Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

Get the Flash Player to see this Video

د ډاکتر صیب په یاد کې

اَعوذبِالله مِنَ الشَیطِن الرَجِیمِ
بِسمِ اللهِ الرحمنِ الرَحیمِ

قــافـــلـــی وروســـتـو،ورســـتــو چــــا تــه ګــــوری
زمـونـږ نــه نــور خـــلــک روســـتـــی نـــشـــتـــه دی


زما د درنې سیمی پښتونخوا، درنو پښتنو وروڼو او خوئیدو جاوید اقبال یوسفزی ستاسو په خدمت کې د مینی او خلوص سلامونه وړاندي کوي او د ډاکتر کبیر صیب وارثانو ته د غمراضۍ لاس پورته کوم او د هغې لپاره دا دوعا غواړم چې الله تعالی دی ورته صبر ورکړی .
د ډاکتر صیب وارثانو ته مبارکی ورکوم، چې د ډاکتر صیب کوم خواهش ؤ هغه نن په دې حال کې تر څه حده پورې پوره شو چې د ډاکتر صیب په یاد کې د لر او بر پښتانه او د ټول یورپ پښتانه نن دلته راغلی دی. نن که مونږ د برطانیی نه دلته راغلی یو، نو دا هم ډاکتر صیب د زړه، د خواهش یو اواز ؤ او هغه اواز مونږ دلته تاسو سره په دې حال کې کښینولی یو.
درنو پښتنو وروڼو او خویندو! مونږ په برطانیه کې یو روکوټی غوندې تنظیم چې د ټولی برطانیی په سطحه باندې دی، په هر ښار کې زمونږ ملګری شته، زمونږ شاخونه شته او زمونږ مقصد د دې تنظیم په برطانیه کې صرف او صرف په پښتنو کې بیدارې پیدا کول ؤ.
دغه کوشش جاري دی چې د دونیا په کوم ګوډ کې پښتون دی زمونږ د هغې په وړاندې دا یو پیغام دی، چې ما به کله کله یو خوب لیدوخو بیا به مې ځان پورې وخندل ما به وئيل چې دا څه بې توکه غوندې خوب مې ولیدو څه سر او ښپې یی نشته. خو نن مې د پښتونخوا د سیمی د خپل خوږ افضل خان لالا نه یوه خبره واوریده، نو هغه خپل خوب راته څه لږ لږ رښتیا غوندۍ ښکاریږی، چې د دونیا په نقشه باندې، وخت په وخت باندې دا نقشه بدلیږی رابدلیږی افضل خان لالا دې طرف ته اشار وکړه چې په راتلونکی وخت کې کیدای شی چې دا نقشه بیا د بدلولو واله ده. نو زما تاسو ټولو ته دا درخواست دې چې کوم خلک نن په دې محفل کې موجود دی چې د دلته نه لاړ شی نو د خپل پښتون ورو په وړاندې جولۍ وغوړوۍ او دا ورته و وائی چې وروره، دا وخت د یو کیدو دې. باچا خان بابا دې خدای ( ج ) وبخښی سره د خاورو، وئيل به یی . «یا به یو کیږی ګنې ورک کیږی»او هغه خبره رښتیا کیږی،په ورکیدو راغلی یو. که یو نه شولو نو خامخا به ورک کیږو. خو دا وخت د یو کیدو دې .
تاسو ټولو ته زما له طرفه په برطانیه کې دعوت دی چې کوم ورور برطانیی ته کله راځې، که پخپل غرض اویا په پخپل کار پسی راشی ضرور مونږه سره ملاقات وکړی زمونږ ویب سایټ دې www.bpa.uk.com په دې باندې زمونږ ټول انفارمیشن موجود دی تاسو په زغرده راتللی شۍ مونږ ویل کم ووایو هر پښتون ته. مونږ ډیر خوشحالیږو چې زمونږ پښتانه مونږ کره راځی، پښتون خیال راوړی. وخت ډیر نه اخلم مشاعره هم ده زړه مې ډیر څه غواړی ډیر ښکلی پښتانه مې مخی ته ناست دی وایم چې ټوله شپه مې ورته ماتی ګوډی خبری کولای خو دا خپلې خبری به په دې یو شعر باندې راغونډې کړم .

د جنت په دروازه بـانـدې ئې پـری نـه ږدی دربـانـه
چـــې د ویــنـی نـه ئــې بـــوئ د پــښـــــتــون نـــه ځــــی


سلام علیکم



يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.



ايډوكيټ جاویداقبال یوسفزی
د برټش پښتون ایسوسیشن لندن جنرل سیکرټری ، شاعر
Advocat Javed Iqbal Yousufzai
General Secretary of British Pakhtoon Association, Poet
- ايډوكيټ جاویداقبال یوسفزی -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2023     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori