|
|

ستوري سیاسی مبارزه ئې د وخت او حالاتو په غوښتنه په ژور نظر او سپیڅلی سوچ تر سره کړی ده. هغه که د پښتون بلوڅ د ملی آزادۍ په نوم وه،که د پښتون سوشل ډیموکراټیک ګوند د سیوری لاندی د ملی وحدت په جنګ کې، که د بالاحصار د تیارو کوټو ستړی ورځی اوږدی شپی وی او که د سنټرل جیل نه ختمېدونکی سپیری میاشتی وی ، نه ستړی کیدو، نه پښېمانه کیدو، د باچا خان د لر اوبر افغان په ملی تړون مئین په ننګرهار کې د باچا خان تدفین هم د لر او بر پښتنو د ملی وحدت د کوټی مضبوطه اډانه ګنړله . " معظم خان معظم "
ستوری له لرې او برې پښتونخوا له ليكوالو، پوهانو، اديبانو، شاعرانواو قام پرستو مشرانو سره له نزدې نه ليده كاته كول . ځينی لیدنی کتنی او مرکی يی تا سو مینه والو ته د انټرنيټي ديری په دې برخه كې وړاندی کوو.
د ارواښاد ستوري نوری لیدنی کتنی او مرکی د وخت سره سره به يی پرليکه کوم.
یــو ســتوری پــه اســـمان د پـښـتـونــخـوا وځلیدو
په غــرونــو، مــیـدانـــونـــو، درو واړو خــــوریــدو
دا ســتوری د اسـمان اوځمکی نور شو هری خوا ته
وحــــدت د پـــښــتــنـو د ده ارمـــــــان وځـــــلـــــیـدو هـــــر ټــکی د قــــلـــم ئــې نــــوی زیــــری د ســــحر ؤ
د خــــپــل وطـــن زره زره کــې داســی پـــړقــــــیـــدو
دا ســتــوري کــلـــه کـــلــه پـیدا کــیږي په صـدو کې
په غــــم د پــــښــــتــنـو به لکــه شـــمـعــه ســــوزیـدو
نـــیاز خـــو هره ورځ ورته پــنـځه وخــتـه دوعا کړی
خــو پــه زړه ئــې ارمــان پاتی شو د سـتوري د لیدو" پروفيسر جهانزېب نياز " یـــو ســتـوری ؤ کــبــیــر چې لـه مــداره ځــیــنـی ووت
د ژونـد لـه دی نیـمـګــړی شــان بـازاره ځــیــنـی ووتمــرګــی ئې په بې رحــمـۍ ســره چــمـن ته مـخـه کـړی
کــبــیـر مـــــو لـکـــه ګــل چـــې د ګـلـزاره ځـیـنـی ووت
کــبــیر داسـی پـښـتـون ؤ مـور راوړی چــې «سـرتـیره»
د نـــرخ ځــیــنـی ونه ووت خـــو د ښــاره ځــیـنـی ووت
" عبدالوها ب سرتیر " |
|
|
|
|