Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

باچا خان، یو ستر لار ښود






20 شلمه جنوري د ستر لارښود او د خدايي خدمتګار د تحريک باني او د ازادۍ د جنګ مجاهد خان عبدالغفار خان بابا د مړينې ورځ ده. دا يو حقيقت دى، چې د پښتونخوا خاورې يوه داسې ستره سټه زېږولې ده، چې هغه يو دروېش هم و او يو دانا هم. څوک چې دنيا د باچا خان په نامه پېژني، چا چې له خپلې خاورې سره له خپله ځانه زياته مينه کړې ده او ددې په بدل کې يې ټول عمر تکليفونه برداشت کړي دي. که چېرته هغه غوښتى وى، نو هغه به ټول عمر عېش عشرت، مزې چړچې او دسکون ژوند تېر کړى وى، ولې چې هغه د يوه جاګيردار په کورنۍ کې سترګې غړولې وې، خو هغه ددې سيمې او قوم لپاره خپله جاګيرداره طبقه پرېښوده او له هغو خلکو سره ملګرى شو، چاته چې دوه وخته ډوډۍ هم نه رسېده.
خداى بخښلى باچا خان په کلونو کلونو د سامراجي طاقتونو په ضد خپلو مبارزو ته دوام ورکړى او په تېره تېره مظلومه طبقه او پښتانه يې هر ډول حالاتو ته چمتو کول. انګرېزانو غوښتل، چې باچا خان په څه ناڅه ډول په لالچ کې راولي او له خپل تحريک څخه يې لاس په سر کړي، خو هر کله چې پرنګيان په دې هڅو کې ماتې وخوړه، نو هغوى د ارواښاد باچا خان د بدنامولو هڅې پيل کړې او هغه يې په مختلفو طريقو تنګاوه. باچا خان د حکومت په دې طرز عمل ډېر حېرانه شو او حکومت ته يې په ښکاره وويل، چې زه هغه کار کوم کوم کار چې حکومت له کول پکار دي. ددې پر ځاى چې حکومت زما مرسته ملګرتيا او ملاتړ وکړي، ماته په لاره کې خنډونه اچوي او ما له دې نيک او فعال کار څخه منع کوي. هر کله چې پرنګيانو ته معلومه شوه، چې باچا خان له خپلې خبرې نه اوړي، نو هغوى باچا خان باندې زور، ظلم او تشدد شروع کړو.
ارواښاد باچا خان لومړنۍ زده کړه په خپل کور کې وکړه او وروسته يې په ميونسپل بورډ سکول پېښور او مشن هايي سکول کې خپل تعليم جاري وساته. باچا خان پر 1921کال د خپلې ټولنې د اصلاح تحريک پيل کړ. دده خپل نظر دا و، چې د خپل قوم اصلاح وکړي، دوى د تعليم په ګاڼه ښاېسته کړي، په همدغه تسلسل کې يې د خپلو نږدې دوستانو په مرسته او ملګرتيا د اصلاح الافاغنه په نامه د يوې ټولنې بنسټ کېښودو. د 1929م کال د دسمبر په لومړۍ نېټه باچا خان له خپلو ملګرو سره په اتمانزو کې د (افغان يوتهی ليګ) په نامه يو تنظيم جوړ کړو، خو په افغان يوتهی ليګ کې صرف تعليميافته خلک شاملېداى شول. ددې لپاره ضروري شوه، چې باقاعده د رضاکارو د بهرتي کولو بندوبست وشي، نو مجبوراً د يوه داسې تنظيم بنياد کېښودل شو او ورسره دا فيصله وشوه، چې کوم سړى تعليميافته وي او که بې تعليمه وي، يعنې هر قسمه بنده په دې تنظيم کې شاملېداى شي. له ډېر ژور سوچ او غور نه پس ددې غورځنګ نوم (خددايي خدمتګار تحريک) کېښودل شو. د خدايي خدمتګار په موخو او مقاصدو کې غټې خبرې دا وې، چې موږ د بني نوع انسان خدمت ته ملا تړو، له هېڅ ډول قربانۍ به ډډه نه کوو. د محبت، همدردي ، ورورلي، خلوص او يووالي جذبه به په خپل قوم کې رابېداروو او خپل هېواد به د پېرنګي له غلامۍ نه ازادوو. خپل دې مقصد ته د دوام ورکولو په دوران کې خداى بخښلي باچا خان پوره دېرش کاله په جېل کې تېر کړل او اته کاله جلا وطن و.
د پاکستان له جوړېدو وروسته د غلا غلطۍ، ټولنيزې ناانصافۍ، د زور ظلم د ختمولو او ديوې ښې ټولنې د جوړولو په خاطر باچا خان خپلې هلې ځلې جاري وساتلې او هم په دغه اساس د پرنګي حکومت له ختمېدو نه وروسته هم هغه ته د زندان ژوند په برخه پاتې شو. د 1944م کال په ټولټاکنو کې باچا خان د هندوستان د مرکزي دستور ساز اسمبلۍ غړى وټاکل شو. هر کله چې د پاکستان له جوړېدو نه وروسته په 1947م کال هم هغه د پاکستان دستور ساز اسمبلۍ غړى غوره کړى شوى و، د 1956م کال د جون په پېنځلسمه نېټه باچا خان په ملک دښمنه سرګرميانو کې د ککړېدو په تور يو ځل بيا د درې کالو لپاره جېل ته ولېږل شو، خو 2 کاله وروسته خوشې کړاى شو. پر 1955م کال )ون يونټ( وجود کې راغلو، نو ددې په ضد هم خدايي خدمتګار احتجاجي هلې ځلې پيل کړې او د 1956م کال د جون په 16نېټه باچا خان بيا ونيولى شو.
د 1956م کال د جولايي په لسمه نېټه صوبايي حکومت خدايي خدمتګار تنظيم غېر قانوني وګرځولو، بيا په 1957 کې باچا خان له خپلو ملګريو سره پرېښودى شو. په 1958م کال باچا خان (ون يونټ) په ضد خپل دريځ لا پسې مضبوط کړ، خو هلته ايوب خان په ملک کې مارشل لا ولګوله او باچا خان يو ځل بيا ګرفتار کړاى شو. څه موده پس په 1959م کال د صحت د خرابۍ له امله هغه پرېښودى شو، خو په 1961م کال هغه يو ځل بيا له تورو تمبو شاته واچول شو او درې کاله په جېل کې تېرولو نه وروسته د 1964م کال د جنورۍ په 23مه نېټه د صحت د خرابۍ له امله له جېل څخه خوشې کړاى شو.
د 1969م کال د نومبر په پېنځلسمه نېټه باچا خان ته جواهر لعل نهرو ايوارډ ورکړى شو. هغه بيا د 1970م کال د فبرورۍ په مياشت کې افغانستان ته لاړو او تر اته کلنۍ جلاوطنۍ وروسته پر 1972م کال بېرته پاکستان ته راغى. دلته د هغه ډېر تود هرکلى وشو. پر 1973م کال باچا خان يو ځل بيا بندي کړاى شو او په بلوچستان کې د نېشنل پارټۍ منتخب حکومت له مېنځه يوړل شو. په 1974م کال باچا خان په خپل کلي کې نظر بند کړاى شو، په دې دوران کې باچا خان پاکستان ته راتلل، خپله غلطي تسليم کړه. کله چې د 1975م کال د اپريل په ديارلسمه نېټه باچا خان په تورخم پر لار افغانستاه ته تلو، هغه له سرحدي پولې څخه يو ځل بيا ګرفتار کړاى شو او په جېل کې له 1 کال تېرولو وروسته بيا له بند څخه خوشې کړاى شو.
له پرلپسې قېدونو او هلوځلو امله د بابا صحت ډېر خراب شو او هغوى ته د ارام ضرورت پيدا شو او هم په دغه سلسله کې د ارام په غرض هغه يو ځل بيا افغانستان ته لاړ. په دغه دوران کې هغه دوه ځله هندوستان ته لاړ او پر 1980م کال کې يې د درملنې په غرض دوه مياشتې په روس کې تېرې کړې. پر 1981م کال يو ځل بيا د درملنې لپاره هندوستان ته لاړ او پر 1982م کال په جنورۍ کې واپس افغانستان ته راغى. دا د ضياءالحق د مارشل لا زمانه وه.
باچا خان خپل تحريک ته دوام ورکړ او له عوامو سره يې رابطه مهم بيا پيل کړ، خو جنرال ضياءالحق دې ته پرېنښود او په کور کې يې نظربند کړ او په دې ورځو کې د هغوى صحت په ورځ په ورځ خرابېده. د بابا د پښې د هډوکي د ماتېدو له امله په سخت درد اخته و او ددې د درملنې لپاره بابا په 1984م کال چکوسلواکيه ته لاړ. د ژوند په پاى کې هغوى د کالاباغ ډيم د جوړېدو په هکله خپل منظم جدوجهد پيل کړ او د صحت د خرابۍ او د دواړو پښو له معذورۍ سره سره يې په (ويل چئير) کې يوه تفصيلي دوره وکړه. د خپلې صوبې نه علاوه يې د ميانوالي او اټک دوره هم وکړه.
په دغو دورو کې له باچا خان سره غازي خان کاکا، محمد کاکا، ډهيران شاه کاکا او ميا افتخار حسين هم موجود وو. د 1988م کال د جنورۍ په شلمه نېټه باچا خان د تل لپاره سترګې پټې کړې. دده د مرګ خبر په ټوله نړۍ کې يوه هنګامه خوره کړه او دا خبر په ډېر غم، درد او خپګان دنيا برداشت کړو. باچا خان د ټولو پښتنو لارښود و، د آزادۍ ستر قهرمان و، د امن يو مثالي نمونه وه. د هغوى په مرګ ټوله مظلومه طبقه او په ځانګړې توګه پښتون قوم يتيم شو او دنيا له خپل يوه بې غرضه خدايي خدمتګار، غمخور او مينه ناک ستر لارښود څخه محرومه شوه.
د باچا خان وصيت دا و، چې زه انسان يم، يوه ورځ خو به ارومرو مرم، مرګ حق دى، خو د مرګ نه وروسته ما د پښتنو په ملک (افغانستان) کې خاورو ته وسپارئ. د هغوى د وصيت مطابق هم دغسې وشول او هغه افغانستان کې خاورو ته وسپارل شو.
د هغوى په ښخېدو کې هم د پښتنو د يووالي راز پټ و. باچا خان د خپل مرګ په ذريعه قوم ته دا پېغام ورکړ، باچا خان چې په خپل ژوند کومه فلسفه خوروله، هغه د انصاف، زورزياتي د نه کولو يا عدم تشدد فلسفه وه. څومره ضرورت، چې د هغوى د فلسفې نن دى، شايد دومره ضرورت پرون نه و. دا هغه موقع ده، چې موږ د باچا خان د عدم تشدد په فلسفه باندې عمل وکړو، دنيا نه د امن زانګو جوړه کړو. نن د عدم تشدد يا د بشري حقونو د علمبردارانو او دنيا ته د امن پېغام رسونکي بايد په ګرده نړۍ په دې خبره زور واچوي، چې جنګونه د حل لاره نه ده او له جنګونو څخه دې په هر صورت ډډه وشي او ټولې کشالې دې د امن له لارې حل کړاى شي او غربت ځپلى انسانيت دې نور د تباهۍ او بربادۍ کندې ته له غورځېدو نه بچ کړاى شي.

ليکوال: ميا افتخار حسين
ژباړن: جمشيد نديم نيازى
- ميا افتخار حسين/جمشيد نديم نيازى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori