|
ســـتـــورو تـــه بـــلــــــنــه |
ســـتـــوری بـــیـــا ســـتـــورو تـــه بـــلــــــنــه ورکـــــړه
لاره تـــوده ده چـــــې پـــــه شــــــاه تـــــری نــــــــشــــی
هــــــــــــــــــــوډ اوســـــــــپـــــــــــیــــــــــنـــــز
ارمــــــــــــــان ئـــــــــــــــــې ســــــــــــــــتـــــــر
هـــــيــــــــلــــــــــیـــــــې ســــپـــــــڅـــــلـــــی
د دانــــــــــــــه دانــــــــــــــه اولـــــــــــــــــــس
زه ئــــــــې له تـــــــــاوده ذهــــــــــــن نـــــــــه
د اســـــــکـــــیـــــرلـــــو زړو نـــــــــــــــــــــــو
لــــــــه ټــــــــــــــپــــــــی خــــــــولــــــی نــــــه
لــــــــــه تـــــــــړلــــــــــــــــــــی ژبــــــــــــــــــــی
د اایــــــــــــــســــــــــــار شــــــــــــــــوی آواز
یونـابــبــره غـــورځــــنـــګــــونــه وهـــی
ســـتـــوری بـــیـــا ســـتـــورو تـــه بـــلــــــنــه ورکـــــړه
لاره تـــوده ده چـــــې پـــــه شــــــاه تـــــری نــــــــشــــی
د طــــوفـــانــــــی شـــــــپـــــــی زړه کــــــې
پــــه ویـــــرلــــــــړلـــــــــی اســـــــــــــمــــــــان
د غــــــــم تـــــــیــــــــاری خـــــــپــــــری دی
او لــــــــه پــــــــــــــراخ ټــــــــــــټـــــــر ئــــــې
څــــــــه ســـــــــتـــوری تـــــــــــری تــــــــم دی
د ويــرونــکــو تــورو وریـځــو تـر شـــاه
د اســـمــان پــــيــــغـــــلـــه ســـپــوږمـــۍ
هــری شــېـــبــی تــه انـــتــظـــار بـــاســی
چــــــې د اســــــمــــان ســــیــــــنـــه کــــــې
جــــوړ شـــــــی قـــــــطــــــار د ســــتـــورو
او خـــــپـــــــلــــــواکـــــــی نــــــــاوی تــــــه
دانــــــــــه دانــــــــه امــــــــــیــــل شـــــــــــی
د ذکـریـا (ص ) د صــبــر اوږد مــحــال
د نـــــاهــــــيـــــلــــــی تــــــــــرخـــــي شــپـــی
راوړی مـــــــــــــــیــــــوه د صــــــــــــــــبــــــر
د یـــــــــحــــــــــــــــــــــــــې پـــــــه بـــــــــڼـــــــه
ســـتـــوری بـــیــا ســـتـــورو تـــه بـــلــــــنــه ورکـــــړه
لاره تـــوده ده چـــــې پـــــه شــــــاه تـــــری نـــــشــــی
Nooral Merman Hajra Harakat |
- میرمن هاجره حرکت - |
بېرته شاته |
|
|
|
|