سر که زما ســر وی خــو د قـــام نــــه بـــه خـیــرات شی
ټیټ به چا ته نه شی که په سـل ځــایــه کــې مات شی
زړه چې خیر د قام نه غواړی هـغه زړه دې مـات شــی
زه ملنګ جان خپل دغه بــیان نــه تـــیــریـــدی نـــشـــم
زه لکه ایمـان پـــښـــتــونــســتــان نــه تــېــریــدی نـشـم
خان لالا خبره وکړله او ډیره ښه خبره ئې وکړله، ځکه د شروع نه زما دا خیال ؤ چې زه به نن د لیکولانو په مخکې يو عرض کوم او عرض دا دی: چې دوعاګانی خو مونږ ډیری وکړی لیکن تش په دوعا، په سوال په زاریو او خدای ته په مینتونونه کیږی. چې تر کومه پورې مونږ خپله ملا نه وی تړلی مونږ خپل مرام ته نه شو رسیدی ، باچا خان سره هم مونږ کلکه ملا تړلی وه هله مونږ خپل مرام ته ورسیدو .دا جدا خبره ده چې غدار موږ په منځ کې راښکو او هغه اور ئې هم اوس راوست له مونږ نه ئې ګردچاپیره بل کړو. دا ټول انقلاب دی ،او دا هغه سیلاب دی چې بابا به ويلی چې سیلاب به راشی ګوره ، تاسو به خبر نه یاستۍ سیلاب به مویوسی. مونږ به ويل بابا درغ وائی . بیا به ئې ویل دا جهاد چې روان دی دا صوبه سرحد به د باروتو ډیری شی ، دا د هغی د خولی فرمان دی مونږ به ورپوری ټوقي کولی. نن هم هغه خلک لګیا دی دا خبری کوی چا چې دی خبرو پورې خندل. نن زه شاعرانو ، ادیبانو ته دا وایم چې سیاسی ډلی درته نه کوی ، دا پښتونخوا به زه او تاسو جوړو. وجه دا ده چې سیاسی ډله په سټیج باندی یو څه وائی او چې کله د اقتدار په کورسی باندی کینی نو په پښتو خپی کیدی. کله وائی چې څلورم پورې پښتو شوه ، کله وائی چې اتم پورې پښتو شوه ،بیاوائی چې دویم پورې پښتو شوه ، هلکه دې پښتو پورې ټوقي کوۍ؟.او زه خو حیران دا یم چې سند کې سندی وکړه ، بنګالی درباندی ځان تباه کړو خو ته ئې ونه منلی او خپله ژبه ئې درباندی دویمه قومي ژبه کړله .اردو ته خو زه قومي ژبه نه وایمه اردو ته خو زه دولتي ،سرکاری ژبه وایمه، عدالتی ژبه وایمه. قومي د قام ژبې ته وائي .زماپه قام کی د کوم قام ژبه اردو ده. په دې وجه زه غواړم چې پښتو زما ژبه شي، پښتون زما قام شي او پښتونخوا زما وطن شي .دغه زما مطالبی دی نو ځکه درته وایمه چې ای د زړه سرونو نن درته زه یو نوی پیغام درکوم یحیی خان یوشعر جوړ کړی و:
Professor Jehanzeb Niaz
Writer, Poet, Chairman of Pashto World Congress Peshawar pakhtoonkhwa, Chief Editor of Bi Monthly "DASTAR" International Magazine, Chairman of Ghani Khan Literary, Cultural and Research Organization