|
|

هنر، موسيقي، ټنګ ټكور، شاعر، اديب او فنكار يو د بل سره تړاو لري شعر يې له موسيقۍ هم ويل كېداى شي، خو موسيقي او هنر د شعر په واسطه سره بشپړېداى شي.
د انټرنيټي ديری په دې برخه كې تاسو د ستوري ځینې شعرونه او پیغامونه چې د هنر د بڼ یو شمېر بلبلانوپه خپلو خوږو اوازونو د مینه والو غوږونو ته رسولې دی او رسوي ئې او د پښتو د هنر بڼ ئې تازه ساتلی دی، اوریدلی او ليدلی شۍ.
پښتانه په بنسټي توګه موسيقي خوښوونكى قام دى، موسيقي او ټنګ ټكور د پښتنو د حجرو او دېرو ډول او سينګار دى او په پښتني ټولنه كې ورته ولسي مقام حاصل دى.
د پښتني ټولنې زياتره وګړي نالوستي كسان دي، ليك لوست نه شي كولاى، خو موسيقي، ټنګ ټكور، فن او هنر سره مينه لري. د شاعر كلام او پيغام د شعر، نظم يا سندرې په بڼه د موسيقۍ په بدرګه اوري په دې هكله ډاكټر كبير ستورى وايي: په ســــترګـو نه ويــنم په غـوږو يې اورېدلى شــمه
په ليك كې مه راوړه پيغام د ساز نغمو كې راوړه
نو د هنرمندانو او فنكارانو دا دنده ده، چې شعر يا نظم د خپلو اغېزناكو خوږو اوازونو سره يوځاى د ساز په نغمو كې لوستو او نالوستو پښتنو غوږونو ته په اسانه طريقه او لاره رسوي، جذبه يې بيداروي، روحي تسكين او ارام وركوي او د ساعت تېرۍ سره سره د ټولنې اصلاحي او نظرياتى روزنه هم كوي چې د پوره قدردانۍ او ستاينې وړ ده.
د پښتنو هنرمندانو، فنكارانو او همدا شان د هنر او فن د پر مختيا لپاره يې په دولتي او سركاري كچه څه ځانګړې او د يادولو وړ پالنه او پاملرنه، نه ده شوې، خو د ولس په ملاتړ د پښتني كلتور د ارزښتناكه فنى او هنري برخه تر دې دمه ژوندۍ ساتل شوې ده.
پوهه، فن، ادب او هنر هغه شتمني ده، چې په استعمالولو سره پياوړى، ځلانده او تازه كېږي، خو پاملرنه او روزنه هم غواړي دا چې موسيقي د خوشحالۍ او امن غږ دى او پښتانه امن او موسيقي خوښوونكى قام دى، نو خداى پاک ورته يوه غټه شتمني د هنرمندانو او فنكارانو هم په برخه كړې ده.
پـــــــاکـــه ربـــــه ښـــــــــاد ابــــــاد دا پــــــښــتـــانــــه کـــړی د نـــــــــړۍ پـــــــه اولــــســــــونــــــو کـــــی درانــــه کـــړی
د بـخـت سـتوری ئی روښــان کــړی پـه اســـمـــان کـی خــــپـل وطــــن کــی ئــی واکــــمـن او کــــوربانه کـړی |
|
|
|
|