Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

سرليكنه : يوه هنداره، څو انځوره








نن سبا د ميډيا پردې د مطبوعاتو د هندارې بڼه خپله کړې ده، چې پر ټولو نشراتي وسيلو باندې د خپلو، خپلو موخو رنګ خور شوى دى. په زياته پېمانه پرمخ تللې خبري رسنۍ د هغه چا له خوا تمويلېږي، چې د نړۍ په اقليتونو خپله ملکي تحميلول غواړي، ټولې هغه رسنۍ چې په پرمخ تللې ټکنالوجۍ سمبال دي، که چاپي دي يا الکتروني، انځوريزې يا غير انځوريزې دي، د هغو بشپړه برنامې د خپلو پاليسو او دستورونو د هدف په محور څرخېږي، چې په داسې حال کې د مطبوعاتو آزادي د بيان د آزادۍ مانا نه لري.
يانې دغه ډول مطبوعاتو يو ډراماتيک شکل اخيستى دى، که څوک وغواړي چې د خپل نظر څرګندونه د حق په پلوۍ وکړي، د هغه ممانعت پخپله د هغه چا له خوا کېږي، چې د بيان آزادي يې خپل شعار ګرځولى دى.
ددې حقيقت شاهد پخپله هغه بيان دى، چې په وار، وار د رسنيو نماينده ګان د خپل رپوټ له امله ګواښل شوي او آن پخپله د خپلې ادارې له خوا توقيف شوي هم دي، چې ګوندې ځينې رپوټونه يې په ژوندۍ بڼه حقيقي خپاره کړي دي. نو ويلاى شو چې د نن ورځې دغه ډول مطبوعاتي پرده د پردۍ هنداره ده، چې غواړي د ټولنې انځور په مجازي بڼه وړاندې کړي، خو دې هندارې ته چې د هر شعور ځښتن مخامخ شي، خپل انځور پکې پخپله بڼه ګوري، ځکه چې هغوى د هرې ډرامې د تحليل لپاره خپل استدلال لري.
نو ددغه فرهنګي هندارې په ډنډ کې عالمان، آميان، شاعران، اديبان، مزدوران، خانان، ځوانان، سپين ږيري، نارينه او ښځينه خپل خپل تصويرونه په حقيقي ډول منعکسوي.
د ستوري اداره د هر چا تحليل ته، چې په مدللو شواهدو کره وي درناوى کوي او ټولې پېښې به په حقيقي ډول د ولس تر غوږونو رسوي او ددې ترڅنګ له ټولنې څخه له اسلامي او افغاني بنسټونو سره سم خپرونې ته د درناوي هيله لري.
- د ستوري مجلې اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori