Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ذكر د يو ادبي، ثقافتي

او سياسي تقريب

قدرمن ډاكتر كبير ستورى د افغانستان په هغو ليكوالو، هغو مېړنو كې شمارېږي، چې د سر نه تر پښو ټول پښتون، پښتون دى. هغه كه په وطن كې و او كه د وطن نه اوس بهر دى، د ژوند تر ټولو لوى مقصد او مدعا يې همدغه ده، چې كله به وي چې د پښتو په سپور سپېره اوربل هم د دوستۍ او مستۍ وږمه وږمه شمال والوځي. كله به وي، چې د ميرويس بابا په شاړه تراړه، سوې لويې خاوره به د خوشحاليو، تابانيو، دارې دارې وړانګې خورې شي.
قدرمن په خپل ذات كې د يوې ادارې او انجمن حيثيت لري. ادب او سياست خپلو كې "نوك او اورۍ" ګڼي. په ادب كې د ژور فكر سرخېل دى. د بلا ډيرو وړو لويو كتابونو خالق دى لكه "د قلم توره"، "ژوندي خيالونه"، "د وېرې تله"، "پښتونخوا"، "سكروټه"، "ژبساپوهنه"، "د هوښيارتيا تله" او نور خو د هغه په ژوند او شخصيت كې، چې تر ټولو لوى صفت زه وينم هغه دا دى، چې نه صرف بهر يې د پښتو نغاره ډنګولې ده، بلكې اول يې په خپل كور كې هم په خپلو خلكو د پښتو عظمت او حيثيت منلى دى. لكه زموږ ددې ځينو ځينو مشرانو په رنګ نه دى، چې ټول ژوند او ذات يې د تضادونو اّئينه وي. د موصف خوش بختي ده، چې د هغه بچي هم د هغه هومره لوى پښانه دي. په خپله ژبه، خپل ثقافت، خپل شناخت له سر و ماله تېر دي. په موجوده وخت كې زه دلته په پېښور كې دوه داسې كورنۍ وينم، چې هغوى د خپلو مشرانو د نشت باوجود د هغوى دوستانو او تعلق دارو سره د هغوى نه هم مضبوطه راشه درشه پالي، بلكې د رسول پاكص په دې حديث، چې "تاسو د خپلو خپلوانو او مشرانو دوستانو سره تعلق ساتئ". چا زيات عمل كړى دى، نو هغه يو ډاكتر بصير بېدار ستورى (د كبير ستوري زوى) او بل د زرين انځور ورور عزيز خان. مودې مودې وشوې، چې كبير ستورى او ملګرى انځور په وطن نشته، خو د هغوى ددې كشرانو له بركته د هغوى د ملګرو له هغوى سره هم هماغسې تماس او رابطه ده، لكه پخوا چې وه.
د روان كال د جنورۍ په دولسمه نېټه مازيګر بصير بيدار دوكان ته راغى، يو كارډ يې راته په ګوتو كښې كېښود، وې:" هن صابر شاه! دا واخله د كشر ورور مې واده دى، چې په اتلسمه نېټه ماښام به په ارباب روډ ماركوپولو رېسټورنټ ته ضرور راځې". زه داسې پروګرامونو ته ډېر خوشحالېږم او كوشش كوم، چې پكې شركت وكړم او ددې دوه وجې دي: يو خو هغه د غلام سخي استاد خبره "خېټه پكې غوړه شي" او بل په دغسې موقعو ډېرو هېرو تېرو او درنو درنو هستيو سره ليده كاته وشي، يو څو لمحې د دنيا د جنجالونو، فكرونو او شورماشور نه په سكون، اّزادۍ او بې غمۍ تېرې شي او بيا د ښاغلي نسيم خان ستوري په واده كې خو باوجود د هغه د نوموړي پلار په غېر موجودګۍ كې دومره زړې، زړې، درنې، درنې، ادبي، ثقافتي او سياسي هستۍ راغلې وې، چې ما يې سيال او مثال په دې نزدې كلونو كې په يو تقريب كېي هم نه دى ليدلى. ماركوپولو بليو پيلس ډېر لوى، ډېر ښاېسته هال دى. (يقيناً چې ډېر ګران به هم وي) د نشترهال نه هم لوى او ښاېسته هال دى. دا هال د خلكو نه ډك وو، د هر چا په شونډو د خنداګانو او مسرتونو سپرلي ګډېدل، په اوو بجو د موسيقۍ پروګرام پيل شو.
د نظامت واګي اباسين يوسفزي ته وسپارل شوې او اباسين ډېر په ښه شان دروند انداز دغه خپل فراېض ترسره كړل. وار په وار به يې له خوږو خوږو شعرونو سره فنكاران راغوښتل. خيال محمد، سيداګل مينا، ګلزار عالم او نورو ډېرو فنكارانو هر يو د خپلو اوازونو د سحر په غېږو كې د محفل د محبت رنګونه واخيسته، خو زما د ګلزار عالم مجلس ډېر خوښ شو. هغه هسې هم هرځاى منفرد وي، پوخ او په تول پوره مجلس كوي او چونكې دا زيات د سنجيده خلكو محفل و، دلته زيات علمي، ادبي شخصيات او مشران ناست وو لكه ارباب سيف الرحمن خان، افضل خان لالا، حاجي غلام احمد بلور، ډاكتر راجولي شاه خټك، حبيب الله رفيع، اجمل خټك، ارباب الطاف (د تاكال ناېب ناظم)، ارباب دوست محمد خان، ارباب شهزاد، پروډيوسر شوكت علي، فضل رحيم مروت، لايق زاده لايق،قيصر خان ايډوكيټ، شمس الهدى شمس، اسدالله دانش ساپى، بريالى باجوړى، رحمت شاه ساېل، سيد ولي خيال مومند، شاهين بونيرى، هدايت الله ګل، اباسين يوسفزى، ارباب نثار خليل، ارباب همايون خان او نورو ګڼو ويو وړو درنو پښتنو په دغه تقريب كې شركت كړى و، نو په داسې ځاى او موقعه هم دغسې "غزليزې" موسيقۍ مزه كوله.
د موسيقۍ په دوران كې قدرمن اجمل خټك، غلام احمد بلور او افضل خان لالا د پت او پښتو پګړۍ نسيم خان ته په سر كړه، كومه چې بيا هغه تر اخره په سر ساتلې وه. ډېر ښه او ډېر دروند ورسره ښكارېده. د ماسخوتن ډوډۍ هم ډېره درنه وه، دومره درنه، چې ډېرې اوږې اوږې سترګې يې هم مړې كړې. زه چې په دې پروګرام كې ناست وم، نو د لرې او برې پښتونخوا ترمنځه عرضي مرضي، استعماري تورې تورې د يوې صدۍ كرښې مې د فكر او احساس تازه تازه يادونه تالاترغه كړې، نن ټول پښتانه يو شوي وو، ټول په يو لباس، يو سوچ، يوه ژبه، يوه ملت، متفق وو. د ټولو په خولو، ټولو په شونډو همدا يوه خبره يوه نعره وه، چې : موږ ټول يو، يو د خپلې ژبې د عظمت او حيثيت په خاطر، د خپل قام د مرام او مقام په خاطر، د خپل وطن د ابادۍ او ښېرازۍ په خاطر، د خپل تاريخ، خپل ثقافت د شناخت او ساخت په خاطر او د خپل رڼا رڼا ستوري مستقبل د هيلو، جذبو او تلوسو په خاطر!.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

سيد صابر شاه صابر
شاعر، لیکوال،ايډيټر "دستار انټرنېشنل"
Said Saber Shah Saber
Writer, Poet, Editor of Bi - Monthly "DASTAR" International Magazine
- سيد صابر شاه صابر -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori