Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

Get the Flash Player to see this Video

سياسي او اجتماعی شخصیت

د لوی او بخښونکی خدا ی (ج ) په نوم

راتـه ښــــکاري حـــالـــت بـیا په بدلـیـدو دی
اوښتـــــون ذهــــن راغـــلـــی پښـــــتــــنـــو کـــې

د پـــښتو د ســـوکـــالـــۍ وخــــت راروان دی
د بـخـت ســـتــوری ځلیږی په تور تیاور کې


ډیرو درنو حاضریونو خويندو او وروڼو!
اجازه راکړۍ چې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د یاد په ننی غونډه کی د خپلو خويندو په نماينده ګۍ دیو څو کلیمو په ويلو سره دانسانی، افغانی، اسلامی، د مینی او پیرزوینو په وړاندی کولو خپل داحق ادا کړم.


ګرانو هیوادوالو !
ستوری د ساپوهنې ډاکتر ؤ خو ددې تر څنګه شاعر ؤ ، لیکوال ؤ ، ادیب ؤ ، او د پښتوټولنیز ولسولیز ګوند بنیاد ګوزار اود دی ګوند رهبر ؤ . ستوری د ډیر ارام طبیت خاوند ؤ .غریب پرور ، وطن پال ، او د افغان ولس په خاصه توګه د پښتون قام خدمتګار ؤ. خپله پوهه ، استعداد او ډیر عمر ئې د پښتنو د ازادۍ او ابادۍ لپاره وقف کړی ؤ. په دې لار کې ئې ډیری تودی ساړی ولیدلی. ولږی او تندی ئې وزغملی او پاکستانی بندخانی ئې وګاللی اوپه خپل عزم کې یو ګام شاته نه شو. خپل سپیڅلی ارمان ته رسیدلو لپاره ئې د ډول ډول تکتیکونو څخه کار اخست. د عدم تشدد فلسفی او د جرګو عنانه ئې د مبارزو غوره لار ګڼله. ډیری جرګی، مظاهری ،غونډی ، کانفرانسونه، سمینارونه او مشاعری یی جوړی کړی. خپل مسلکی کتابونه ،شعری مجموعی او د ګوند مجلی ئې نشر کړلی .
ستوری چې یو ادیب ، سياسي او اجتماعی شخصیت ؤ، په ظاهره ډیر ارام معلومیدو خو په سینه کې یی طوفانونه چلیدل چې دی ئې ارامه نه پریښودو. پخپل یو شعر کې وائې :

په ناسته نه شی خوځیدل غــواړی
څوک چې منزل ته رسیدل غـواړی

یـو والـی شـرط دی ازادۍ لـــــپاره
کـه پـښتـونـخـوا ازادول غـــــواړی


ستوري که څه هم د ژوند زیاته برخه په اروپا کې تیره کړی خو خپل خلک ، خپل وطن ، دود او کولتور ئې یوه شیبه هم نه دی هیر کړی. په دی لار کې یی ټینګ ګامونه ایښودی دی. ستوری یو دروند پښتون ؤ. په پښتو او پښتونولۍ، په دیره او حجره ،ټنګ او ټکور مین ؤ. تل به ئې په شونډو خوږه مسکا خوره وه. بې کبره، بې غروره او د پاک نیت خاوند ؤ . ظاهر او باطن، نظر او عمل ئې سره یو ؤ. ستوری خو اوس په فزیکی لحاظ زمونږ په منځ کې نشته خو په خیال کې د هر چا سره او په هر ځای کې ملګری دی او د هر چا د کور میلمه دی.
زه په زغرده ويلی شم چې ټول دوستان او اشنايان به ئې د مینی او پیرزوینی پوره وړی وی. زه دیو ترور په حیث په داسی خوریی ویاړم .

روح دی ښاد وی او اروا دی خوشحاله وی


په درناوی

يادونه : دا ليكنه د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.




ليلا زمانی برهانی
ښونکی
Laila Zamani Burhani
Teacher
- ښونکی ليلا زمانی برهانی -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2023     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori