|
ډاکتر کبیر ستوری په دی مفکوره او نظریه ؤ چې پښتون يو قومی وحدت ؤ یو قومی وحدت دی او قومی وحدت به خپل حاصلوی ، پښتانه شته او قام نه شته . قام په ۱۸۹۳م کال کې انګریزانو تقسیم کړی دی او ددی مفکوری او نظريې چې څوک پلویان ، حامیان او لرونکی ؤ نو د هغوی نه يې ځان خبروو او ځان يی ورته رسوو . "محمد افضل خان لالا" د انټرنيټي ديری په دې برخه كې مونږ ستاسې لپاره د ستوري ويناګانی چې هغی په بېلابېلو وختونو كې بېلابېلو غونډو،جرګو، کنفرانسونو او سیمنارونو ته يې كړي ، راغونډو. د ارواښاد ستوري نوری ويناګانی د وخت سره سره به يی پرليکه کوم.


د ستوري مرګ زموږ نه يو ښه، تكړه، ترقي پسند شاعر، ليكوال او خواخوږى ملګرى بېل كړو، خو داسې خلك عملاً نه مري، بلكې په ذهنونو كې ژوندي وي. د افغانستان د ملي شاعرانو او ملي سياسي اشخاصو تاريخ چې كله هم ليكل كېږي، د ډاكتر كبير ستوري نوم به پكې ښكاره او روښانه وي. د هغه غم د ټول پښتون ولس غم دى، موږ ترې ځان نه شو بېلولى. "اجمل خټك" كبير ستورى زموږ د پښتني سياست د قافلې يو ډېر بېدار مغزه رهبر او سالار و، چې د پښتون سوشل ډيموكرېټك پارټۍ يو فعال غړى او مشر و او په جرمني كې يې هم د پښتو او پښتنو خدمت ته ملا تړلې وه. ستورى يو اعلى تعليميافته او بشپړه مهذب انسان و. د نفسياتو عالم، ژب پوهان او سياسي استاد و. غرض دا چې علمي، ادبي، سماجي، سياسي او قومي خدمات يې لكه د لمر څرګند او د ستاينې وړ دي. زه يې چې دروند، خوږ، سپېڅلى او ژوندى شخصيت سترګو ته رامخكې كړم، نو يقين مې نه راځي، چې بيا به يې ونه وينم. "سليم راز" ډاكټر كبير ستورى په خپل زړه كې د پښتو او پښتنو دومره مينه ځاى كړې ده، چې كه څوك احساس لرونكى په سينه لاس كېږدي، نو په سينه كې به يې د زړه په ځاى د پښتو او پښتنو د مينې درزا محسوس كړي. " عبدالهادي حېران " د ډاكټر صاحب لكه چې په عام ژوند كې ژبه خوږه، خوله يې د مسكا ډكه، مينه يې لكه دامو پراخه او د مازغو كاسه يې لكه د اباسيند ارته بېرته وه، چې پخپله لويه سينه كې يې ډېر سيندونه، خوړونه، چينې او ابشارونه رايوځاى كړي و. زړه يې د هر پښتون د مېشتې او دمې كور و او هره خبره يې د پوهې او شعور ډكه وه. بې شكه د لوى زړه څښتن و، د زمري هومره زړه او د تاترې هومره حوصله يې درلودله او په نره يې بغير د څه ويرې، ترهې، لالچ او دسيسې خپله خبره په ډاګه كوله. كه هغه په سټېج وه او كه د قلم په ژبه. دغه وجه وه چې لوى كبير د هر پښتون او بيا خاص د ليكوالو په زړه كې ځان ته د مينې، محبت، احترام يوه لويه پلازمېنه جوړه كړې وه او د هر چا به دا خيال و، چې كبير هم فقط دده دى. د كبير سياسي هلو ځلو د پت پښتو ډك مزل د هغه نه د قطب ستورى جوړ كړى و، چې ما غوندې ډېرو ډېرو پرې خپل منزل ته د مزل لارې ټاكلې. " محمد پروېش شاهين"
|
|
|
|
|