Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د پښتو ادب ډېر لوى نوم دى

ډاكتر كبير ستورى يقيناً چې د پښتو ادب ډېر لوى نوم دى. هغه خپل ټول ژوند پښتو ادب، پښتو شاعرۍ او د پښتون ولس خدمت ته وربښلى و. هغه چې د ژوند څومره موده په المان كې تېره كړه، ټوله يې پښتو ته وروبښله. هم دغه وجه وه، چې نن يې موږ ټول په احترام يادوو. ما ستورى صيب د شعر او ادب په حواله د وړاندې نه پېژندو، خو چې كله موږ په كال 2005م كې د پښتو عالمي كنونشن كولو، نو په خارجي هېوادونو كې مېشت پښتنو سره مو هم رابطې وكړې او چې كله مو ډاكتر كبير ستوري ته بلنه وركړه، نو هغه د راتلو لوظ وكړو او هم د خپل لوظ مطابق يې د المان نه تشريف راوړو، دلته يې موږ سره په كنونشن كې پوره برخه واخيسته. حالانكه د هغوى صحت هغوى ته اجازه نه وركوله. د كنونشن نه پس چې كله موږ "ټل" ته د مشاعرې دپاره روان شو، نو ستورى صيب راسره و. په كوهاټ كې د لږې اېسارتيا په موقعه ماته لايق زاده لايق د ډاكتر كبير ستوري د صحت وويل، نو ما هغوى ته ووې چې تاسو واپس پېښور ته لاړ شئ. زه پوهېږم چې هغه په ډېر مات زړه پېښور ته واپس شو، ځكه چې هغه د پښتو ژبې د ودې دپاره د يوې موقع ضايع كول نه غوښتل.
تر كومه حده پورې چې د ستوري صيب د شاعرۍ تعلق دى، نو هغه ټوله په ټوله د پښتون قام د وحدت دپاره ده. هغه يو سپېڅلى پښتون، ويښ ليكوال او په خپل قام مَېن سياستمدار و. پښتانه وايي، چې "سل دې ومره، يو دې مه مره" نو ستورى صيب هم هاغه "يو" و، چې مثال نه لري.
د هغه نشتوالى موږ ته په هره موقع محسوسېږي، خو د مرګ نه خلاصون نشته. د ستوري كوم احترام چې په ژوند كې شوى دى. په هم داسې احترام خاورو ته وسپارلى شو او نن په نور احترام سره يادولى شي. په ګور يې نور شه

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

پروفيسر اسير منګل
ليکوال ، شاعر، افسانه نګار،كالم نګار ، کره کتونکى


Professor Aser Mangal
Poet, Writer
- پروفيسر اسير منګل -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori