Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

نامتو ليکوال او شاعر ډاکتر کبير ستورى په حق ورسېد

پېښور

د وري ١٦مه، پژواک خبري آژانس

د هېواد مشهور ليکوال او شاعر ډاکټر کبير ستوري چې تېره ورځ په المان کې په حق رسېدلى و، مړى يې سبا ته دپېښور له لارې هېواد ته راوړل کيږي .

ډاکټر کبير ستوری دکونړ ولايت اوسېدونکی و، چې له ډېرې مودې راهيسې په المان کې اوسېده او تېره ورځ په دغه هېواد کې د ٤۶ کالو په عمر دزړه دناروغۍ له امله مړشو.

په پېښور کې دډاکټر کبير ستوري زوى نصير خان کبير د وري په ١٦مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې دپلار د جنازې مراسم يې نن د چهارشبې په ورځ مازيګر پر څلور نيمو بجو د جرمني دکولن په ښار کې تر سره کيږي .

دده په وينا، چې سباته به يې جنازه (دوري په ١٧مه) ، په کونړ کې خپلې پلرنۍ هديرې ته دلېږدولو په موخه پېښور ته راوړل شي .

ډاکټر کبير ستوری چې د هېواد نامتو شاعر و، لسګونه کتابونه يې ليکلی دى .

بلخوا په پېښور کې د عوامی نېشنل ګوند ګڼ مشران چې پکې بشېر بلور ، افضل خان ، فريد طوفان ، اجمل خټک او نور شامل وو، نن دپېښور په راحت اباد سيمه کې دډاکټر کبير ستوري کورته ورغلل او دده له زوى سره يې غمرازي وکړه .

د عوامي نېشنل ګونديو تن مرکزى مشر افضل خان لالا پژواک خبري آژانس ته وويل چې د ډاکټر کبير ستوري مړينه د پښتنو لپاره ستره ضايعه ده او دغه تشه به تر ډېره وخته ډکه نشي .

دافغانستان دولسمشر حامد کرزي دفرهنګي چارو مشاور زلمى هيواد مل هم دډاکټر کبير ستوري په مړينه دغمرازۍ څرګندونه کړې او دده مړينه يې دپښتنو او پښتو ادب لپاره ستر زيان ګڼلى دى .

نوموړي پژواک خبري آژانس ته وويل چې ډاکټر ستورى دهيواد لوى اجتماعي او کولتوري شخصيت و، په المان کې يې لوړې زده کړې کړې وې او دهېواد يواځينى ارواه پوه ډاکټرو.

هيواد مل زياته کړه چې ډاکتر ستوري ګڼ شمېر اجتماعي او فرهنګي کتابونه ليکلي او په المان کې يې ادبي اوکولتوري ټولنه هم جوړ کړې وه .
- -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2023     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori