه او ټولنپوهنه ورسره مل وه سرتته رسولي ده. ســـتوری د پــــښــــــتـــنــوټـولـنــــیـزولسولــیـز ګوند د بــنـــســـټ ایــښودونـکــو مــخـکــښـانــو څـخـه دی.

د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی.

ستوری د پښتو د یو ګڼ شمیر کتابونو مولف او لیکوال وه چې وائئ:

ســــاه مـې واخــلــه خـــو پــــــــښـــــتــو رانـــه وانــه خـلــی

زه پـــښــتـــون یـــم پـــه پــــښـــتــو بـــانـــدې پــتــمــن یــم

کـــه زمــــــا ســـــتــوری پـــه قــــــبــر چــــــیــرې راشــــــــــی

پــه پـــــښـــتـــو راتــه دوعــــا کـــــړه پـــــری مــــــیـــن یـــم

روح دی ئې ښاد وی.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

مــحـمـد شــیـریـن ګــردیــوال

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ( PSDP) د مشر دوهم مرستیال ،د پښتنو د کلتوری ټولنی مشر

Mohammad Sherin Gerdeawal

Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Chairman of Pashtoons Culture Association (Cologne – Germany)