خالی نــه ده څه خــو شــته دی
کــرشــمه پــه دی پښتـــــو کې
ورونو! په تش خبرو بانـدی کار نـه کــیږی یو شاعر وائی :
د طوطــیـانو د وینا دا معـــــــــلومیږی
چې خبرو باندی څوک نه سړی کیږی
سړی نه دی چې ئې کار د سـړو نه وی
په خـبرو کـه هر څومره ښـــــــه پوهیږی
راځی چې بې اتفاقۍ ته لمن ونه وهو، انګریزانو زمونږ د زړه په سر باندی دا خط را تیر کړی دی مونږ یو وروڼه یو، یو خلک یو، یو وجود یو، د پښتنو د اوسنی حالاتو لپاره هر څوک چې په هره مفکوره دی هغه ئې خپله ده هغه شاته کیږدود خپل قام او ژبې لپاره کار وکړو. یو شاعر وائی :
خـپـله ژبـه سـود او زیــان د هــــــــــر سړی دی
هر څوک مومی سود او زیان د خپلی ژبې
که سعدی غواړی په پند او نصــیحت کې
نـو راشـه وګوره رحمـــــــــــــــان د خپـلې ژبـې
کـه هـر څو لری اشعـــــــــــــــار په فـارسـی ژبه
مسـتـغنی دی سنـــــــــــــــاخوان د خـپلې ژبې
خدای تعالی په قران کې وائی: ای هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی خپل ځان او خپل اولاد د اور نه وساتۍ د دوزخ د اور نه د هغه اور نه چې خاشاک به ئې تیږی او انسانان وی. نو اول د خپل کور نه شروع کیږی د خپل کور نه خپلو اولادونو ته پښتونواله ،پښتو زده کړو. پښتونواله په ځان باندی تطبیق کړو د هغې حجر ی نه،د هغې کلی نه، او د هغې نه ټولنې ته،او د هغې لپاره کار وکړو.
د پښتنو ددی دروند مشر افضل خان لالا نه مننه کوو چې تکلیف ئې ویستلی دی او د ناروغتیا په حال کې دلته راغلی دی، خدای دی اجر ورکړی او خدای دی ستاسو ټولو قدمونه د ایمان په تله کې واچی.
د ارواښاد کبیر روح دی ښاد وی
يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.
حاجی محمدنادر سرشار
دPSDP د ناروی دڅانګی مشر
Haji Mohammad Nadir Sarshar
Head of the local Unit of PSDP in Norway