|

د ښاغلي ډاكتر كبير ستوري د مرګ غږ چې هرچېرته ورسېده، هلته يې د ډېرو پښتنو شاعرانو، اديبانو،ليكوالانو، قام پرستو مشرانو او عام ولس په زړونو كې پرهرونه جوړ كړل، ځكه نو هغوى د ستوري د كورنۍ د غړواود پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) په نوم خپل د غمرازۍ او خواخوږۍ پېغامونه راولېږل. مونږ د انټرنيټي ديری په دې برخه كې دغه ټول پېغامونه خوندي كوو.
د لـــــــروبـــــرو پــــــــښـــــتــــنـــو ډېــــر زړه زهـــیـــر لاړ
ډاکــــتـــر ســـتــوری کـــبـیــر لاړ ددی فــانـی دنـــیـــا نه عــــــــمــــر ئــــې ټـــول پـــه زوریــــدو تـــــیــــر شـــــــــو
څــــــه پــــــه جـــیــــلــو څــــه پــه ســـــوچـــو تــیـــر شـــو
د پــــــښـــــتــــنـــو پــــه یــــــو کــــیــــدوتــــــیــر شـــــــو
ای غـــمــــزده! د پـــــښــتــنــو د جـــــرګـــی مـــیــر لاړ
ډاکــتـر ســـتــوری کــبـــیــر لاړ ددی فــانـی دنــیــا نه " اســـتاد رحـيـم غـمـزده " دا د کـوم اجـل جـرس ؤ چـې پــه غـــــوږ مــــو لــګــیـدلـــی
چـې د ســتـورو له مـداره مو یـو ســتـوری غورځـــیــدلــی
د پــــښــتـو د پــټـکــــي ول ؤ د غـــــرور یــوه شــــمــــلــه وه
زمــونـږ ســتـوری د اقــبـال ؤ چې په سر مـو اوســیــدلــی " عرفان الله کوټوال " وخـته څـه بې وخـته دې هــر لوری رانه واخيسته
تـا مــې د مــنــزل د دمــو ســیوری رانه واخیسته
هــم دې راته لاسـو کې د شــمعې رڼــا مـــړه کړله
هــم دې د اسمـان ځلانده ستوری رانه واخیسته " هدایت الله حيات " الله دې وبـــښـي د نــــنـــګ او د پـــښـــتــو ســـتورى
ستر شخـــصــيــت د قــدر وړ د پــښــتــنــو ســـتورى
زه غمشريك به ئــې په يــاد بـــانــدې تــل فـــخــر كوم
چـېرې چې اوســـي د ادب او نــومــيـــالـــو ســـــتـورى " محمد هاشم غمشريك خېرخواه " |
|
|
|
|