باچاخاني جذباتي نعرو او جذباتي خبرو ته هېڅ اړتيا نه لري، ځكه چې دا يوه عملي او علمي نظريه ده او دا د هغو خلكو په ذهنونو كې شتوالى لري، څوك چې د عمل او علم په ډګر ازموينې ته چمتو اوسي، نو پر دې بنسټ ماته "ستورى" يو باعمله انسان ښكاري. د خدايي خدمتګارانو او باچا خان په باب د ستوري قومي عقيدت داسې څرګندوي، چې د هغه دا عقيدت د هراړخيزې مشاهدې او مطالعې نه وروستو راپارېدلى دى. د "ستوري" له دې قسمه نظرياتي شعرونو نه په ښه ډول جوتېږي، چې "ستورى" په بشپړه توګه د باچا خان او د هغو ى د لارويانو په مقاصدو او غوښتنو ښه پوهه و. د "باچا خان لار" نومي شعر كې يې دا حقيقت او ددې فلسفې ضروريات په ډېر ښه ډول راوړي دي او د هغه د عقيدت، مينې اندازه ترې په ښه توګه لږي:
ډاكتر ستورى يو دردېدلى او حساس پښتون وو، هغه د يو خوږمن او باشعوره تخليق كار په حيث هغه څه د پښتو ادب غېږې ته سپارلي دي، چې د استعماري كرښيز (لكيردار) بېلتون زنځيرونه په ډېرې اسانۍ له منځه وړلى شي، خو بدمرغانه ددې "بېلتون" ارمان يې لكه د نورو انقلابيانو ګور ته سلامت وړى دى او نه پوهېږم، چې په خاورين كورګي كې به يې څومره ځوروي، حتمي به يې ځوروي، دا ځكه چې "ستورى" د خپل ژوند ټول خواږه پردې تراخه حقيقت وبايللواّن دا چې له خولې نه يې ترې دا خبره هم راووېستله:
دا سـتورى خـو قـانــع دى نــور څــه نـــه غـــواړي لـه خـــدايــه
صــــــرف يــــــو مــــــوټــــى اّبــــــاده او اّزاده پـــښــــــتــونـــخــوا
نن هم زموږ اود "ستوري" دا ارمان په ارمان پاتې دى، نن هم لكه ماشومان په ويښه د خپلواكۍ خوبونه وينو، د رڼاګانو په دعوېدار وطن كې له كلونو شپې اخيستي يو او لكه لېونيان كله پر ځان خندا راځي او كله پر جهان! موږ خوش فهمه نه يو، خو ولې په يوه داسې خوش فهمه ټولنه كې ساه اخلو، چرته چې له منافق حكمران نه نيولې بيا د هغه تر تالي څټي ملا پوري ټول د خبرو غرونه او دروې او د ژمنو، قسمونو لوى لوى باغونه زرغونوي، دا له خبرو نه د غرونو جوړول او د ژمنو، قسمونو عادت نن زما د ټولنې هر فرد خپل كړى دى، دا يو استعماري جبر هم دى او يوه لاشعوري انګازه هم....!! خداېزده څومره ستوري به لا نور د انقلابي پلوشو د اران په غېږ كې ذرې ذرې شي او همسفر ملګري به يې د يو بل "ارواښاد" په نامه راټول كړي او په جسماني توګه به يې مړ، خو په فكري او نظرياتي حوالې به ورته تلپاتى ژوندى وياړ او شمله وايي.
بلې هو! هرڅه مري، خو د قلم او قدم مرګ هر ګز نه منم، هو! تر قيامته به د پښتون قومي ژوند ژواك پر تندي د "ستوري" د قلم او قدم خالونه پاتې وي.