دا و د ارواښاد "ستوري" د زړه اواز. هغه اواز، چې د ځمكې پر مخ د لومړي انسان نه نيولې تر وروستي انسان پورې. هر كله، هر چېرته او په هره ژبه كې د هر چا له خوا را اوچت شوى او را اوچتېږي به. هو! د ځمكې پر مخ، چې كله انسان پنځېدلى او مېشت شوى، د انساني ټولنې د ژوند او ژواك د سوله ييزه، ښكلا ييزه او نياومنه چاپېريال د رامنځته كېدنې، څارنې او ساتنې په موخه، هر كله، په هره ژبه او بيا هر انسان ته د خير او ښېګڼو ليارښوونې شوې دي. دا كه د لوى څښتن په هداياتو كې وې او كه د زمانې د پوهانو او عالمانو په ويناوو كې. د اسلام د سپېڅلي دين په هداياتو او ليارښوونو كې يوه خبره دا هم راغلې ده، چې وايي : (الباقيات الصالحات).
ژباړه : څه شى، چې پاتې كېږي، هغه ښېګڼې دي.
زموږ په پښتو ژبه كې هم لا يو متل شته، چې وايي : خپل عمل د ليارې مل دى.
د خير او ښېګڼو د اندونو د پراخې دودېدنې په هڅو كې د پښتو ژبې پوهانو او شاعرانو هم ډېرې خوږې او په زړه پورې ويناوې كړې دي؛ لكه چې غيب اللسان شاعر حضرت عبدالرحمن بابا وايي:
رحمان بابا، چې په پښتني ټولنې كې زېږېدلى، رالوى شوى او شاعر شوى، د خپلې ټولنې كړه وړه يې له نژدې څخه ليدلي، څارلي او شعوري غبرګون يې هم ورته ښودلى دى. دا داسې برېښي، چې: پښتون ولس لا د رحمان بابا په مهال كې هم لكه د اوسني مهال په څېر پخپلو سيمو كې به د ګلونو پر ځاى غزل كرل، يعنې پخپلو منځونو كې د ورورولۍ او محبت د ګلونو پر ځاى به يې د توربورۍ او ميرڅى كرغېړن ازغي كرل او هر چا به هر چېرته د هر رنګه ازغنو اندونو او دودونو په ودې وركولو كې نه ستومانه كېدونكې هلې ځلې كولې. د رحمان بابا د غبرګون په څېر ارواښاد "ستوري" هم د پښتنو اوسنيو ازغنو او كرغېړنو دودونو د له منځه وړلو په لياره كې، لا له پښتونخوا نه ډېر لرې په اروپا كې هم خپله چيغه پورته كړې او ويلي يې دي، چې: