|
ډاکټر کبیر ستوری ( زېږېدنه : ۱۹۴۲ ؛ مړينه : ۴ د اپرېل ۲۰۰۶) د لوی افغانستان يو تکړه شاعر، ستر ليکوال، اديب ، څیړونکی ، ژورنالیست ، ساپوه ، سياستپوه او سياسي مشر و. د هغه قام پرسته شاعري نه يواځې په پښتونخوا او افغانستان کې مېنوال لري بلکه په نړۍ کې چې هرچېرته پښتانه مېشت دي نو دده ادبي او سياسي کارونو ته په درنه سترګه ګوري. " احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل"




كبير ستورى په 1993ع كال كې كله چې د ډيورنډ تش په نامه كرښه سل كلنه شوه، يوه پراخه غونډه راوبلله او د ډيورنډ د كرښې تش په نامه نوم يې ورټه او هغه ته يې د پاى ټكې كېښود. كه چېرې سړى په تاريخي لحاظ ستورى د پښتون سوسيال ډيموكراټ ګوند، اعلاميې او دريځ څرګندونې وڅېړي، نو هله به پوه شي چې دى پخپل فكري سياسي سوچ كې څومره كره او پوخ دى."پوهاند دوكتور جمدر" ای د کــــــونـــړ خـلــکــــــــو دا احـــــسان دی مــــونـږ مـــنـو تــنـر کـــې زیــــــږیــدلــی قــــــهــرمـــــان دی مــــونـږ مـــنـو ســــــتاپــل بـــانـدی بـه درومـــو وایـــم زه ســـــراچــه وال که ژوند وی که خـوشـحالی وی که زندان دی مونږ منو " مطيع الله سراچه وال " ای د لــر او بــــر د پـــښـــتـنـو د وحــدت ســـتـوريا بل دي ســــتـا د فـــکــر مــــشــالـــونه راته خاندي ســــتـا د مــحــبـت خـــوږی خــــبـری راپـه يادکړي کلــه کلــه ســـتا چــې تــــصـــويــرونـه راته خاندي " غلام محمود شهاب " د جــــــــــــبر ګوزارونو کې کــــمـزوری، نـــه ؤ، نـــه سیوا له پښتــنو ئـــې اشنــــــــا لـــوری، نـــه ؤ، نـــه های قــام د پښــتــنو شو څه بې مشــره بې مشالــه پـه ټـــولــه زمــانـه کـې ئــې تــګ لــوری، نـه ؤ، نـه " عبدالحلیم همت ایوب زی "
|
|
|
|
|